لیکوال: عبدالباري کبیري
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې په دې وروستیو کې پیل شوې او ان د رسمي خبرو اترو له پیل وړاندې له ورایه څرګنده ده چې دغه پروسه خورا پېچلې ده. موږ ولیدل چې د دواړو لورو لهخوا د روانې شخړې، تاریخي حقیقتونو او د سولې پروسې لپاره د یوه قانوني میکانیزم د تعریفولو هڅه هم له جدي اختلافاتو سره مل وه. که څه هم له خبرو اترو وړاندې پړاو کې د دا ډول تفاهم ترلاسه کېدل تر یوه بریده ستونزمنه چاره هم ده او په اړه یې بحثونه ښایي پر بنسټیزو موضوعاتو د بحثونو د ځنډ لامل شي.
د سولې د خبرو اترو له پرمختګ سره به د بېلابېلو لوبغاړو اجماع ته اړتیا وي ترڅو دا پروسه په سم ډول مخته ولاړه شي. کورني لوبغاړي لکه حکومت، طالبان، ملېشې، سیاسي احزاب او مدني ټولنه به پر پایلو د اقناع اړتیا ولري. په بل اړخ کې سیمهییز او نړیوال لوبغاړي لکه د امریکا متحده ایالات او متحدین یې، ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم باید له وروستۍ پایلې سره موافق وي. سره له دې چې د جګړې په ډګر کې اصلي لوري چې جګړې ته دوام ورکولی شي، اوس یوازې په دوو لورو –حکومت او طالبانو- پورې محدود شوي دي. دا چاره افغانانو ته دا هیله وربښي چې د سولې پروسې پېچلتیا به اوسمهال کمه وي؛ خو که دواړه لوري د ملت ګټې له خپلو ګټو قربان نه کړي. په ټوله کې د افغان جګړې پای ته رسېدل او په سیمه کې سوله او ثبات هم د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او ټولې نړۍ په ګټه دی او هم به افغانانو ته د پرمختګ او سوکاله ژوند زمینه برابره کړي.
د افغان حکومت او طالبانو په شمول ټول لوري له روانې جګړې ستړي دي او له سوله ییزې لارې د روانې شخړې حل غواړي. له دې کبله، اوسمهال په پراخه کچه داسې هیلې شته دي چې د قطر په دوحه کې پیل شوې بین الافغاني خبرې اترې به دوام وکړي او هیله دا ده چې یوې پایلې ته به هم ورسېږي. که څه هم د جګړې په ډګر کې شته تاوتریخوالي او پر یو بل بریدونو ته په کتلو، تر یوه بریده ستونزمنه ده چې داسې څه په آسانۍ ترلاسه شي. دلته غواړم پر څلورو هغو بنسټیزو عواملو رڼا واچوم، چې د سولې د خبرو پر بریالي کېدو اغېزې لري:
د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځته کېدل: د باور جوړول د سولې په پروسو او د شخړو په هواري کې په ځانګړې توګه په کورنیو جګړو کې خورا مهم دی. خو په دا ډول وضعیت او شرایطو کې دا یوه ستونزمنه چاره هم ده چې تاوتریخوالي ټولنیز نورمونه او ملي یووالی زیانمن کړی وي او د ښکېلو لورو ترمنځ د باور فضا موجوده نه وي. په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په کتلو سره روښانه ده، چې د جګړې د دواړو لورو او نورو ښکېلو ډلو ترمنځ پوره بې باوري شته ده. د دې بې باورۍ جرړې هغو جګړو ته رسېږي، چې پکې ګڼې وسله والې ډلې له یو بل سره جنګېدلې او ډېر کله یې د وخت په تېرېدو سره خپل دریځونه بدل کړي دي. یو شمېر غیردولتي لوبغاړي احساس کوي چې د سولې په خبرو اترو کې څنډې ته شوي او دا د هېواد په راتلونکو سیاسي ترتیباتو کې د دوی د څنډې ته کولو په معنا دي. په دې تړاو که څه هم یو ستر شمېر بندیان د ښه نیت په توګه د دواړو لورو له خوا خوشي شول؛ خو د حکومت له لوري د اوربند غوښتنه د طالبانو له خوا رد شوه، چې په وینا یې جګړه به یوازې هغه مهال درېږي چې د روانې شخړې د اساسي عواملو پر سر هوکړې ته سره ورسېږي.
واقعبینانه غوښتنې: د سولې د خبرو له پرمختګ سره به د دواړو لورو غوښتنې روښانه شي. که څه هم دواړه لوري باید خبر وی چې غوښتنې يې باید واقعبینانه وي، ترڅو جګړه پای ته ورسېږي. اوسمهال داسې ښکاري چې نه حکومت او نه هم طالبان د سولې په خبرو کې ماتې منلو ته تیار دي. افغان حکومت که څه هم د هېواد پر خاوره له محدود کنټرول او ځینو اساسي داخلي نیمګړتیاوو سره مخ دی، خو د نړیوالې ټولنې له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی او په ښه ډول مخته ځي. له دې کبله داسې ښکاري چې افغان حکومت به پر خپلو اساسي ارزښتونو، بنسټونو او آزادیو د طالبانو پر وړاندې له جدي مخالفتونو پرته په آسانۍ جوړجاړی ونه کړي. په بل اړخ کې بیا طالبان چې د هېواد تر نیمایي ډېره خاوره یې تر کنټرول لاندې ده، د زور او فشار له لارې به شاتګ ونه کړي، په ځانګړې توګه کله چې د یو زیات شمېر بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال دا کار ممکن نه شو.
نړیوال ملاتړ: په نړیواله کچه د بین الافغاني خبرو اترو پراخ دیپلوماتیک ملاتړ شته دی. د بین الافغاني خبرو اترو افتتاحیه غونډه د ګڼ شمېر دیپلوماتانو په حضور کې جوړه شوه او تر ډېره اوس دا باور موجود دی، چې په افغانستان کې سوله به د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو ګټې هم خوندي کړي. افغان جګړه له څلورو لسیزو زیاتې مودې راهیسې د مستقیمې او غیر مستقیمې بهرنۍ مداخلې سره روانه ده، چې په پایله کې یې افغانان سخت ځپل شوي او هېواد له پرمختګ څخه وروسته پاتې دی. په افغانستان کې جګړه او بې ثباتې همدا راز د سیمې د پرمختګ ورو کېدو لامل هم شوه او په سیمه کې د ۴۰ کاله وړاندې په پرتله زیات تهدیدونه شته دي. سره له دې چې افغانان باید د اوسني نړیوال ملاتړ په اړه خوشبین وي؛ خو بیا به هم د خبرو اترو دوام روښانه کړي چې آیا سیمه ییزو هېوادونه او نړیواله ټولنه به د جګړې په پای ته رسولو کې څومره مرسته وکړي.
د منځګړو رول: اوسمهال د افغانستان د سولې په پروسه کې د منځګړو رول د بل هر وخت په پرتله مهم دی. منځګړي د دغو خبرو د درېدو پر مهال د خپلې مداخلې له لارې کولی شي، دا پروسه بېرته چټکه کړي. افغانان له روانې جګړې ستړي شوي دي. هره ورځ جګړه د افغان ملت مړژواندی بدن نور هم کمزوری کوي، لا ډېر افغانان به وژل کېږي او لا ډېر به بې کوره کېږي. منځګړي همدا راز په تخنیکي مسایلو کې مرسته کولی شي او د دواړو لورو ترمنځ د واټن راکمولو لپاره عملي ګامونه او بدیلې حل لارې وړاندیز کولی شي. قطر هېواد هم د دغو خبرو اترو د کوربه هېواد په توګه د ګڼ شمېر استازو او ادارو کوربه دی ترڅو د دغې پروسې ملاتړ وکړي. که څه هم پر دې توافق شوی چې بین الافغاني خبرې اترې به د افغانانو په مالکیت او مشرۍ ترسره کېږي، کوم څه چې د بهرنیو هېوادونو او غیردولتي سازمانونو رول محدودوي؛ خو بیا هم افغان شخصیتونو او بنسټونو ته فرصت شته دی چې په دې تړاو خپل رول ولوبوي.
پای