خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۵ –۱۱ جون ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۵ –۱۱ جون ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۵۷

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته  کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د جون له ۵مې د تر ۱۱مې (د ۱۳۹۹ لمریز کال د غبرګولي له ۱۶مې تر ۲۲مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۱۵۸ تنه وژل شوي او ۶۷ نور هم ټپیان شوي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۱۹۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۲۲۵ تنه وژل شوي او ټپيان شوي.

د دې اوونۍ په مرګ‌ژوبله کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په بدخشان او زابل ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ امنیتي سرتېري وژل شوي.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله ټيته شوې. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په میدان وردګو او سرپل ولایتونو کې وشوې، چې ۷ تنه ملکي وګړي پکې پکې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي.

په بل اړخ کې بیا د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله د لوړوالي ښودنه کوي. طالب جنګیالیو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله په زابل، فراه او کونړ ولایتونو کې اوښتې، چې شاوخوا ۴۴ وسله‌وال طالبان پکې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جون ۵مه:

د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ په درخان سیمه کې د سیمه‌يیزو پولیسو د قوماندان پر موټر د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې د سیمه‌ییزو پولیسو د قوماندان په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ په قُلک سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د تخار ولایت د مردیان او منګجیک ولسوالیو ترمنځ سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ سرحدي پولیس وژل شوي او  ۳ د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت په مرکز تالقانو ښار کې یو پولیس د وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

د جون ۶مه:

د کابل ولایت په ګلدره ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مقبلو دره کې د پولیسو پر یوه هاموې موټر د سړک ترغاړې ماین چاودنه کې ۲ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی او ۲ ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې ۲ پولیس ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په کرم خېلو سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي دي.

د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو بریدګرو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي دي.

د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي دي.

د جون ۷مه:

د کاپیسا ولایت د مرکز په کره تاز سیمه کې د لویې لارې د قطعې قوماندان او ساتونکی یې د ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ پولیس ټپیان شوي دي.

د جون ۸مه:

وسله‌والو طالبانو د کندز-تخار پر لویه لاره یو امنیتي سرتېری چې خپل کور ته روان و، له موټره ښکته کړی او وژلی دی.

د جون ۹مه:

د بلخ ولایت د شورتېپې د ولسوال پر موټر د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه، چې د سیمه‌ییزو پولیسو د قوماندان په ګډون ۴ پولیس وژل شوي دي.

د پروان ولایت د غوربند درې په شینوارو ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی دی.

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د جون ۱۰مه:

د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو پولیس د یوه وسله‌وال بریدګر په برید کې ووژل شو.

د ډایکنډي ولایت د کجران ولسوالۍ په ناوه رود سیمه کې د پولیسو جنايي آمر له دوو نورو پولیسو سره په یوه برید کې ووژل شو.

د جون ۱۱مه:

د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د پکتیکا ولایت د بکي‌خېلو امنیه قوماندان د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوی او ۳ نور پولیس ټپیان شوي دي.

د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ يه شابدین سیمه کې د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو پولیس وژل شوی دی.

د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه ناپېژاند وسله‌وال په برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر شوي ماین په چاودنه کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی ۴ نور ټپیان شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي امنیت ۱ ۲

۳

پولیس

۵۶ ۱۶ ۷۲
ملي اردو ۳ ۸

۱۱

مجموعه

۶۰ ۲۶

۸۶

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د جون ۵مه:

د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ په درخان سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په جلدک سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

په فراه ولایت کې په یوه هوايي برید کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۶مه:

د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۷مه:

د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې ۴ وسله‌والو طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د جون ۸مه:

د بدحشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او د دولت د وسله‌والو مخالفینو ترمنځ په وسله‌‌واله نښته کې ۷ وسله‌وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۱۱مه:

د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ يه شابدین سیمه کې د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په نښته کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی دی.

د پکتیکا ولایت په بکي‌خېلو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۷۵ ۲۳

۹۸

مجموعه

۷۵ ۲۳

۹۸

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جون ۶مه:

د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د دشت ټوپ او السنګ سیمو ترمنځ سیمه کې د وسله‌والو کسانو په برید کې ۴ ملکي وګړي، چې د یوې کورنۍ غړي وو، وژل شوي دي.

د سرپل ولایت د مرکز سیدآباد عربیه سیمه کې وسله‌والو کسانو پر یوه ملکي کور برید وکړ، چې له کبله یې یو سړی او یوه ښځه وژل شوي او یوه بله ښځه ټپي شوې ده.

