خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۹ مې –۴ جون ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۹ مې –۴ جون ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۵۶

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته  کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د مې له ۲۹مې د جون تر ۴مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د غبرګولي له ۹مې تر ۱۵مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۱۰۷ تنه وژل شوي او ۸۳ نور هم ټپیان شوي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله په کم توپیر سره لوړه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۱۸۶ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۱۹۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوي، چې لامل یې بیا هم د اختر له درې ورځني اوربند وروسته د تاوتریخوالي د کمښت دوام دی.

د دې اوونۍ په مرګ‌ژوبله کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په ننګرهار، پکتیا او  اروزګان ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په کندهار، کندز، سرپل، کابل او پروان ولایتونو کې وشوې، چې پکې ۲۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د ټيتوالي ښودنه کوي. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې اوښتې، چې شاوخوا ۳۴ وسله‌وال طالبان پکې وژل شوي.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مې ۲۹مې:

د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ پولیس ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو پولیس وژل شوی دی.

د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په یوه برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په نښته کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

د مې ۳۰مې:

په پروان ولایت کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د ملي امنیت یو کارکوونکی ټپي شوی دی.

د مې ۳۱مې:

د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، ۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په بازار کې وسله‌والو طالبانو پر پولیسو برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او  ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جون لومړۍ:

د کاپیسا ولایت د مرکز په سیدخان سیمه کې د ترافیکو د تنظیم آمر د یوه ناپېژاند وسله‌وال کس په برید کې ووژل شو.

د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د افغان  ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې، يو پولیس وژل شوی دی.

د جون ۲مه:

د اروزګان ولایت د مرکز ټرینکوټ ښار په صوفیانو سیمه کې د پولیسو په لیکو کې د طالبانو نفوذي کس خپل ۲ همکاران په ډزو ووژل او ۲ نور ټپیان شول.

د کاپیسا ولایت د آله‌سای ولسوالۍ په بازار کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی دی.

د جون ۳مه:

د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د نوموړې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ۴ پولیس وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت د مرکز قلعۀ نو ښار په چشمۀ شیرین سیمه کي د یوه ناپېژاند وسله‌‌وال کس په برید کې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی دی.

 د جون ۴مه:

د بادغېس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د ملي امنیت یوه ښځینه کارکوونکې لومړۍ وتښتوله او وروسته یې ووژله.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي امنیت ۱ ۱

۲

پولیس

۳۰ ۱۶ ۴۶
مجموعه ۳۱ ۱۷

۴۸

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د مې ۲۹مې:

د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی دی.

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي. طالبانو بیا په دې پېښه کې د خپلو دوو جنګیالیو وژل کېدل منلي دي.

د مې ۳۱مې:

د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۳مه:

د کابل ښار د نولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو ماین خښوونکی د افغان ځواکونو له لوري ووژل شو.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۳۶ ۹

۴۵

مجموعه

۳۶ ۹

۴۵

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مې ۲۹مې:

د کندهار ښار پنځمې امنیتي حوزې ته څېرمه په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۲ ماشومان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار کې د یوه ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.

د مې ۳۰مې:

د کابل ښار په ګل سرخ څلور لاره کې د خورشید خصوصي ټلويزیون د کارکوونکو پر موټر د سړک تر غاړي ماین چاودنه وکړه، چې له کبله یې ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي. طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل.

د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په جوی دختر سیمه کې پر یوه ملکي کور د هاوان د مرمۍ لګېدني له کبله، ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په پروان ولایت کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د ملي امنیت د یوه کارکوونکي ترڅنګ یو ماشوم هم ټپي شوی دی.

د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې ۲ شپانه د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د مې ۳۱مې:

د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې ته څېرمه سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې، ۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې پر یوه ملکي کور د هاوان د مرمۍ د لګېدنې له کبله ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت په ینګي قعله ولسوالۍ کې پر یوه ملکي کور د افغان ځواکونو د هاوان مرمۍ لګېدنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د جون لومړۍ:

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۷ کاریګر، چې ملکیان وو وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۲مه:

د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې، د نوموړي جومات مشهور ملا امام دکتور ایاز نیازی او یو لمونځ کوونکی وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په شاه‌ولیکوټ ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت د مرکز اقتاش سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې، ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۳مه:

د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په خشک رود سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۴مه:

وسله‌والو طالبانو د کاپیسا ولایت د آله سای ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې له کبله یې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ښار په سپنده سیمه کې افغان ځواکونو پر یوه ملکي کور د هاوان مرمۍ توغولې چې له کبله ۳ ښځې وژل شوې او د درېيو ښځو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۴۰ ۵۷

۹۷

مجموعه

۴۰ ۵۷

۹۷

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د غبرګولي له ۹مې تر ۱۵مې (د ۲۰۲۰م د مې له ۲۹ د جون تر ۴مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۱۹۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۱۰۷ پکې وژل شوي او ۸۳ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله په کم توپیر سره لوړه شوې، خو ډېره مرګ ژوبله پکې ملکي وګړو ته اوښتې ده. په تېره اوونۍ کې ۵۳ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ټول ۳۱ افغان سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه شوې. تېره اوونۍ ۴۸ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ۳۶ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا په دې اوونۍ کې د تېرې اوونۍ په پرتله د لوړوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۲۷ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۴۰ تنو ته لوړه شوې (جدول-۴).

په دې اوونۍ کې بیا هم د جګړې د مرګ ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله کمه ده، چې لامل یې د کوچني اختر د ورځو له اوربند وروسته د تاوتریخوالي د کمښت دوام دی. که څه هم په دې اوونۍ کې د ښکېلو غاړو تلفات کم وو؛ خو ملکیانو ته بیا هم ډېره مرګ ژوبله اوښتې وه. ملکیانو ته تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوو ماینونو او د جګړې د ښکېلو لورو په تېره بیا افغان ځواکونو له‌خوا د ملکي خلکو پر کورونو د توغندیزو بریدونو له کبله اوښتې ده. یوناما په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د روان کال د جون د میاشتې په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوو ماینونو  په چاودنو کې یواځې په سرپل او کندز ولایتونو کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي له کمښت سره هم مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې له بین الافغاني خبرو اترو مخکې باید افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې تر دې مهاله ۲۷۱۰ تنه طالب بندیان خوشې شوي او ټينګار یې کړی چې د ۳۰۰۰ بندیانو له خوشې کېدلو وروسته به بین الافغان خبرې اترې پیل شي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا پر خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې افغان حکومت تر دې مهاله ۲۲۸۴ طالب بندیان او طالبانو ۴۲۰ تنه بندیان خوشې کړي دي. که څه هم د بندیانو د تبادلې بهیر د اختر په ورځو کې چټک شو، خو د خوشي شوو بندیانو د شمېر په برخه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ اختلاف شته دی. په ټوله کې د دغې پروسې چټکوالي د بین الافغاني خبرو پیل ته هیلې راټوکولې دي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي قضیې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۳۱ افغان ځواکونه

۱۷

د دولت وسله‌وال مخالفین

۳۶ د دولت وسله‌وال مخالفین ۹
ملکي وګړي ۴۰ ملکي وګړي

۵۷

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۱۰۷ مجموعه

۸۳

ټول وژل شوي او ټپیان         ۱۹۰             

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *