خانه / د مرکز خبرونه / د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز مشر د ASC په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز مشر د ASC په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالبااقي امین په پېښور ښار کې د څېړنیزو مرکزونو په یوه نړیوال کنفرانس کې، چې د یو کمربند-یوې لارې نوښت (BRI)، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) او سیمه‌ییز پیوستون تر عنوان لاندې جوړ شوی و، ګډون وکړ او خپله څېړنیزه مقاله یې وړاندې کړه.

دغه نړیوال کنفرانس چې د سپټمبر په ۱۱مه او ۱۲مه (۲۰۱۹م) په پېښور ښار کې د اېریا سټډي سېنټر (ASC) څېړنیز مرکز په نوښت له څو نورو څېړنیزو مرکزونو سره په ګډه جوړ شوی و، د پاکستان، افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغېزستان، روسیې، ایران او چین له هېوادونو څېړونکو او چارواکو پکې ګډون کړی و، چې له افغانستانه هم د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امین پکې برخه لرله.

ښاغلي امین په دغه کنفرانس کې د «د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو اهمیت او د افغانستان رول» تر عنوان لاندې خپله څېړنیزه مقاله تقدیم کړه. په دغه مقاله کې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو موضوع په دریو برخو کې څېړل شوې وه.

دکتور عبدالباقي امین لومړی د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پر اهمیت رڼا واچوله او په سیمه کې د اقتصادي راکړې ورکړې، ټرانزیټ، د سیمې له امنیت او ثبات سره د اقتصادي همکاریو تړاو، ظالمانه انحصارونو او تحریمونو او په ټوله کې د سیمه‌ییزو ستونزو د هواري لپاره د ګډو همکاریو پر موضوعاتو یې هراړخیزې خبرې وکړې.

ښاغلي امین په دویمه برخه کې په سیمه‌ییزو همکاریو کې د افغانستان پر رول خبرې وکړې. نوموړي وویل، د سیمه‌ییز اقتصادي پیوستون لپاره د پاکستان، چین، منځنۍ آسیا، ایران او نورو هېوادونو لپاره افغانستان له پوره اهمیت څخه برخمن دی. د سوېلي آسیا هېوادونه د خپل تولید لپاره انرژۍ ته اړتیا لري، چې په شمالي هېوادونو کې یې سرچینې پراخې دي او افغانستان د نښلوونکې لارې د رول له کبله په دې منځ کې پوره اهمیت لري. نوموړي په دې تړاو پر کاسا-۱۰۰۰ او ټاپي پروژو خبرې وکړې. د ده په خبره، د سیمه‌ییزو همکاریو پر وړاندې یو شمېر موانع هم شته دي، چې د سیمې ټول هېوادونه یې باید د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې وکړي. ښاغلي امین په دې تړاو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د امنیت او سولې نشتون، په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو حضور، د داخلي تفاهم نشتوالی او داسې نور موانع یاد کړل.

دکتور امین د خپلې مقالې په دریمه برخه کې بیا د غیردولتي ارګانونو د رول پر اهمیت بحث وکړ. د ده په وینا، په اوسني وخت کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغېدو لپاره د غیردولتي ارګانونو ګډ کار کولی شي پر دغو اړیکو مثبتې اغېزې وښندي او په پایله کې د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي. همدا راز نوموړي ټینګار وکړ، چې د سیمه‌ییزو همکاریو د لا پیاوړتیا او غوړېدو لپاره د څېړنیزو مرکزونو رول خورا زیات مهم دی او اړتیا ده چې د سیمې د هېوادونو د څېړنیزو مرکزونو ترمنځ د اړیکو لپاره کار وشي. د ده په خبره، دا چاره به له یوې خوا د سیاستونو د اصلاح لپاره ډېره ګټوره وي او له بلې خوا به د اړتیا پر مهال د لازمو فشارونو رامنځته کولو ته هم زمینه جوړه کړي.

د یادولو وړ ده، چې د کنفرانس ویناوالو په خپلو ویناوو کې ټینګار وکړ، چې په اوسني وخت کې په سیمه کې د امنیت، ثبات او اقتصادي ودې لپاره د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره کلکه اړتیا ده.        پای

همچنین ببینید

اشتراک هیأت قاصد در نشست بین‌المللی کوالالمپور

یک هیأت مرکز مطالعات استراتیژیک قاصد در نشست سران کشورهای اسلامی (کوالالمپور ۲۰۱۹) در باره …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *