یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.
مقدمه
په اکتوبر میاشت کې له یوې خوا په سیاسي ډګر کې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په تړاو کوم څرګند پرمختګ ونه لیدل شو او له بلې خوا پکې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوه. په سیاسي برخه کې، افغان ولسمشر له څو میاشتني ځنډ وروسته خپله کابینه ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو لپاره معرفي کړه او ترڅنګ یې له پاکستان سره په اړیکو کې دغه هېواد ته د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله او بیا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سفرونو شاهدان وو. دا چې په سپټمبر میاشت کې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو اترو پیل شوی لومړی پړاو پای ته ونه رسېد او دا پروسه له بن بست سره مخ شوه، په اکتوبر میاشت کې د دغه بن بست د ماتولو لپاره ځینې هڅې هم وشوې او هم ولسمشر غني قطر ته رسمي سفر وکړ. به بل اړخ کې بیا اکتوبر میاشت د افغانانو لپاره یو ځل بیا خونړۍ وه او له کبله یې لا هم د جګړې د دواړو لورو ترمنځ توند جنګي ادبیات کارول کېږي، چې د دواړو لورو ترمنځ د واټن لا زیاتېدو ته یې هم زمینه برابره کړې ده. د تاوتریخوالي د لوړې کچې له کبله، د طالبانو او امریکا ترمنځ هم بې باوري رامنځته شوه او داسې اندېښنې راوټوکېدې، چې ښایي دا وضعیت د امریکا-طالبانو د تړون د لغوه کېدو بحثونه راپورته کړي؛ خو بیا هم دواړه لوري د نومبر په ۳مه په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته منتظر دي، چې ښایي د افغانستان پر سولې پروسه هم ښکاره اغېزې ولري. د دغو او نورو موضوعاتو تفصیل په لاندې برخو کې لولئ.
سیاسي وضعیت
د کابینې تشکیل
ولسمشر اشرف غني د اکتوبر په ۲۱مه نېټه ۲۳ تنه نوماند وزیران او رییسان، له ولسي جرګې څخه د باور رایې اخیستلو لپاره دغې جرګې ته وروپېژندل. په دې ډله کې ۱۹ تنه یې نوماند وزیران او څلور نور یې د مهمو ادارو رییسان دي. تر دې مخکې ولسي جرګې څو ځله له حکومت څخه غوښتي وو، چې نوماند وزیران د باور رایې اخیستلو لپاره دغې جرګې ته معرفي کړي او دې چارې په یو ډول د پارلمان او حکومت ترمنځ بې باوریو ته هم لاره هواره کړې وه.
ولسمشر اشرف غني کابو اووه میاشتې وړاندې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه؛ خو د سیاسي جنجالونو د هواري په موخه د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لیک د مې په ۱۷مه لاسلیک شو. کابو پنځه میاشتې وروسته اوس نوماند وزیران د باور رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژندل شول. دغه ځنډ هم بېلابېل لاملونه لرل. تر ټولو مهم لامل یې د حکومت د تشکیل سیاسي هوکړه وه، چې له کبله یې د ولسمشر او د مصالحې د عالي شورا د رئیس ترمنځ د نوماند وزیرانو او ځینو نورو مسائلو پر سر اختلافات موجود وو. د ځینو سرچینو له قوله، ولسمشر اشرف غني د ډاکتر عبدالله له لوري له معرفي شوو ځینو نوماند وزیرانو سره موافقه نه کوله او د ولسمشر ویاند هم په یوه خبري غونډه کې دغه ټکي ته اشاره کړې وه. د دې ترڅنګ، د امریکا-طالبانو د هوکړې له مخې د طالب بندیانو خوشي کولو بهیر او بین الافغاني مذاکراتو ته چمتوالی هم د دې لامل شوی و، چې د حکومت ډېره توجه هغه لوري ته شي.
که څه هم اوسمهال ظاهرا د نوماند وزیرانو پر سر اختلافات پای ته رسېدلي او د کابینې غړي د باور رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي شول؛ خو بیا هم داسې برېښي چې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د حکومت ۵۰ – ۵۰ سلنه وېش به په راتلونکي کې هم د داخلي اختلافاتو یوه مهمه سرچینه وي. ښایي ولسي جرګه یو شمېر نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورنه کړي او بیا هم د نورو نوماند وزیرانو د معرفي کولو په پروسه کې د اختلافاتو احتمال شته دی؛ خو تېرې تجربې ته په کتلو سره ښایي هغه وزارتونه به چې اړوند وزیران یې له ولسي جرګې د باور رایه نه شي اخیستلی، د سرپرستانو له لوري اداره شي؛ ځکه د ملي یووالي د حکومت په دوره کې هم تر پایه یو شمېر وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېدل. سره له دې چې د قانون له مخې باید له دریو میاشتو زیات کوم وزارت د سرپرست له لوري اداره نه شي. خو د دې ترڅنګ، ښایي په راتلونکي کې د وزیرانو د عزل او تغییر او تبدیل پر سر اختلافات رامنځته شي، ځکه په سیاسي هوکړه لیک کې منل شوې، چې د وزیرانو عزل او تغییر او تبدیل به هم د اړوندو وزیرانو د معرفي کوونکي لوري له خوا کېږي.
کابل-اسلام آباد اړیکې
د افغانستان او پاکستان اړیکې تل له لوړو او ژورو ډکې وې، چې تر ټولو ډېرې لوړې ژورې یې د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال لرلې. ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې پاکستان ته خورا زیات نژدې شو او دغه هېواد ته یې زیات امتیازات ورکړل؛ خو کله چې د سولې په پروسه کې د پاکستان له رول او یا نه همکارۍ نهیلی شو، په دغو اړیکو کې خورا زیات تغییر راغی او د دوستۍ اړیکې بېرته پر دښمنۍ او توندو څرګندونو بدلې شوې. له هغه وروسته ولسمشر غني تل په نړیواله کچه د پاکستان د منزوي کولو هڅې کولې. د ملي یووالي حکومت په وروستیو کې که څه هم پاکستان تر ډېره تر نړیوالو فشارونو په ځانګړې توګه د امریکا تر فشارونو لاندې و؛ خو کله چې د امریکا-طالبانو خبرې اترې پیل شوې او په دغو خبرو اترو کې پاکستان کې هم رول درلود، پاکستان بېرته له هغې انزوا بهر شو او له امریکا سره یې هم اړیکې ورغېدې.
پاکستان ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ګڼ سفرونه د دې ښکارندوی دي چې اوسمهال پاکستان په دې پروسه کې په کافي اندازه ښکېل دی او هڅه کوي، خپله دغه ښکېلتیا د یوه همکار او موثر لوري په توګه وساتي او له دې لارې له امریکا سره خپلې اړیکې نورې هم ښې کړي. د اکتوبر په ۸مه نېټه پاکستان ته د زلمي خلیلزاد او جنرال سکاټ مېلر د سفر پر مهال هم، ښاغلي خلیلزاد له لومړي وزیر عمران خان او لوی درستیز قمبر جاوېد باجوه څخه په ښکاره ټکو د افغانستان د سولې په پروسه کې د دوی د همکاریو له کبله مننه وکړه. د دې ترڅنګ، په مجموع کې هم داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاستونو کې هم تر څه بریده بدلون راغلی. د دغه بدلون څرکونه دغه هېواد ته د افغان سیاسیونو په وروستیو سفرونو کې ښکاري.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د سپټمبر په وروستیو کې اسلام آباد ته په سفر ولاړ او هلته یې د پاکستاني چارواکو له لوري تود هرکلی وشو او د سرې قالینې پروتوکول ورکړل شو. ډاکتر عبدالله د خپل دغه سفر په اړه وویل چې په دغه سفر کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د علاقمندۍ څرکونه لیدلي دي. عمران خان له ډاکتر عبدالله سره په کتنه کې د افغان سولې بهیر او دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او په خپره کړې اعلامیه کې یې د ډاکتر عبدالله دغه سفر د اړیکو د نوي باب په توګه هم یاد کړی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه څېړنیز مرکز کې له عبدالله سره د ګډې وینا پر مهال وویل، د افغان سولې لپاره سیمه ییز ملاتړ ته اړتیا ده او اوس سیمه ییز ملاتړ شته دی، خو په ورته وخت کې د دغې پروسې تخریبکاران هم شته دي. د ده په خبره، د پاکستان هیله هم دا ده چې که پاکستان له سیمې سره نښلول کېږي، په افغانستان کې سوله یې یوه اړتیا ده.
ډاکتر عبدالله په دغه سفر کې د افغانانو لپاره د وېزې د آسانتیا په برخه کې د پاکستان د کابینې د پرېکړې مننه هم کړې، چې ترې یوازې څو ورځې وروسته په جلال آباد کې د پاکستان وېزو ته د ټوکن اخیستلو په ګډوډۍ او بیروبار کې د ۱۱ مېرمنو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. دا پېښه سره له دې چې خورا اندېښمنوونکې وه؛ خو ترې وروسته یې د دغه وضعیت د بدلون لپاره کوم پام وړ ګام پورته نه شو او له تېرو څو کلونو راهیسې کله چې د ولسمشر غني په دوره کې له پاکستان سره اړیکې خرابې او پاکستان افغانانو ته د وېزو لرل حتمي کړل، همدا وضعیت روان دی. وخت ناوخت په دې تړاو لاریونونه هم شوي دی.
اسلام آباد ته د ډاکتر عبدالله تر سفر وروسته، د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار هم د اکتوبر پر ۲۱مه دغه هېواد ته پر یوه رسمي درې ورځني سفر ولاړ او هلته یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او نورو جګ پوړو چارواکو سره وکتل. نوموړي تر دغه سفر وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې پاکستان ډاډ ورکړی چې د سولې پروسه کې به صادقانه عمل کوي. پاکستان ته د نوموړي بلنه د دې ښودنه کوي، چې پاکستان غواړي هم له حکومت او هم د حکومت له سیاسي مخالفینو سره اړیکې ولري او په ټولیز ډول په افغانستان کې خپل نرم ځواک یو ځل بیا پیاوړی کړي.
د سولې بهیر
د بین الافغاني مذاکراتو پیل
د امریکا-طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د هوکړې له مخې، ټاکل شوې وه افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشي کړي او په مقابل کې یې طالبان هم د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشي کړي. په تړون کې همدا راز ویل شوي وو، چې د دغو بندیانو له تبادلې سره له تړون لس ورځې وروسته (د مارچ په ۱۰مه ۲۰۲۰م) بین الافغاني خبرې اترې پیل شي؛ خو د بندیانو په تبادله کې څو میاشتنی ځنډ او د یو شمېر طالب بندیانو له خوشي کولو د افغان حکومت انکار د بین الافغاني خبرو اترو د ځنډ لامل شو. د بندیانو د تبادلې بهیر کابو اووه میاشتې وخت ونیوه او بالآخره د نړیوالو او په ځانګړې توګه د امریکا د فشارونو په پایله کې د بندیانو د تبادلې پروسه بشپړه شوه او د سپټمبر په ۱۲مه نېټه په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غونډه وشوه. د بین الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس په ګډون جګپوړو افغان چارواکو او د سیمې او نړۍ په کچه د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لسګونو استازو ګډون کړی و.
په بین الافغاني مذاکراتو کې روان بنبست
د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وروسته د افغان حکومت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د مذاکراتو د طرزالعمل په اړه خبرې اترې پیل شو او د دواړو لورو د تماس ډلې وټاکل شوې؛ خو له بده مرغه دغه خبرې اترې خورا اوږدې او جنجالي شوې، چې د دغو کرښو تر لیکلو (د اکتوبر میاشتې تر پایه) لا هم دواړه لوري د خبرو اترو لپاره پر طرزالعمل نه دي سره سلا شوي.
په تېره څه باندې یوه نیمه میاشت کې، د دواړو لورو د مذاکراتي ډلو له لوري د مذاکراتو لپاره یو شل مادهییز طرزالعمل جوړ شوی؛ خو د دغه طرزالعمل د دوو مادو په اړه اختلاف د اوسني بن بست اساسي لامل دی. که څه هم دواړو ټیمونو هوکړه کړې، چې پر مسائلو د هوکړې تر نهایي کېدو وړاندې به بحثونه دباندې نه وځي؛ خو د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم له لوري د دغو دوو مادو په اړه په هماغو لومړیو کې پر مقابل لوري د فشار لپاره رسنیو ته راپورونه ورسېدل، چې له کبله یې دا مسئله لا ډېره پېچلې او جنجالي شوه. طالب پلاوی ټینګار کوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو اساس به د امریکا-طالبانو ترمنځ د دوحې تړون وي او همدا راز به د مذاکراتو په جریان کې د اختلاف پر مهال حنفي فقهې ته مراجعه کېږي؛ خو د افغان حکومت پلاوی له دغو ټکو سره مخالف دی، چې له کبله یې په خبرو اترو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
د مذاکراتو لپاره پر طرزالعمل خبرې اترې د بین الافغاني مذاکراتو اساسي بحث نه دی. په ځانګړې توګه د مذاکراتو د اساس په اړه شته جنجال پر راتلونکو بحثونو او پرېکړو کوم جوت اغېز نه لري. که څه هم د اختلاف پر مهال د حنفي فقهې له مخې د مسائلو حل تر یوه بریده جنجالي بحث دی او په دې توګه د مذهبي اختلافاتو د راټوکېدو څرکونه هم له ځان سره لري. عامو افغانانو د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره هیله درلوده، چې بحثونه ګړندي مخته ولاړ شي او دواړه لوري پر اساسي مسائلو بحث وکړي؛ ځکه په هېواد کې جګړه روانه ده او هره ورځ یې لسګونه افغانان قرباني کېږي. له بده مرغه د مذاکراتو په لومړي سر کې پر جانبي موضوعاتو بحث له بن بست سره مخ کېدو په پراخه کچه داسې اندېښنې راټوکولې دي، چې دغه بهیر به خورا ننګوونکی او له خنډونو ډک وي. داسې تحلیلونه هم شته دي، چې د دغسې موضوعاتو له کبله دا پروسه له بن بست سره مخ کول، سولې او روغې جوړې ته د ارادې د نشتون ښکارندويي کوي.