وسله‌والو کسانو په سرپل ولایت کې د ملکي وګړو پر یوه موټر ډزې وکړې، چې له کبله یې ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی د وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جون ۷مه:

د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د وسله‌والو بریدګرو په برید کې دوې خویندې وژل شوي دي.

د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو په وسله‌واله نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د جون ۸مه:

د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ په سید قلعه سیمه کې د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو دریالس کلن ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د لغمان ولایت د مهترلام ښار په قلعه دامان سیمه کې یو ملکي وګړی د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د جون ۹مه:

د بلخ ولایت د شورتېپې ولسوالۍ ولسوال چې مزار شریف ته روان و، د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په چوني کلي کې د مشرانو جرګې پخوانی غړی د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو د ملکي وګړو پر موټر ډزې وکړې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ په عبدالرووف کلا سیمه کې یو سپین ږیری سړی د افغان ځواکونو په ډزو کې ووژل شو. د دغې پېښې په غبرګون کې راوتلو لاریونوالو هم افغان ځواکونو ډزې وکړې چې له کبله یې یو بل کس ووژل شو او ۸ نور ټپیان شول.

د جون ۱۰مه:

د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۱۱مه:

د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په رحمان مېنه سیمه کې د یوه نښلول شوي ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۲۳ ۱۸

۴۱

مجموعه

۲۳ ۱۸

۴۱

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۹ کال د غبرګولي له ۱۶مې تر ۲۲مې (د ۲۰۲۰م د جون له ۵مې تر ۱۱مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۲۲۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۱۵۸ تنه پکې وژل شوي او ۶۷ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې. په تېره اوونۍ کې ۳۱ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ټول ۶۰ افغان سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې. تېره اوونۍ ۳۶ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې ۷۵ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا په دې اوونۍ کې د تېرې اوونۍ په پرتله د ټيټوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۴۰ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۲۳ تنو ته ټيټه شوې (جدول-۴).

دا اوونۍ که څه هم د مرګ ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې؛ خو د ملکیانو مرګ ژوبله بیا د تېرې اوونۍ خلاف دا اوونۍ کمه ده. تېره اوونۍ تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې وه. ملکي وګړي د روانې جګړې عمده قربانیان دي. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په افغان جګړه کې څه باندې ۳۵۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. همدا راز دغې ادارې په افغان جګړه کې د امریکايي وژل شوو سرتېرو شمېر هم خپور کړی، چې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې ټول ۲۴۳۹ امریکايي سرتېري او کارکوونکي وژل شوي او ۲۰۶۶۳ نور ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلي چې د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې هم ۷ امریکايي سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي، چې درې تنه یې په غیرنظامي پېښو کې وژل شوي دي.

له بله پلوه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویترپاڼه لیکلي، چې په دې اوونۍ کې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۰۷ تنه افغان ځواکونه د وسله‌والو طالبانو له زندانونو څخه خوشې شوي دي. په یوه جلا اقدام کې هغه ۳۰ تنه سرتېري هم د حسن نیت په منظور بېرته خوشي شول چې په دې وروستیو کې په غزني ولایت کې نیول شوي وو. همدا راز سهیل شاهین ویلي کله چې د ۵۰۰۰ بندیانو پروسه بشپړه شي، دوی چمتو دي چې د یوې اوونۍ په دننه کې بین الافغاني خبرې اترې پیل کړي. افغان حکومت تېره اووونۍ اعلان وکړ چې د دوی له اړخه د ۳۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو پروسه بشپړه شوه. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر او ورسره پلاوي یې هم دا اوونۍ له زلمي خلیلزاد، جنرال میلر او مل پلاوي سره وکتل او بندیانو د خلاصون پروسې پر چټکېدو او بین الافغاني خبرو د پیل په اړه یې بحث وکړ. ویل کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ د بین الافغاني خبرو اترو د ځای او نېټې په اړه خبرې روانې دي او داسې هیلې شته دي، چې ډېر ژر به بین الافغاني خبرې پیل شي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته جدي پام واړوي او له دغې ملي قضیې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۶۰ افغان ځواکونه

۲۶

د دولت وسله‌وال مخالفین

۷۵ د دولت وسله‌وال مخالفین ۲۳
ملکي وګړي ۲۳ ملکي وګړي

۱۸

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۱۵۸ مجموعه

۶۷

ټول وژل شوي او ټپیان         ۲۲۵             

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *