یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.
څېړونکی: حکمت الله ځلاند
مقدمه
تېره میاشت په بېلابېلو برخو کې د مهمو پېښو شاهدان وو. له یوې خوا له څو میاشتو اوږده کشمکش وروسته د ولسمشرۍ له ټاکنو راټوکېدلی جنجال پای ته ورسېد او له بلې خوا د سولې په ډګر کې هم پام وړ پرمختګونه ولیدل شول. د دې ترڅنګ که څه هم په دغه میاشت کې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو تلفات لوړ وو، خو د میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د دواړو لورو له خوا د کوچني اختر په مناسبت اوربند د افغانانو او نړیوالو له پراخ هرکلي سره مخ شو او د جګړې د تلفاتو کچه یې راکمه کړه.
سیاسي وضعیت
سیاسي جوړجاړی
د ۲۰۱۹م کال د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له کبله راټوکېدلی سیاسي کشمکش او جنجالونه له څو میاشتو وروسته د دوو مخکښو ټاکنیزو ډلو ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک سره پای ته ورسېدل. دغه هوکړه د روان ۲۰۲۰م کال د مې په ۱۷مه نېټه، د یو شمېر سیاسي مشرانو او چارواکو په حضور کې د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼې کې لاسلیک شوه.
مخینه – د ولسمشرۍ پر سر جنجال
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د فبروري په ۱۸مه (۲۰۲۰م) محمد اشرف غني، له ټاکنو شاوخوا پنځه میاشتې وروسته او له ګڼو جنجالونو وروسته د ټاکنو د ګټونکي نوماند په توګه اعلان کړ. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني ۵۰.۶۴ سلنه رایې چې د ټولو رایو مجموعه یې ۹۲۳۵۹۲ رایې کېږي، ګټلې وې. ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو له مخې، د ولسمشر غني ټاکنیز سیال ډاکتر عبدالله عبدالله د ټولو رایو ۳۹.۵۲ سلنه رایې ګټلې وې، چې د ټولو رایو مجموعه یې ۷۲۰۸۴۱ رایې کېږي. د یادولو وړ ده، چې په دغو ټاکنو کې ټولې څه باندې ۱.۸ ملیون رایې کارول شوې وې.
د ولسمشر په توګه د اشرف غني له اعلان وروسته، د هغه سیال ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې او د “همه شمول” حکومت د جوړولو اعلان یې وکړ. د ټاکنو د پایلې له اعلان درې اوونۍ وروسته د ولسمشر د لوړې د مراسمو په ورځ، ډاکتر عبدالله هم د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل. دغه وضعیت د هېواد سیاسي فضا کړکېچنه کړه او سیاسي کشمکش یې نور هم زیات کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دغه جنجال د ختمولو لپاره د مارچ به ۲۳مه کابل ته سفر وکړ، خو هڅو یې پایله نه لرله او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سملاسي د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله څخه ناخوښي څرګنده کړه. د دې ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۰ کال لپاره له افغانستان سره د یو ملیارد ډالره مرستې کمولو اعلان وکړ، کوم څه چې افغان سیاسیون تر فشار لاندې راوستل.
د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د جوړجاړي لپاره یو شمېر جهادي او سیاسي مشرانو هڅې پیل کړې او بالآخره پر دې وتوانېدل چې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ جوړه وکړي.
د هوکړه لیک مهم ټکي
د دغې سیاسي هوکړې له مخې، چې د اعتبار موده یې د اوسني حکومت تر پایه ده، پخوانی اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله ته د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس په توګه په حکومت کې ځای ورکړل شو. د هوکړې تر لاسلیک وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس ترمنځ د سیاسي توافق پر بنسټ، ډاکتر عبدالله عبدالله د تشریفاتو او پروتوکول له مخې د ملي روغې جوړې په مسایلو کې د هېواد دویمه درجه مقام لري.
د دغه توافق له مخې، ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې پروسې د رهبري کولو صلاحیت لري. نوموړی به د ملي مصالحې د عالي شورا غونډې رهبري کوي او د سولې د وزارت په شمول به د اړوندو اداري او اجرائي چارواکو او کارکوونکو د ګومارلو صلاحیت لري.
د دغه سیاسي توافق له مخې، ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې د عالي شورا د مشرۍ ترڅنګ په حکومت کې هم ۵۰ سلنه ونډه لري. ډاکتر عبدالله به د کلیدي وزارتونو په شمول د کابینې ۵۰ سلنه غړي معرفي کوي. توافق دا هم وایي چې د چارواکو عزل او تبدیل به هم د معرفي کوونکې ډلې له لوري ترسره کېږي، کوم څه چې د ملي یووالي حکومت په دوره کې یوه جنجالي قضیه وه.
د دغه سیاسي توافق یوه جنجالي ماده هم د ولسمشر اشرف غني پخواني مرستیال جنرال عبدالرشید دوستیم ته د مارشالۍ رتبه ورکول دي. جنرال عبدالرشید دوستم د ملي یووالي حکومت په دوره کې د ولسمشر لومړی مرستیال و، خو څه موده یې له هېواده بهر په ترکیه کې په سیاسي انزوا کې تېره کړه او له ولسمشر اشرف غني سره یې جدي سیاسي شخړې لرلې. نوموړي په تېرو ټاکنو کې له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ کړی و.
د دغه سیاسي توافق د تطبیق او له نقض کولو څخه د مخنیوي لپاره به د هېواد د سیاسي شخصیتونو د یوې شپږ کسیزې ډلې له لوري، چې په دغه جوړجاړي کې یې منځګړتوب کړی، ترسره کېږي.
د ۲۰۱۴ کال سیاسي توافق د ۲۰۲۰ کال له سیاسي توافق سره که څه هم تر ډېره ورته والی لری؛ خو ځینې توپیرونه هم لري. د بېلګې په توګه د ملي یووالي حکومت په دوره کې اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله د وزیرانو شورا غونډې رهبري کولې؛ خو اوس به ډاکتر عبدالله د کابینې د غونډو غړیتوب نه لري.
د سیاسي جوړجاړي پایلې او اغېزې
د دغه سیاسي توافق تر ټولو مهمه پایله به دا وي، چې د امریکا متحده ایالات به له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. په ځانګړې توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې له هوکړې سره سم به د طالبانو د بندیانو خوشي کېدل ګړندي شي او بین الافغاني خبرو اترو ته به لاره هواره شي. امریکا له طالبانو سره په لاسلیک کړي توافق کې ژمنه کړې، چې د بین الافغاني خبرو اترو تر پیل وړاندې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ۶۰۰۰ بندیان تبادله کېږي، چې ۵۰۰۰ پکې د طالبانو بندیان دي او ۱۰۰۰ تنه نور د حکومت اړوند بندیان دي. تر دې مخکې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک د تطبیق پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د افغان مشرانو ترمنځ سیاسي شخړې او کشمکش بلل کېده.
دغې سیاسي هوکړې په هېواد کې دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه هم له ځان سره لرل. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیزاد په خپله ټويټر پاڼه ولیکل: له یوې اوږدې مودې وروسته، ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله پر یوه داسې ټولشموله حکومت توافق کړی چې ډاکتر عبدالله به د سولې د بهیر مشري کوي. د دې مصلحت طرحې په تېرو لسو اوونیو کې شتون درلود. موږ د دې مصلحت هرکلی کوو او نوي حکومت ته بریا غواړو.
په بل اړخ کې که څه هم دغې هوکړې ټاکنیز جنجالونه ختم کړل؛ خو د ملي یووالي حکومت د دورې تجربې ته په کتلو سره به په دې دوره کې هم سیاسي جنجالونه وي. د حکومت ۵۰ سلنه وېش تر ټولو مهمه قضیه ده، چې پکې دغه سیاسي توافق د ملي یووالي حکومت له دورې سره بشپړ مشابهت لري. د ملي یووالي حکومت په دوره کې د حکومت ۵۰ سلنه وېش په ټوله دوره کې د دواړو مشرانو ترمنځ د جنجالونو او اختلافاتو اساسي سرچینه وه. اوسمهال وېره دا ده، چې د دواړو مشرانو ترمنځ د پخواني حکومت په څېر جنجالونه به تر ټولو ډېر د سولې پروسې ته ضربه ورسوي.
د دې ترڅنګ، د ۲۰۱۴ کال په څېر یو ځل بیا په ۲۰۲۰ کې دغسې سیاسي توافق په افغانستان کې د ټاکنو او ولسواکۍ پروسه هم یو ځل بیا تر سیوري لاندې راوسته او په راتلونکي کې یې پر ټاکنو د خلکو باور نور هم کم کړ. په ۲۰۱۴ کال کې د شوي توافق له کبله وه چې په ۲۰۱۹ کال کې تر دوه ملیونه کمې رایې وکارول شوې. دغه توافق یو ځل بیا دا باور پیاوړی کړ، چې د حکومت په جوړولو کې د خلکو رایو نه، بلکې سیاسي جوړجاړی ټاکونکی رول لري.
د سولې بهیر
د امریکا-طالبانو د هوکړې تطبیق
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې هوکړه لیک په پراخه کچه په افغانستان کې سولې ته زمینه برابره کړې ده؛ خو په ورته وخت کې د دغې هوکړې پرضد بېلابېلې هڅې هم شته دي. ځینې کړۍ په افغانستان کې هم هڅه کوي، چې دا هوکړه وننګوي او زیات شمېر کړۍ په امریکا کې هم هڅه کوي، چې دا هوکړه ناسمه وښيي. د دغې هوکړې تر لاسلیک وروسته د جګړې په ډګر کې روان تاوتریخوالی هغه قضیه وه چې د افغانستان د حکومت ځینو ارګانونو په منظم ډول منعکسوله. دوی ډېر ځله ادعا وکړه چې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی.
د مې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دولت د وسلهوالو مخالفینو په بریدونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ملکي وکړو ته مرګژوبله اوښتې، چې پهکې ۳۸۷ وژل شوي او ۵۹۰ نور ټپیان شوي. طالبانو بیا د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې او په یوه خپاره کړي راپور کې یې ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د امریکایي او افغان ځواکونو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱۱ تنه ملکیان وژل شوي او ۲۰۵ نور ټپيان شوي دي. په وروستیو څو اوونیو کې د افغان حکومت امنیتي ادارې په منظم ډول د طالبانو له لوري د ملکي خلکو د وژل کېدو په تړاو څرګندونې کوي. د چارو څارونکي په دې اند دي، چې دا هڅې پر طالبانو د نړیوالو فشارونو لپاره دي، ترڅو داسې وښيي چې طالبان په قطر کې له امریکایانو سره کړي توافق ته ژمن نه دي.
له دغه وضعیت سره هممهاله د مې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو د مشرتابه له سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا برادر سره وکتل او د بندیانو د خلاصون او بین الافغاني خبرو اترو د پیل په اړه یې خبرې وکړې. زلمي خلیلزاد په تېرو دوو میاشتو کې هڅه کړې، چې د سولې له هوکړې څخه د طالبانو د سرغړونو په اړه خپرېدونکي راپورونه رد کړي، ترڅو دغه هوکړه لیک له ماتې سره مخ نه شي.
د دې ترڅنګ ملګرو ملتونو د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري، کوم څه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافق خلاف دي. طالبانو د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړ او ټینګار یې وکړ، چې دوی په قطر کې له امریکايي لوري سره لاسلیک کړي توافق ته ژمن دي او هغه عملي کوي.
په بل اړخ کې روسیې هم د مې میاشتې په ۱۳مه د امریکا-طالبانو د وروستي تړون پلي کولو کې مرستې ته چمتووالی وښود. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له امریکا سره به د فبرورۍ د ۲۹مې تړون د تطبیق په لاره کې د خنډونو په لیرې کولو کې به مرسته وکړي.
د کوچني اختر اوربند او د بندیانو تبادله
د مې میاشتې وروستۍ اوونۍ کې د جګړې د مرګ ژوبلې کچه په څرګند ډول راټیټه شوه، چې لامل یې د کوچني اختر په ورځو کې د دواړو لورو له خوا اوربند او ورپسې د تاوتریخوالي د کمښت دوام دی. د روژې په وروستۍ ورځ وسلهوالو طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړ او ترې وروسته افغان حکومت هم نه یوازې دا چې اوربند اعلان کړ، بلکې د ۲۰۰۰ بندیانو د سملاسي خوشي کېدو اعلان یې هم وکړ. د اختر په ورځو کې دغه اوربند په بشپړ ډول عملي شو؛ خو په څو پېښو کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوو ماینونو د چاودنو له کبله بیا هم ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته. همدا راز د اوربند له ورځو مخکې او وروسته د ملکي خلکو پر کورونو د افغان ځواکونو له لوري د ډي سي توپونو د بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
بېلابېلو کورنیو او بهرنیو لورو د اختر په ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت د اوربند پرېکړه په پراخ ډول وستایله او له دواړو لورو یې وغوښتل چې اوربند وغځوي. افغان حکومت د اوربند غځولو چمتووالی وښود؛ خو که څه هم طالبانو رسما د اوربند غځولو په اړه څه ونه ویل؛ مګر د اوربند د پای ته رسېدو په اړه یې هم خاموشي اختیار کړه او په ټوله کې د تاوتریخوالي کمښت دوام وکړ. دغه اورکم او د دواړو لورو له خوا په زیات شمېر بندیانو خوشي کولو د سولې هڅې ګړندۍ کړې او په پراخه کچه یې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل هیلې راوټوکولې. همدا لامل و، چې د طالبانو یو تخنیکي ټیم هم کابل ته راغی، ترڅو له افغان حکومت سره د دواړو لورو د بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې اترې وکړي.
بین الافغاني خبرې اترې
دا چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې د شوي توافق له مخې د بین الافغاني خبرو اترو تر پیل وړاندې د ۶۰۰۰ بندیانو تبادله د شرط په توګه د دواړو لورو له خوا منل شوې، ځکه نو چې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ همدا قضه وه. افغان حکومت په لومړیو کې نه منله چې ګواکې دوی به د بین الافغاني خبرو اترو وړاندې ۵۰۰۰ بندیان خوشي کړي؛ خو اوس داسې ښکاري چې دا پروسه ډېره مخته تللې او داسې هیلې یې راټوکولې دي، چې دا خنډ ورو ورو له منځه تلونکی دی.
د دې ترڅنګ، د ولسمشرۍ د ټاکنو له کبله راپورته شوي جنجال له هواري سره د بین الافغاني خبرو اترو پیل ته هم پراخې هیلې راوټوکېدې. د افغان حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله هم په خپل لومړني مطبوعاتي کنفرانس کې په نژدې راتلونکي کې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل خبر وکړ. د ځینو سرچینو له قوله، طالبانو له حکومتي لوري سره د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په اړه لومړنی تفاهم کړی او تمه ده چې په نژدې راتلونکي کې به د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره رسمي ګامونه اوچت شي.
ډېری افغانان او د وضعیت څارونکي په دې اند دي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو مسؤولیت جوړېږي، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي قضیې سره مسؤولانه چلند وکړي.
د امنیتي وضعیت تحلیل
که څه هم د مې میاشت هم د افغان ځواکونو، طالبانو او ملکي خلکو لپاره یوه خونړۍ میاشت وه؛ خو د دغې میاشتې په وروستیو کې د کوچني اختر په مناسبت د دواړو لورو اوربند د تلفاتو کچه راکمه کړه او په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شو. د اختر له دریو ورځو اوربند وروسته د تاوتریخوالي د کمښت دوام هم هغه څه وو، چې هم یې سولې ته هیلې راوټوکولې او هم یې د جګړې په ډګر کې تلفات کم کړي دي.
سترې امنیتي پېښې
د مې میاشتې په ۱۲مه نېټه پلازمېنه کابل او ختیځ ولایت ننګرهار د زړه بوږنوونکو پېښو شاهدان وو. په دغو دوو پېښو کې تر ۵۵ زیات بېګناه ملکي وګړي ووژل شول او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شول. لومړی پېښه د کابل ښار په برچي سمه کې د بېپولې ډاکټرانو پر یوه سل بستریز روغتون ډلهییز برید و، چې په پایله کې یې میندې او نوي زیږېدلي ماشومان ووژل شول. په همدې ورځ بله پېښه هم د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې د مراسمو پر مهال خونړۍ چاودنه وه، چې له کبله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دغو دواړو بریدونو پړه کوم چا په غاړه وانه خیسته. که څه هم د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون د افغان حکومت بېلابېلو ارګانونو د دغو پېښو پړه پر وسلهوالو طالبانو واچوله او لږ تر لږه یې طالبان دغه وضعیت ته د زمینې پر برابرولو تورن کړل؛ خو د طالبانو ویاند د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره نه یوازې دغه بریدونه رد کړل او ویې غندل، بلکې ادعا یې وکړه چې دغه بریدونه له حکومت سره د تړلو کړیو له لوري شوي او حکومت په همدې پلمه د تهاجمي عملیاتو اعلان ته زمینه برابره کړه. ولسمشر غني له دغو بریدونو وروسته په یوه بیان کې افغان ځواکونو ته د تهاجمي عملیاتو امر وکړ.
دغه بریدونه په هېواد کې دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شول. په دې تړاو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي چې د متحده ایالاتو د حکومت موندنې او ارزونې ښيي چې دغه بریدونه داعش ډلې کړي او دا ډله لا هم د افغانستان او نړۍ لپاره د یو جدي ګواښ په توګه مطرح ده. نوموړي ویلي، چې داعش هڅه کوي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د توافق مخه ونیسي او افغانان باید د سولې پر وړاندې د خنډونو جوړولو پر ځای د سولې له شته تاریخي فرصت څخه سمه ګټه واخلي.
له بله پلوه د دغو مرموزو بریدونو ترڅنګ، د حکومتي ځواکونو په بمباریو او بریدونو کې هم ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل شول. د بېلګې په توګه د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په غونډان سیمه کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې هم ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه خپره کړې اعلامیه کې په بلخ ولایت کې پر اوښتې ملکي مرګ ژوبله خواشني څرګنده کړه او له افغان حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې د هوایي بریدونو او درنو وسلو د بریدونو پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.
تلفات
مې میاشت د افغان ځواکونو، د دولت وسله والو مخالفینو او ملکي خلکو لپاره د روان مېلادي کال یوه خونړۍ میاشت وه. که څه هم په دې میاشت کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د نړیوالو له لوري په پرله پسې ډول له طالبانو او افغان حکومت څخه د اوربند غوښتنه کېدله. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د کرونا وبا د خپرېدو له امله په ټوله نړۍ کې د افغانستان په ګډون د جګړو د ښکېلو ډلو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه، چې د ده په وینا ۱۶ وسله والو ډلو یې غوښتنه ومنله؛ خو پر طالبانو یې نیوکه کړې وه، چې جګړه یې لا ډېره ګرمه کړه. همدا راز افغان حکومت هم له طالبانو څو ځله وغوښتل چې له کرونا سره د مبارزې په مخ کې د خنډونو له منځه وړولو لپاره اوربند وکړي؛ خو طالبانو د افغان حکومت له لوري د اوربند غوښتنه د دوی په وینا، د بندیانو نه خوشي کولو او د سولې د خبرو اترو پر وړاندې خنډونو جوړولو له کبله رد کړه.
که څه هم د مې میاشتې تر وروستۍ اوونۍ او د کوچني اختر تر رارسېدو پورې اوربند ونه شو؛ خو د کوچني اختر په دریو وررځو (مې ۲۴-۲۷) نه یوازې دا چې اوربند وشو، بلکې ترې وروسته هم په نااعلان شوې بڼه د تاوتریخوالي کمښت دوام وکړ، چې په څرګند ډول یې د جګړې مرګ ژوبله راښکته کړه. یوناما په افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال په لمړیو ۳ میاشتو کې د ملکي خلکو د مرګژوبلې راپور خپور کړی، چې له مخې یې د فبروري په وروستیو کې د اورکم د رامنځته کېدو له امله د ملکیانو مرګژوبله د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ سلنه کمه وه او له ۲۰۱۲ کال راهیسې د کال د لومړي ربعې تر ټولو ټیټه شمیره وه.
له دې سره سره، د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز د جګړې د مرګ ژوبلې اوونیزو راپورونو د شمېرو له مخې، په دې میاشت کې د ټول هېواد په کچه تر ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل شول او شاوخوا ۹۵۰ نور ټپیان شول، چې ډېره مرګ ژوبله پکې طالبانو او بیا ورپسې په ترتیب سره حکومتي ځواکونو او ملکي وګړو ته واوښته.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې سیګار هم په مې میاشت کې وویل، چې د روان کال په لومړیو دریېو میاشتو کې په افغانستان کې اووه تنه امریکایي سرتیري هم وژل شوي چې درې تنه یې په غیر نظامي پيښو کې وژل شوي؛ خو په مې میاشت کې د امریکایي ځواکونو د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
جدول: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګژوبله (مې ۲۰۲۰م)
نوم | وژل شـــــوي | نوم | ټپیــــــــان |
افغان ځواکونه | ۳۸۰ | افغان ځواکونه | ۲۹۵ |
د دولت وسلهوال مخالفین | ۶۱۵ | د دولت وسلهوال مخالفین | ۲۷۱ |
ملکي وګړي | ۲۰۸ | ملکي وګړي | ۳۷۹ |
بهرني ځواکونه | ـ | بهرني ځواکونه | ـ |
مجموعه | ۱۲۰۳ | مجموعه | ۹۴۵ |
ټول وژل شوي او ټپیان ۲۱۴۸ |
پای