دغه وضعیت ته په کتلو سره داسې ښکاري چې د بین الافغاني مذاکراتو اساسي او مهم بحثونه به لا ډېر وخت ونیسي. اوربند، سرپرسته یا لنډمهالې اداره، د راتلونکي نظام ډول، د تېرو کابو دوو لسیزو لاسته راوړنې او نیمګړتیاوې، د کورنیو جګړو د مخنیوي ضمانتونه، د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو برخلک او د هېواد بهرنی سياست او له سولې وروسته له نړۍ سره د افغانستان اړیکې او اداسې نور هغه موضوعات دي، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې باید بحثونه پرې وشي او دواړه لوري پرې توافق ته ورسېږي؛ خو له بده مرغه لا د دغو اساسي بحثونو پړاو پیل شوی نه دی.
د بین الافغاني مذاکراتو د بن بست ماتولو هڅې
ظاهرا په قطر کې پیل شوې بین الافغاني خبرې اترې د منځګړو له شتون پرته مخته روانې دي او دواړه لوري په ځانګړې توګه افغان چارواکي ټینګار کوي چې په دغو خبرو اترو کې بهرني لوري ښکېل نه دي او د منځګړو له شتون پرته ترسره کېږي. خو دا چې له یوې خوا دا خبرې اترې د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشارونو په پایله کې پیل شوې دي، اوس هم د امریکا او نړیوالې ټولنې فشارونه او ترڅنګ یې ځینې هېوادونه د منځګړو په توګه په پروسه کې حضور لري.
د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړو هېوادونو ډله د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وروسته په قطر کې جوړه شوه، چې د قطر، آلمان، ناروې، ازبکستان او اندونیزیا هېوادونو استازي پکې دي او هڅه یې دا ده چې دا پروسه له ناکامۍ وژغوري. په ټوله کې دا یو مؤثر اقدام دی او اړتیا ده چې ترمنځ داسې منځګړی موجود وي، چې دواړو لورو ته د منلو وړ وي. د دې ترڅنګ اړتیا ده، چې په ملي او نړیواله کچه د دغې پروسې د کامیابولو لپاره فشارونه هم موجود وي. په دې برخه کې ترټولو ډېر رول د متحده ایالاتو دی.
له بلې خوا دواړه لوري لا هم د یو بل پر ضد توند جنګي ادبیات کاروي او دا وضعیت او د بې باورۍ واټن ورځ تر بلې زیاتېدونکی ښکاري، چې یو لامل یې هم د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي لوړه کچه ده. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم پر دغه وضعیت غبرګون ښودلی او د اکتوبر په ۲۵مه یې په یوه ټویټ کې، په تخار کې د افغان ځواکونو په بمبارۍ کې ملکي تلفاتو ته په اشارې سره وویل: «د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تائید کړې چې د افغان دولتي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې ۱۲ ماشومان ووژل شول او ډیر نور ټپیان شول… له بده مرغه چې دا غمیزه یوازې تخار پورې نه محدودېږي. ملکي خلک د طالبانو په موټربمونو، چاودنو او هدفي وژنو کې قرباني کیږي… د دغو غمیزو حل په بیړني اورکم سره کیږي، چې د ټولو غاړو لخوا د اوربند سبب وګرځي او یوه سیاسي جوړجاړي ته بیړه وشي.»
قطر ته د ولسمشر اشرف غني سفر
افغان ولسمشر د اکتوبر په ۵مه د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا د کویت د امیر د فاتحې په مراسمو کې له ګډون وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته پر یوه دوه ورځني سفر ولاړ. ولسمشر غني په دوحه کې د قطر له امیر او نورو جګ پوړو چارواکو سره ملاقاتونه وکړل. په دغو ملاقاتونو کې د قطر او افغانستان پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغان سولې مذاکراتو په اړه، چې قطر یې کوربه دی، خبرې وشوې. ولسمشر غني دغه راز د افغان حکومت له مذاکراتي ټیم او قطر مېشتو افغانانو سره وکتل. نوموړي په دوحه انستیتوت کې هم وینا وکړه او د افغانستان د سولې پر پروسه او د هېواد د راتلونکي په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي غني همدا راز په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر سره هم وکتل او د سولې پروسې په اړه یې خبرې وکړې. په دې تړاو زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه د دغه ملاقات د جزئیاتو په اړه لیکل کړي او ویلي یې دي، چې له ولسمشر سره یې په ملاقات کې ټینګار کړی، چې افغانان باید د سولې لپاره دغه رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي. د نوموړي په خبره، له ولسمشر سره په ملاقات کې یې د ټولو اړخونو له لوري د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی.
قطر ته د ولسمشر غني سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیست. افغان حکومت تر دې وړاندې د افغانستان په سوله کې د قطر رول ته د شک په سترګه کتل؛ خو له دغه سفر سره یې په دې پروسه کې د قطر د رول او هڅو قدرداني وکړه.
قطر د سیمې او نړۍ په کچه، په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ په کچه یوازېنی هېواد دی، چې د افغان سولې په پروسه کې یې عملي او خورا زیاتې هڅې کړې دي. د امریکا-طالبانو د اوږدو خبرو اترو کوربه توب یې کړی او اوسمهال د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب او د بریالي کېدو هڅې کوي. قطر غواړي په اسلامي نړۍ کې د یوه بشردوست او اغېزناک هېواد په توګه رول ولوبوي. د قطر هېواد همدا پالیسۍ وې، چې د سولې بهیر له ډېرو خنډونو سره سره تراوسه له بشپړې ناکامۍ ژغورل شوی او اوس هم داسې تمه شته، چې د بین الافغاني مذاکراتو په بهیر کې شته بن بستونو او خنډونو په له منځه وړلو کې به هم رغند رول ولري.
د امریکا-طالبانو د توافقنامې برخلیک
د امریکا طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې توافق شوی، چې د تړون تر لاسلیک وروسته د بین الافغاني خبرو اترو په پایله کې بشپړ اوربند ته تر رسېدو پورې به دواړه لوري د جګړې په ډګر کې تاوتریخوالی کموي؛ خو د بین الافغاني خبرو اترو له پیل وړاندې د بندیانو په تبادله کې ځنډ او د دغو خبرو اترو له پیل وروسته رامنځته شوی بن بست بیا د دې لامل شول، چې د جګړې پر ډګر هم اغېزې ولري او تاوتریخوالی لوړ شي. د اکتوبر میاشتې په اوږدو کې یې تر ټولو مهمې او غټې پېښې د هلمند جګړه او په تخار کې د طالبانو بریدونه او ترې وروسته د افغان او امریکایي ځواکونو له لوري شوې بمبارۍ وې، چې درنې مرګ ژوبلې یې له ځان سره لرلې.
د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي زیاتېدو له کبله داسې تحلیلونه هم شته دي، چې ښایي د دوحې تړون د لغوه کېدو بحثونه راپورته شي. د اکتوبر په ۱۵مه زلمي خلیلزاد او جنرال مېلر د طالبانو د قطر دفتر له غړو سره د تاوتریخوالي پر کمولو بحث وکړ. د خلیلزاد د ټویټ له مخې، د امریکايي لوري او طالبانو ترمنځ یو ځل بیا هوکړه نوې شوې، چې تاوتریخوالی او په ځانګړې توګه د عملیاتو شمېر به کموي؛ ځکه له تېرو څو اوونیو راهیسې خورا زیات افغانان وژل کېږي او دا د سولې پروسه ګواښي. د ده په وینا، دوی به د دغه نوي تعهد د تطبیق څارنه وکړي.
د اکتوبر په ۱۸مه طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې امریکایي ځواکونو په هلمند کې له وروستیو تحولاتو وروسته په غیرجنګي ساحو کې د بمباریو او ډرون بریدونو په کولو سره د دوحې تړون نقض کړی، ځکه په وینا یې چې امریکايي ځواکونه د تړون له مخې نه شي کولی له جنګي سیمو پرته په نورو سیمو کې بمبارۍ وکړي او څوک په نښه کړي. د طالبانو اعلامیه زیاتوي، چې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د بمباریو ترڅنګ په دې وروستیو کې په نورو ولایتونو کې هم د امریکایانو له لوري بمبارۍ شوې او که دا وضعیت دوام کوي، مسؤولیت به یې د امریکايي لوري په غاړه وي. همدا لامل و، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره تر ملاقاتونو وروسته د تېر په پرتله یو څه تونده اعلامیه خپره کړه. نوموړي د اکتوبر په ۱۹مه په یو لړ ټویټونو کې وویل: «د تخطیو بېبنسټه تورونه او پاروونکې څرګندونې د سولې بهیر د پرمختګ لامل نه کېږي. پرځاې یې باید موږ په جدي توګه د متحده ایالاتو-طالبانو توافقلیک او د متح متحده ایالاتو-افغانستان ګډې اعلامیې د ټولو موادو متابعت وکړو، او د تدریجي اورکم لپاره ژمنې له پامه ونه غورځوو. د تاوتریخوالي لوړه کچه کولای شي چې د سولې بهیر، توافقلیک او دغه اساسي پوهاوی وګواښوي چې پوځي حل شتون نلري. د پام وړ اورکم د اړتیا په اړه پر وروستي بیا-تائید سربیره، په افغانستان کې تاوتریخوالی په بوږنوونکې کچه لوړ پاتې شوی.» نوموړي دغه راز ويلي: «د لښکرګاه په ګډون په هلمند کې د طالبانو د بریدونو، د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد د طالبانو د بریدونو، او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او ائتلافي ځواکونو د بریدونو په هکله د طالبانو د شکایتونو په لړ کې په دوحه کې وروستۍ غونډه وشوه.ټولو خواوو توافق وکړ چې بریدونه او بمبارۍ به کموي او تاوتریخوالی او مرګژوبله به کموي. که څه هم په هلمند کې تاوتریخوالی کم شوی، خو په عمومي توګه په هېواد کې تاوتریخوالی ډیر دی. زموږ لخوا لاسلیک شوي توافقلیک کې پر دې تمرکز شوی و، او د بندیانو د وروستیو ډلو د خلاصون په تړاو ورباندې نور ټینګار هم وشو.» د ښاغلي خلیلزاد په وینا، دا باور چې د مذاکراتو په میز کې د امتیاز ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی ډیر شي، ډیر خطرناک دی او دغه ډول چلند کولای شي چې د سولې بهیر زیانمن کړي او د افغان مشرانو پخواني ناسم محاسبات بیا تکرار کړي.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې او افغان سوله
ټاکل شوې د نومبر په ۳مه (۲۰۲۰م) په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي. اوسمهال له غیررسمي نظرپوښتنو داسې ښکاري چې جو بایډن د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرتله مخکښ دی. امریکا د افغان سولې په پروسه کې د فشار یو مهم فکټور دی او اوسمهال د دوحې مذاکرات هم د امریکا د فشارونو په پایله کې پیل شوي دي. د چارو څارونکي په دې اند دي، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې د ځنډ یو لامل هم همدا دی او دواړه لوري د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته منتظر دي، ترڅو معلومه شي چې ګټونکی نوماند څوک دی.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې له شک پرته د نورې نړۍ ترڅنګ د افغانستان پر وضعیت او سیاستونو هم پاموړ اغېزې لري. خو پوښتنه دا ده چې که ډونالډ ټرمپ دا ټاکنې وګټي د افغانستان له سولې پروسې سره به څه ډول چلند کوي او که جو بایډن یې وګټي د افغان سولې په تړاو به یې پالیسي څه وي؟
سره له دې چې د ډونالډ ټرمپ د بریالي کېدو چانس کم برېښي، خو که ټاکنې وګټي له شک پرته د افغانستان په اړه به یې سیاستونه تر یوه بریده تغییر هم کوي، ځکه اوسني سیاستونه یې تر ډېره د همدغو ټاکنو د ګټلو لپاره وو. بیا هم د کوم ډېر ژور بدلون تمه نه لیدل کېږي؛ خو په ټولیز ډول ډونالډ ټرمپ ډېر د وړاندوینې وړ نه دی او تګلارې یې خورا بدلېدونکې دي. ان د یوه کوچني برید له کبله د افغانستان په اړه د هغه تګلاره بدلېدای شي. د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په لومړیو کې وویل چې د روان کال تر پایه به خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي، کومه نېټه چې له طالبانو سره د شوې هوکړې له نېټې هم وړاندې ده. د نوموړي دا څرګندونې د طالبانو له مثبت غبرګون سره مخ شوې؛ خو د ناټو سرمنشي بیا پرې نیوکه وکړه او ویې ویل چې افغانستان ته په یوه ځای تللي یو او په یوه ځای به راوځو.
په بل اړخ کې د جو بایډن د بریا چانس ډېر دی. د چارو څارونکي په دې اند دي چې د جوبایډن له بریالي کېدو سره به هم د افغانستان د قضیې په اړه د امریکا تګلاره کې ډېر ستر بدلون رانه شي؛ ځکه جو بایډن له پخوا څخه د افغان جګړې د پای ته رسولو او له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پلوی و. په ۲۰۰۹ کال کې کله چې نوموړی د بارک اوباما مرستیال و، په بروکسېل کې یې د ناټو په یوه غونډه کې له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه څرګندونې کړې وې. نوموړی هغه مهال افغانستان ته د اضافي سرتېرو له لېږلو سره هم مخالف و. خو د پاکستان په اړه بیا بایډن د ټرمپ په پرتله نرم دریځ لري او یو ځل یې ولسمشر کرزي ته ویلي وو، چې پاکستان د افغانستان په پرتله پنځوس ځله زیات اهمیت ورته لري. داسې تحلیلونه شته دي، چې بایډن ښایي له افغانستانه خپل سرتېري وباسي خو په پاکستان کې د یوې اډې لرلو هڅه وکړي. جو بایډن د افغانستان لپاره د فدرالي نظام خبره هم کړې او هم یې په افغانستان کې له ملت جوړونې سره مخالفت کړی، چې په وینا یې افغانستان یو متحد هېواد نه شي کېدای. د نوموړي دغسې څرګندونو په افغانستان کې غبرګونونه هم پارولي وو.
په سملاسي توګه جو بایډن د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال له طالبانو سره د امریکا د توافقنامې په اړه څرګندونې نه دي کړې؛ خو له دغې توافقنامې شاتګ به نوموړي ته هم سخت وي، ځکه له یوې خوا نوموړی هم له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو طرفدار دی او له بلې خوا به دا د امریکا نړیوال باور سخت زیانمن کړي، د کوم څه له کبله چې پر ډونالډ ټرمپ پراخې نیوکې شته دي.
امنیتي وضعیت
د تاوتریخوالي زیاتوالی
د اکتوبر میاشتې په اوږدو کې له یوې خوا د جګړې په ډګر کې عموما تاوتریخوالی زیات شو او له بلې خوا سترې امنیتي پېښې او د ولایاتو پر مرکزونو ډلهییز بریدونه هم وشول. تر ټولو مهمې پېښې هم د هلمند جګړه او په څو نورو ولایتونو کې ډله ییز بریدونه وو. د تاویخوالي د کچې زیاتوالی د دې لامل شو، چې زلمی خلیلزاد او سکاټ مېلر د اکتوبر پر ۱۵مه قطر ته سفر وکړي او هلته له طالب استازو سره په دې تړاو خبرې وکړي. سره له دې چې ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره د بریدونو پر کمولو د هوکړې خبر ورکړ؛ خو د دې میاشتې په وروستیو کې (۲۷ اکتوبر) یو ځل بیا د قطر په لور وخوځېده او په یوه ټویټ کې یې وویل، چې په نهیلۍ سره یو ځل بیا د دوحې په لور روان شو؛ ځکه له ژمنو سره سره د تاوتریخوالي کچه کمه شوې نه ده او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، باید په یاد ولرو چې د سیاسي جوړجاړي دروازې به د تل لپاره همداسې پرانیستې نه وي.
که څه هم، د دې میاشتې په اوږدو کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي ډېره پړه پر طالبانو اچول کېږي؛ خو طالبان بیا د تاوتریخوالي د زیاتېدو پړه پر افغان حکومت اچوي. افغان حکومت تر ډېره په هوایي بریدونو کې زیاته مرګ ژوبله اړوي. له همدې کبله د اکتوبر په ۲۵مه خلیلزاد هم په تخار کې پر یوه جومات د افغان ځواکونو یوه برید ته په اشارې سره وویل، چې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې په تخار کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۱۲ ماشومان هم وژل شوي او زیات نور ټپیان شوي. نوموړي په دې توګه حکومت ته ګوته ونیوه چې د ملکي وګړو ژوند ته پام نه کوي. تر هغه مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دې پېښه کې د ملکیانو مرګژوبله نه یوازې دا چې په کلکه رد کړې وه، بلکې هغو کسانو ته یې هم ګواښ کړی و، چې د ملکي تلفاتو راپورونه یې ورکړي وو. د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه بریدکې ټول وژل شوي کسان ماشومان وو.
سترې امنیتي پېښې
د اکتوبر میاشتې پر ۱۱مه په هلمند کې د طالبانو له لوري ډلهییز بریدونه پیل شول، چې څو ورځې یې دوام وکړ او دواړو لورو او ملکي وګړو ته یې پراخه مرګ ژوبله هم له ځان سره لرله. که څه هم د دغو نښتو د تلفاتو دقیقې شمېرې خپرې نه شوې او دواړو لورو د مقابل لوري د تلفاتو په راپورونو کې مبالغه کوله؛ خو بیا هم د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې جګړه کې سلګونه طالب جنګیالي او افغان پوځیان ووژل شول او د مرګ ژوبلې ترڅنګ لسګونه زره ملکیان هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې د جګړې په دریمه ورځ راپور ورکړ، چې د دغه ولایت لښکرګاه ښار ته څېرمه د جګړې له کبله شاوخوا ۳۵ زره خلک بې ځایه شوي او نژدې ۲۰۰ نور وژل شوي یا ټپیان شوي. په هلمند او فراه ولایتونو کې د طالبانو د دغو بریدونو پر مهال بهرنیو ځواکونو هم پر طالبانو هوایي بریدونه وکړل، چې له کبله یې طالبانو هم توند غبرګون وښود او دا یې د دوحې له هوکړې سرغړونه وبلله؛ خو په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د طالبانو د دغو نیوکو په ځواب کې وویل، چې بریدونه یې له توافقنامې سره سم د افغان ځواکونو په دفاع کې کړي. د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر بیا پر طالبانو نیوکه وکړه، چې د هلمند بریدونه یې له توافقنامې سرغړونه کړې ده.
په هلمند کې لا نښتې روانې وې، چې د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د اکتوبر په ۱۸مه د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ ته څېرمه خونړۍ موټربم چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې ۱۳ تنه ولسي وګړي ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شول. د اکتوبر پر ۲۱مه د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه کمین کې ۵۵ تنه پولیس او ځانګړي ځواکونه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول، چې په ځواب کې یې وروسته افغان حکومت پر یوه جومات بمباري وکړه او ۱۲ ماشومان یې پکې ووژل. د اکتوبر په ۲۳مه نېټه هم د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز د وسلوالو طالبانو برید کې ۲۰ افغان سرتېري ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول. د اکتوبر په ۲۷مه د خوست ولایت په مرکز کې هم د اوو تنو بریدګرو له خوا ډله ییز برید وشو، چې له کبله یې د افغان ځواکونو ترڅنګ ملکیانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.
د طالبانو د دغو بریدونو ترڅنګ، د کابل ښار په لوېدیځ کې د اکتوبر په ۲۵مه نېټه یوه خونړۍ چاودنه وشوه، چې طالبانو پکې لاس لرل رد کړل. په دغه برید کې چې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د کوثر دانش په نوم یوه روزنیز مرکز مخې ته وشو، لږ تر لږه ۲۵ تنه زده کوونکي ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شول. د دغه برید مسؤولیت د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې له لوري د یوې اعلامیې په خپرولو سره اخیستل شوی. که څه هم د دغې اعلامیې د رښتیاوالي تصدیق نه دی شوی؛ خو په تېر کې دا ډول بریدونه د داعش ډلې له لوري شوي وو.
تلفات
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر يوناما د اکتوبر په ۲۷مه د ملکي تلفاتو په اړه خپل ربعوار راپور نشر کړ، چې له مخې یې د روان کال د جنورۍ له میاشتې څخه بیا د سپټمبر میاشتې تر پایه ۵۹۳۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۱۱۷ تنه پکې وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان ثبت شوي دي.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې د تېر کال همدې مودې ته په کتو ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه کموالی هم راغلی دی. یوناما زیاته کړې چې افغانستان لا هم د ملکیانو لپاره د نړۍ په کچه یو له تر ټولو مرګونو هېوادونو څخه دی.
په مجموعي توګه، اکتوبر میاشت هم د تېرې سپټمبر میاشتې په څېر، هم د ملکیانو او هم د جګړې د ښکېلو لورو لپاره یوه خونړۍ میاشت وه. د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز له لوري د جګړې د مرګ ژوبلې د راټولو شوو شمېرو له مخې، په اکتوبر میاشت کې د ښکېلو لورو او ملکیانو ۱۹۵۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې ۱۱۴۳ پکې وژل شوي او ۸۱۱ نور هم ټپیان شوي وو. د دغو راپورونو شمېرو ته په کتلو، بیا هم ډېره مرګ ژوبله طالبانو او ورپسې په ترتیب سره حکومتي ځواکونو او ملکي وګړو ته اوښتې. (جدول-۱).
ملکیانو ته بیا هم په دې میاشت کې زیاته مرګ ژوبله اوښتې وه. ملکیانو ته تر ټولو ډېره مرګژوبله د طالبانو په ډله ییزو بریدونو، د افغان حکومت په بمباریو او نورو مرموزو چاودنو کې اوښتې ده. قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای ته رسول د هر افغان وجیبه ده او په ځانګړې توګه به بېړنۍ توګه د اوربند اړتیا ده، ترڅو د ملکي افغانانو د وینې تویېدنې بهیر غوڅ شي.
جدول-۱: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګژوبله (اکتوبر ۲۰۲۰م)
نوم | وژل شـــــوي | نوم | ټپیــــــــان |
افغان ځواکونه | ۳۸۹ | افغان ځواکونه | ۲۰۳ |
د دولت وسلهوال مخالفین | ۵۲۷ | د دولت وسلهوال مخالفین | ۲۳۳ |
ملکي وګړي | ۲۲۷ | ملکي وګړي | ۳۷۵ |
بهرني ځواکونه | ـ | بهرني ځواکونه | ـ |
مجموعه | ۱۱۴۳ | مجموعه | ۸۱۱ |
ټول وژل شوي او ټپیان ۱۹۵۴ |
پای