خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۶ – ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۶ – ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۱۸مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر له ۶مې تر ۱۲مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي له ۱۵مې تر ۲۱مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په دې اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه ۵۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۳۳۱ یې وژل شوي او ۲۰۲ نور ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، په دې اوونۍ کې د تېرې اوونۍ په پرتله د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه راټیټه شوې؛ خو بیا هم د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه وه. په دې اوونۍ کې بیا هم د هېواد په څو ولایتونو کې د ولسواليو په مرکزونو کې جګړې روانې وې، چې له کبله یې څو ولسوالۍ د لنډ وخت لپاره د طالبانو ولکې ته ورغلې او ځینې نورې ولسوالۍ بیا له څو کلونو وروسته د طالبانو له ولکې ووتلې.

په دې اوونۍ کې بیا هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ملکي خلکو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. په یوه برید کې د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې ۷ ملکیان ووژل شول، چې ۴ تنه یې د یوې کورنۍ غړي وو. د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم د دغې پېښې له کبله پر بهرنیو ځواکونو سختې نیوکې وکړې او د قربانیانو کورنیو ته یې د غرامت د ورکړې غوښتنه وکړه.

لاندې په راپور کې، په ترتیب سره د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د سپټمبر ۶مه:

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په برید کې ۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۳ سیمه‌ییز پولیس ټپیان شوي دي. د افغان ځواکونو درې پوستې هم طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

وسله‌والو طالبانو د فراه ولایت په مرکز کې د پولیسو د ګمارنې پر یوه مرکز برید کړی، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د اروزګان ولایت په کیزاب ولسوالۍ کې ۵ سیمه‌ییز پولیس د طالبانو په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوي دي.

د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی، چې په پایله کې یې ۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۷مه:

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو له څو ساعته نښتو وروسته، دغه ولسوالي د طالبانو ولکې ته ورغلې، چې په پایله کې یې ۴ افغان پوځیان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په پل ده قاضي سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته پرید کړی، چې په پایله کې یې ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. همدا راز د دغه ولایت په نوآباد سیمه کې هم ۲ غیرمسؤول وسله‌وال د خپلمنځي نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت د شیرین‌تګاب ولسوالۍ پر مرکز وسله‌والو طالبانو برید کړی، چې په پایله کې یې ۲ افغان پوځیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په هرات ولایت کې د ګډو عملیاتو پرمهال یو د ملي اردو سرتېری د ایټالوي ځواکونو لخوا وژل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د بادغېس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ پر یوه پوځي مرکز برید کړی، چې له کبله یې ۲ کمانډو پوځیان او ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۴ نور سیمه‌ییر پولیس ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۸مه:

د لوګر ولایت د ترافیکو مدیر د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.

د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ په کوتل سنګي کلي کې، وسله‌والو طالبانو د عامه ساتنې د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی، چې په پایله کې یې ۲ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې  وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر موټر برید کړی، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دی.

د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د سپټمبر ۹مه:

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوې، چې له کبله یې ۱۰ پولیس وژل شوي دي.

د کندز ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د کابل ښار د ترافیکو څلور لارې ته څېرمه د ګارنیزیون یو پوځي سرتېری د سنبلې ۱۸مې د نمانځونکو غیرمسؤولو وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د کندز ولایت د قعله‌ی زال ولسوالۍ پر مرکز برید کړی، چې په پایله کې یې ۴ د ملي اردو سرتېري، یو پولیس او یو سیمه‌يیز پولیس وژل شوي دي. وسله‌والو طالبانو له څو ساعته نښتې وروسته دا ولسوالي نیولې ده.

د بدخشان ولایت یمګان او وردوج ولسوالۍ له څو کلونو وروسته له وسله‌والو طالبانو نیول شوې دي، چې پر مهال یې ۴ افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۱۱مه:

د ننګرهار ولایت دویمې امنیتي حوزې ته څېرمه نامعلومو وسله‌والو د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی دی.

د سپټمبر۱۲مه:

د کابل  ولایت د چهار آسیاب ولسوالۍ په ریشخور سیمه کې، د کمانډو ځواکونو قراول مخ ته د موټر بم چاودنې په پایله کې ۴ کمانډو پوځیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان

ټول وژل شوي او ټپیان

ملي اردو ۲۳ ۱۶ ۳۹
پولیس ۳۶ ۲۰ ۵۶
مجموعه ۵۹ ۳۶ ۹۵

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د سپټمبر ۶مه:

د اروزګان ولایت په چهارچینو او دهراوود ولسوالیو کې، د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې ۴۴ طالبان وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو پر فراه ښار له څو خواوو بریدونه وکړل، چې له کبله یې په رامنځته شوو نښتو کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت په ارغنداب او شاجوی ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۷مه:

په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې په پایله کې، ۲۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې د افغان ځواکونو په چاڼيزو عملیاتو کې ۳ وسله‌وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په بهادرګي کلي کې، د افغان ځواکونو په خاصو عملیاتو کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۸مه:

د کابل- کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په آب‌بند ولسوالۍ کې، د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو د ګمرک ۴ مسؤول کسان وژل شوي دي.

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په نوشهر سیمه کې ۷ وسله‌وال طالبان د خپلو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۳۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ په کوتل سنګي سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او پولیسو په وسله‌واله نښته کې ۵ طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

د سپټمبر ۹مه:

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په چاه لیره سیمه کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې د وسله‌والو طالبانو نظامي ولسوال او ورسره ۶ نور وسله‌وال وژل شوي دي.

د سپټمبر ۱۰مه:

د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د فراه ولایت په پشت‌کوه ولسوالۍ کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې، ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت په آریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په خمت‌خېلو سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د سپټمبر ۱۱مه:

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې، د افغان ځواکونو په هوایي بریدیونو کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو  په چاڼیزو عملیاتو کې، ۳۱ وسله‌وال وژل شوي او  ۱۲ ټپییان شوی دي.

د سپټمبر۱۲مه:

د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په ساکه حوزه آباد او تیلیان سیمو کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

جدول : د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان

ټول وژل شوي او ټپيان

طالبان ۲۴۲ ۹۴ ۳۳۶
مجموعه ۲۴۲ ۹۴ ۳۳۶

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د سپتمبر ۷مه:

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو له څو ساعته نښتو وروسته په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې ته څېرمه په کمپنۍ سیمه کې د یوې چاودنې له کبله دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یوه هوایي برید له کبله ۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د پکتیا ولایت د محکمې یو قاضي په خپل کور کې د نامعلومو وسله‌والو لخوا وژل شوی دی.

د سپټمبر ۸مه:

د فاریاب ولایت په ګوسفنده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې یو ماشوم وژل شوی او ۵ ښځې ټپیانې شوې دي.

د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري په یوه کور د مرمۍ د لګېدو له کبله یو موټر چلوونکی وژل شوی او ۸ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په کندهار ښار کې ۲ ملکي وګړي د نامعلومو وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

په کندهار ښار کې یو ملا امام د ملي امنیت ځواکونو لومړی نیولی او وروسته د شکنجو له امله وژل شوی دی.

د سپټمبر ۹مه:

د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سلیم کاروان سیمې ته څېرمه، په ګلدان کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ په جوزرین سیمه کې، یوې بې‌پیلوټې الوتکې په سراچه ډوله موټر برید کړی، چې په پایله کې یې ۷ ملکي وګړي وژل شوي، چې څلور تنه یې د یوې کورنۍ غړي دي.

د ننګرهار ولایت، څلورمې ناحیې اړوند باختر روغتون ته څېرمه د ډاکتر نوروز شینواري په نوم مشهور ډاکتر په موټر پورې نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله نوموړی ډاکتر وژل شوی دی.

د سپټمبر ۱۰مه:

په بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د یوې چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د نامعلومو وسله‌والو په ډوز کې یو تن وژل شوی دی.

د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۷ ماشومان ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۱۱مه:

وسله‌والو طالبانو د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په پختو تنګي سیمه کې د ملا محمد آغا په نوم د یوې مدرسې مشر وژلی دی.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان

ټول وژل شوي او ټپيان

ملکي وګړي ۳۰ ۷۲ ۱۰۲
مجموعه ۳۰ ۷۲ ۱۰۲

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د دې اوونۍ راپور ښیي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د وږي له ۱۵مې تر ۲۱مې (د ۲۰۱۹م د سپټمبر له ۶مې تر ۱۲مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۵۳۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۳۳۱ پکې وژل شوي او ۲۰۲ نور هم ټپيان شوي دي.

دا اوونۍ که څه هم په مجموعي ډول خونړۍ وه؛ خو د تېرې اوونۍ په پرتله په دې اوونۍ کې د جګړې د ښکېلو لورو او ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې کموالی راغلی دی. په تېره اوونۍ کې ۲۱۰ افغان سرتېري وژل شوي وو، خو په دې اوونۍ کې دا مرګ‌ژوبله د تېرې اوونۍ په پرتله نژدې څلور چنده راکمه شوې ده او ټول ۵۹ افغان پوځیان وژل شوي دي. دغه راز په تېره اوونۍ کې ۲۹۲ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي وو، خو په دې اوونۍ کې بیا دا کچه هم د لږ کموالي ښودنه کوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټول ۲۴۲ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي. همدارنګه د ملکي خلکو په مرګ‌ژوبله کې هم کموالی راغلی دی. تېره اوونۍ د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۱۰۴ تنه و؛ خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره نژدې درې چنده راکمه شوې او ټول ۳۰ تنه ملکیان وژل شوي دي. خو په دې اوونۍ کې د ملکي خلکو ډېره مرګ‌ژوبله د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو له کبله وه.

په دې اوونۍ کې که څه هم د هېواد په څو ولایتونو کې د ولسواليو د نیولو لپاره د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې وې؛ خو د مرګ‌ژوبلې راپورونه یې نه دي ورکړل شوي. په فراه ولایت کې اناردره ولسوالي، په کندز ولایت کې دشت ارچي، قلعه‌ی زال او خان‌آباد ولسوالۍ، په تخار ولایت کې ینګي قلعه، په بدخشان ولایت کې وردوج او یمګان ولسوالۍ او داسې نورې ولسوالۍ د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې. ځکه نو په دې اوونۍ کې هم د تېرې اوونۍ په څېر جګړه په ښاري سیمو کې ګرمه وه.

که څه هم په دې اوونۍ کې په څو خونړیو جګړو کې افغان ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتل د افغان حکومت له لوري نه دی تایید شوي؛ خو په بل اړخ کې طالبانو ته بیا د درنې مرګ‌ژوبلې ادعاوې موجودې وې، چې تر ډېره په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د اوږدو خبرو اترو له لغوه کېدو سره تړاو ورکول کېږي.

له بلې خوا بیا که څه هم په دې اوونۍ کې ملکي وګړو ته د چاودنو له کبله د مرګ ژوبلې اوښتو کومه ستره پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو له بده مرغه د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې په څو ولایتونو کې ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. یوازې په میدان وردګو ولایت کې په دوو هوایي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي. د دغه ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې شوی برید د بې‌پیلوټه الوتکې په مرسته شوی، چې د یوې کورنۍ د ۴ غړو په ګډون پکې ۷ کسان وژل شوي دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا پېښه په کلکه غندلې او له افغان حکومت یې غوښتنه کړې، چې له بهرنیو ځواکونو په دې تړاو د وضاحت غوښتنه وکړي. که څه هم ناټو ځواکونو منلې چې په پېښه کې ملکیان وژل شوي؛ خو دا ډول پېښې او په هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي؛ خو لا یې هم عوامل څرګند نه دي.

دا چې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې اوږدې خبرې اترې په ناڅاپي ډول او له کوم موجه دلیل پرته د امریکا د ولسمشر له لوري لغوه اعلان شوې، له یوې خوا یې سملاسي د جګړې پر ډګر اغېزې کړې او په راتلونکو اوونیو کې به دا اغېزې لا ډېرې جوتې وي او له بلې خوا یې په پراخه کچه د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانانو هیلې مړاوې کړې دي. په داسې حال کې چې د جګړې شدت او نظامي فشارونو په تېرو ۱۸ کلونو کې هېڅ مثبته راسته راوړنه نه ده لرلې.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړي خونړي وضعیت او د افغانانو پراخې مرګ‌ژوبلې ته په کتلو، له افغان ښکېلو اړخونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې د روانې وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي او دا چې د دغه وضعیت د بدلون یوازېنۍ لاره سوله ده، ټول اړخونه د سولې بهیر د بیا پیل او لا مؤثریت لپاره هلې ځلې وکړي.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپیـــــــان

افغان ځواکونه ۵۹ افغان ځواکونه ۳۶
د دولت وسله‌وال مخالفین ۲۴۲ د دولت وسله‌وال مخالفین ۹۴
ملکي وګړي ۳۰ ملکي وګړي ۷۲
بهرني‌ ځواکونه بهرني‌ ځواکونه

مجموعه

۳۳۱ مجموعه ۲۰۲

ټول وژل شوي او ټپیان               ۵۳۳                      

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *