خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۳ – ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۳ – ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۹م)

 ګڼه: ۱۹مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي له ۲۲مې تر ۲۸مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په دې اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه ۵۸۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۳۱۸ پکې وژل شوي او ۲۶۸ نور یې هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو او موندنو له مخې، دا اوونۍ د ملکي خلکو لپاره د تېرې اوونۍ په پرتله خورا زیاته خونړۍ وه، چې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله هم په کابل، پروان او زابل ولایتونو کې د خونړیو چاودنو او په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې اوښتې وه. د افغان ځواکونو لپاره بیا خونړۍ پېښه د کندهار په شاولیکوټ کې وشوه، کله چې د پولیسو په لیکو کې د طالبانو دوو نفوذي کسانو ۱۱ تنه پولیس ووژل. همدا راز د دولت وسله والو مخالفینو ته بیا هم د تېر په څېر د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې پراخه مرګ ژوبله اوښتې ده.

لاندې په راپور کې، په ترتیب سره د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو او بهرنیو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د سپټمبر ۱۴مه:

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۱۱ پولیس د خپلو دوو ملګرو له لوري ووژل شول.

د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې یو سرحدي پولیس چې پر موټرسایکل د خپلې دندې ځای ته روان و، د وسله‌والو طالبانو له لوري ووژل شو.

د هرات ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو افغان پوځي وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د سپټمبر ۱۵مه:

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ناوه سیمه کې د پولیسو د ګزمې پر موټر د ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

د سپټمبر ۱۶مه:

د بغلان ولایت د پلخمري ښار په صدکوتي سیمه کې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مالي آمر د نوموړي به موټر پورې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو پر یوه موټر د ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د سپټمبر ۱۷مه:

د پروان ولایت په مرکز چارېکارو کې د ولسمشر اشرف غني د ټاکنیز کمپاین په غونډه کې چاودنه شوې چې د ملکیانو ترڅنګ پکې لږترلږه ۴ افغان پولیس هم وژل شوي دي. ولسمشر اشرف غني شخصا په دې غونډه کې حضور درلود.

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د احمدشاه مسعود څلور لارې ته څېرمه او د ملي دفاع وزارت پېژنتون ته نږدې د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې ۶ افغان پوځيان وژل شوي دي.

د سپټمبر ۱۸مه:

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې وسله‌والو بریدګرو د الکترونیکي تذکرو پر مرکز برید وکړ، چې پايله کې یې ۲ پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دي.

د هرات ولایت په شینډند ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی، چې له کبله یې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي دی.

د هرات ښار په شهزاده‌ها کوڅه کې، وسله‌والو طالبانو پر قاضیانو او د هغوی پر ساتونکو برید کړی، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی دی.

د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې یوه افغان پوځي خپل دوه همکار امنیتي سرتېري طالبانو ته د اوښتو په تور په ډزو وژلي دي.

وسله‌والو طالبانو د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ پر مرکز برید کړی، چې د ۳ سیمه‌ییزو پولیسو په ګډون پکې ۶ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۱۹مه:

د زابل ولایت د قلات ښار په مرکز کز کې پر ولایتي روغتون د موټربم چاودنه شوې، چې د ملکي وګړو ترڅنګ پکې ۲ پولیس هم وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې یو پولیس د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۸ ۱ ۹
پولیس ۳۳ ۶ ۳۹
مجموعه ۴۱ ۷ ۴۸

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د سپټمبر ۱۳مه:

د لغمان ولایت په علینگار ولسوالۍ کې ۳ ماین خښوونکي وسله‌وال د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ په دینار سیمه کې، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې مشر او ورسره ۴ نور وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د پنجشنبې په ماښام، ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوی دي.

د سمنګان ولایت په درۀ صوف ولسوالۍ کې، د افغان ځواکونو په هوایي برید کې د وسله‌والو طالبانو د یوه سیمه‌ییز مشر په ګډون ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کابل ښار اوولسمې امنیتي حوزې ته څېرمه، په سرکوتل سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲ داعش وسله‌وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې مطبوعاتي مسوول وژل شوی دی.

د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۳۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د سپټمبر ۱۴مه:

د جوزجان ولایت د قوش‌تېپې ولسوالۍ په چقمه چقور سیمه کې د هوايي برید له کبله ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

په کابل کې د امریکایي ځواکونو په هوايی بریدونو کې ۲ وسله‌‌وال طالبان وژل شوي دي.

د سپټمبر ۱۵مه:

د افغان ځواکونو په بریدنو کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ۶ وسله‌وال  طالبان وژل شوي دي.

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې ۲۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فراه ولایت په مرکز کارېز شېخ‌ها سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د هوايي برید له کبله ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د سپټمبر ۱۶مه:

 د لوګر ولایت په مرکز پل علم، کنجک او شکر کلا اړوند سیمو کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوی دي.

د سپټمبر ۱۸مه:

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې وسله‌والو بریدګرو د الکترونیکي تذکرو پر مرکز برید وکړ، چې پايله کې ۳ بریدګر ووژل شول.

د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په بیست پیکال سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

جدول : د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۵۸ ۹ ۱۶۷
داعش ۳ ـ ۳
مجموعه ۱۶۱ ۹ ۱۷۰

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د سپټمبر ۱۳مه:

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په کاکړ شاکوټ سیمه کې د والیبال په لوبغالي کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د کابل ښار ۱۷مې امنیتي حوزې ته څېرمه په سرکوتل سیمه کې افغان ځواکونو د داعش وسله‌والو پر یوه پټنځای پوځي عملیات کړي، چې د وسله‌والو کسانو ترڅنګ یوه ښځه او ۴ ماشومان هم پکې ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۱۴مه:

د فراه ولایت په مرکز کارېز شېخ‌ها سیمه کې، د سړک تر غاړې یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي.

د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په شهرکهنه سیمه کې د وسله‌والې نښتې پر مهال ۳ ملکیان ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۱۶مه:

په غزني ولایت کې پر یوه موټر د ماین چاودنه کې موټرچلوونکی وژل شوی او ۵ زده‌کوونکي ټپیان شوي دي‎.

د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په نواب جبارخان سیمه کې یو کس د وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په رباط نهال سیمه کې یو کس د نامعلومو وسله‌والو له لوري ترور شوی دی.

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد په سالارو سیمه کې د وسله‌والې نښتې پر مهال یو ملکي وګړی وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۱۷مه:

د پروان ولایت په مرکز چارېکارو کې د ولسمشر اشرف غني د ټاکنیز کمپاین په غونډه کې د چاودنې له کبله لږترلږه ۲۲ تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي. ولسمشر اشرف غني هم شخصا په دې غونډه کې حضور درلود.

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د احمدشاه مسعود څلور لارې ته څېرمه او د ملي دفاع وزارت پېژنتون ته نږدې یو ځانمرګی برید وشو، چې په پایله کې یې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت په پساوند ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د دوو وروڼو په ګډون ۳ کسه وژلي دي.

د سپټمبر ۱۸مه:

د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله ۲ ماشومان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې وسله‌والو بریدګرو د الکترونیکي تذکرو پر مرکز برید وکړ، چې پايله کې یې ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

افغان ځواکونو د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې په شپږو کورونو برید کړی چې په پایله کې یې ۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سپټمبر ۱۹مه:

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې ولایتي روغتون ته څېرمه د موټربم چاودنه شوې، چې په پایله کې ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت مرکز پل علم کې د طالبانو له لوري د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او مور یې ټپي شوې ده.

د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۲ وروڼه وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د ډرون په هوایي بریدونو کې ۳۱ ملکیان، چې د جلغوزیو په راټولولو بوخت وو، وژل شوي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې ۲ ملکي وګړي د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۱۱۵ ۲۵۲ ۳۶۷
مجموعه ۱۱۵ ۲۵۲ ۳۶۷

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د سپټمبر ۱۶مه:

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره منلې، چې د ګرین بریت په نوم یو امریکایي سرتېری په میدان وردګو ولایت کې د ګډو عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

پایله او د اوونۍ تحلیل

د دې اوونۍ راپور ښیي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د وږي له ۲۲مې تر ۲۸مې (د ۲۰۱۹م د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۵۸۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۳۱۸ پکې وژل شوي او ۲۶۸ نور هم ټپيان شوي دي.

دا اوونۍ ملکي وګړو ته خورا زیاته خونړۍ وه؛ خو د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې کموالی راغلی دی. په تېره اوونۍ کې ۵۹ افغان سرتېري وژل شوي وو، خو په دې اوونۍ کې دا مرګ‌ژوبله د تېرې اوونۍ په پرتله یو څه راکمه شوې او ټول ۴۱ تنه افغان سرتېري وژل شوي دي. دغه راز په تېره اوونۍ کې ۲۴۲ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي وو، خو په دې اوونۍ کې بیا دا کچه هم د کموالی ښودنه کوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټول ۱۶۱ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي. په بل اړخ کې بیا د ملکي خلکو په مرګ‌ژوبله کې ډېر زیاتوالی راغلی دی. تېره اوونۍ د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۳۰ تنه و؛ خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره نژدې څلور چنده لوړه شوې او ټول ۱۱۵ تنه ملکیان وژل شوي دي. په دې اوونۍ کې د ملکي خلکو د ټپیانو شمېره هم خورا لوړه وه او لږترلږه ۲۵۲ تنه ملکیان ټپیان شوي هم وو.

د دې اوونۍ راپور ښيي، چې ملکي خلکو ته په څو پېښو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو خونړیو هوایي بریدونو د ملکیانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه کړې، چې یوازې په یوه برید کې په ننګرهار ولایت کې ۳۱ تنه ووژل شول او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوأ؛ او له بلې خوا د وسله‌والو طالبانو له لوري شوو چاودنو دا کچه خورا لوړه کړه، چې تر ټولو خونړي بریدونه یې په کابل، پروان او زابل کې وشول او یوازې په دغو دریو چاودنو کې نژدې ۶۰ تنه ملکیان ووژل شول او شاوخوا ۱۷۰ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو دا مرګ ژوبله داسې مهال ده، چې له یوې خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې د امریکا د ولسمشر له لوري وځنډول شوې او له بلې خوا د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. د امریکا ولسمشر په کابل او پروان کې د طالبانو تازه بریدونو ته په اشارې یو ځل بیا وویل، چې که د طالبانو دا ډول بریدونه همداسې دوام وکړي، امریکا به له طالبانو سره د سولې خبرې ونه کړي. په بل اړخ بیا د افغانستان ولسمشر هم د حکومت له لوري د سولې هر ډول هڅې د ټاکنو له کبله ځنډولې دي. له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې اوسمهال د افغانستان حکومت ته د سولې په پرتله ټاکنې ارزښت لري.

افغان حکومت په یوه حساس پړاو کې، په ځانګړې توګه د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې، د امریکا او طالبانو د سولې خبرو لغوه کېدو خوښ کړی؛ خو دا په داسې حال کې ده چې د هېواد وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی او پر راروانو ولسمشریزو ټاکنو به هم پراخ منفي سیوری ولري. تازه د ګالوپ په نوم یوه نړیوال مرکز د څېړنې او سروې پایلو ښودلې، چې ۸۵ سلنه افغانان د راتلونکي په اړه نهیلي دي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړي خونړي وضعیت او په تېره د ملکي خلکو پراخې مرګ‌ژوبلې ته په کتلو ټینګار کوي، چې اوسمهال سوله او د روانې خونړۍ جګړې بندېدل د هېواد ستر لومړیتوب دی او د هېواد په اوسني وضعیت کې ټاکنې بې‌معنا او د سولې پر وړاندې د لا زیاتو خنډونو جوړوونکې دي. له همدې کبله پر نړیواله ټولنه او د افغان جګړې پر ښکېلو لورو غږ کوو، چې د خپل بشري مسؤولیت له مخې د سولې لپاره جدي هڅې وکړي.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپيــــــــــان
افغان ځواکونه ۴۱ افغان ځواکونه

۷

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۶۱ د دولت وسله‌وال مخالفین ۹
ملکي وګړي ۱۱۵ ملکي وګړي

۲۵۲

بهرني‌ ځواکونه

۱ بهرني‌ ځواکونه
مجموعه ۳۱۸ مجموعه

۲۶۸

ټول وژل شوي او ټپیان               ۵۸۶                      

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *