خانه / میاشتنی تحلیل / د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (نومبر ۲۰۲۰م)

د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (نومبر ۲۰۲۰م)

  یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

 مقدمه

په دغه راپور کې د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د افغانستان وضعیت ته کتنه شوې. په سیاسي برخه کې تېره میاشت د جېنېوا کنفرانس، کابل ته د عمران خان لومړی سفر، د کابینې د تشکیل بهیر او د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ ناندرۍ، او د ملي مصالحې د تشکیل جنجال مهم موضوعات وو. په جېنېوا کنفرانس کې تر ډېره نړیوالو له افغانستان سره د خپلو مرستو په اړه ډاډ ورکړ او د بین الافغاني مذاکراتو له روانې پروسې یې ملاتړ وکړ؛ او له بلې خوا د حکومت د کابینې د تشکیل لپاره له ولسي جرګې څخه یو شمېر نوماند وزیرانو د باور رایه واخیسته. که څه هم د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له لوري پر پارلمان د اداري فساد د تورونو له کبله تر یوه بریده بې باوري هم رامنځته شوه. همدا راز د سولې په برخه کې د نومبر میاشتې په اوږدو کې هم د بین الافغاني مذاکراتو د بن بست دوام او د امریکا ولسمشریزې ټاکنې او پر افغان سوله یې اغېزې د سولې په برخه کې پام وړ موضوعات وو. که څه هم د نومبر میاشتې په اوږدو کې د بین الافغاني مذاکراتو بن بست دوام وکړ؛ خو د نومبر په وروستیو کې د دغه بن بست د ماتېدو څرکونه ولیدل شول. په امنیتي برخه کې هم، د دې میاشتې په اوږدو کې ځینو مرموزو خونړیو بریدونو د افغانانو اندېښنې راوپارولې. د دغو او نورو مهمو موضوعاتو بشپړ تفصیل او تحلیل لاندې په راپور کې لولئ.

 

سیاسي وضعیت

جېنېوا کنفرانس

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو او همکارۍ په تړاو د جېنېوا نړیوال دوه‌ورځنی کنفرانس د نږدې ۱۰۰ نړیوالو سازمانونو او د افغانستان د متحدو هېوادونو د استازو په ګډون په حضوري او انلاین بڼه د نومبر په ۲۳مه او ۲۴مه جوړ شو، چې پکې لسګونو هېوادونو له افغانستان سره خپلې اعلان کړې.

افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د نړیوالې ټولنې پراخې مرستې ترلاسه کړې؛ خو دغه مرستې په پراخه کچه د اداري فساد ښکار شوې دي او نړیوالې ټولنې تل په افغانستان کې د اداري فساد پر پراخ شتون اندېښنه ښودلې. د روڼتیا د نړیوال سازمان د څېړنو له مخې، افغانستان په تېرو څو کلونو کې پرله پسې د نړۍ د لسو تر ټولو فاسدو هېوادونو په کتار کې راځي. همدا لامل و، چې له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو په اړه د جېنېوا کنفرانس له پیل څو ورځې وړاندې ولسمشر غني له اداري فساد سره د مبارزې نوی کمیسیون رامنځته کړ او د جېنېوا کنفرانس له پیل یوه ورځ وړاندې د دغه نوي کمیسیون پنځه واړو غړو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په وړاندې لوړه وکړه. خو تر ډېره باور دا دی، چې دا ډول ګامونه د اداري فساد پر ضد مبارزه کې بې اغېزې دي. د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړې ادارې یا سیګار هم په دې وروستیو کې ویلي، د سیستماتیک فساد پرضد د افغان حکومت چارې کمزورې دي او اغیز نلري. سیګار ادعا کړې چې افغانستان کې د فساد ضد مبارزه د غونډو جوړولو او پر کاغذ د مقرراتو لیکلو تر بریده محدوده پاتې شوې ده.

دغه کنفرانس د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د څه باندې ۱۳ میلیاردو ډالرو له مشروطې ژمنې سره پای ته ورسېد، چې ګډونوالو یې د مرستو اعلانولو ترڅنګ، د سولې د روان بهیر ملاتړ او په افغانستان کې د سملاسي اوربند او د ملکي کسانو لپاره د نړیوالو قوانینو مراعاتولو غوښتنه وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په دغه کنفرانس کې اعلان وکړ، چې هېواد به یې په راتلونکي یوه کال کې له افغانستان سره ۶ سوه میلیونه ډالره مرسته کوي، خو نیمایي هغه به یې (۳ سوه میلیونه ډالره) د افغان سولې بهیر کې له پرمختګ سره مشروطه وي.

په بل اړخ کې طالبانو هم د دغې غونډې هرکلی وکړ؛ خو پر نړیواله ټولنه یې غږ وکړ، چې له افغانستان سره کېدونکې مرستې له دوی سره همغږې کړې، ځکه په وینا یې چې په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره شوې مرستې د افغان ولس پر ځای د افغان حکومت د چارواکو جیبونو ته تللې دي.

کابل-اسلام آباد اړیکې

د کابل او اسلام آباد د اړیکو تاریخ له لوړو او ژورو ډک او په ټولیز ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ تل بې باورۍ موجودې وې. دغه بې باورۍ او د اړیکو لوړې-ژورې د ډیورنډ له قضیې، په افغانستان کې د هند له رول او په تېرو دوو لسیزو کې پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ له تورونو خړوبېږي. دواړو هېوادونو تل هڅه هم کړې چې خپلې اړیکې ورغوي او بې باورۍ ختمې کړي. اوس چې د افغانستان د سولې بهیر په یوه حساس پړاو کې دی، نړۍ او افغانستان له پاکستانه د سولې په بهیر کې د صادقانه همکاریو غوښتنه لري، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د نومبر په ۱۹مه نېټه په خپل لومړي رسمي سفر افغانستان ته راغی او د ولسمشر اشرف غني په ګډون یې له جګ پوړو افغان چارواکو سره ملاقاتونه وکړل.

ښاغلي عمران خان د ولسمشر غني په بلنه په خپل دغه یو ورځني سفر کې د افغانستان د سولې بهیر کې د دوه اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.‌ نوموړي له ولسمشر غني سره تر ملاقات وروسته یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل: “د سفر هدف یې د باور جوړونې پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو تقویه کېدل دي.” عمران خان زیاته کړه: “د پاکستان خلک او حکومت د افغانانو په څېر یو ډول اندېښنه لري، موږ افغانانو ته سوله غواړو، ځکه افغانان تر هر چا زیات سولې ته اړتیا لري.” د ده په وینا، افغانستان او پاکستان دواړه باید طالبان وهڅوي چې د سولې خبرو ته لا ډېره غاړه کېږي. دغې غونډې ته ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان او پاکستان باید یو او بل ته درناوی وکړي او یوه ګډ تفاهم ته ورسېږي او د سولې بهیر کې ګډې هڅې لا زیاتې کړي.

کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر له سفر سره ولسمشر اشرف غني د باور جوړونې په موخه د یو شمېر پاکستاني وګړو د خوشي کولو فرمان هم صادر کړ. که څه هم ځینو افغان سیاسیونو د دغو بندیانو د خوشي کولو فرمان ته منفي غبرګون وښود، خو پاکستان یې هرکلی وکړ او دا یې یو دوستانه ګام وباله. په تېرو کابو دوو لسیزو کې افغانستان وخت نا وخت پاکستان ته له دې کبله امتیازات ورکړي، چې ګوندې د سولې په پروسه کې له افغان حکومت سره رغنده همکاري وکړي؛ خو د افغان حکومت دا هیله تراوسه نه ده پوره شوې او له کبله یې له پاکستان سره اړیکې تل خرابې وې. د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته هم ولسمشر اشرف غني هڅه وکړه چې له پاکستان سره اړیکې ورغوي او له همدې کبله یې دغه هېواد ته ګڼ امتیازونه ورکړل؛ خو کله چې پاکستان له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو اترو په پیلولو کې پاتې راغی، د دواړو هېوادونو اړیکې د بل هر وخت په پرتله خرابې شوې او ان په سرحدي سیمو کې وسله‌والې نښتې هم وشوې.

د عمران خان د وروستي سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ یو نوی سند هم لاسلیک شوی، چې پکې د افغاستان او پاکستان حکومتونو ژمنه کړې چې د سولې او امنیت، اقتصادي پرمختیا، هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو برخه کې ګډې همکارۍ پیاوړې کړي. په دغه سند کې د پرېکړو د عملي کېدو میکانیزم او مهالوېش هم ټاکل شوی. په سند کې د دوه اړخیزو همکاریو د بهیر ژوندي ساتلو لپاره په نوبتي ډول د یو بل پلازمېنې ته د دواړو هېوادونو د مشرانو د سفرونو سپارښتنه شوې او ویل کېږي، چې ټاکل شوې ولسمشر غني هم په راتلونکي میلادي کال کې اسلام اباد ته سفر وکړي.

که څه هم په وروستیو څو میاشتو کې داسې ښکاري، چې پاکستان د امریکا او نړیوالې ټولنې تر فشارونو لاندې هڅه کړې د افغانستان د سولې په بهیر کې رغنده همکاري وکړي؛ خو په ټولیز ډول تحلیلونه دا دي چې د پاکستان ملکي حکومت د افغانستان په تړاو په سیاستونو کې ژور رول نه لري او د عمران خان دا سفر ښایي هغسې پایلې ونه لري، چې افغان حکومت یې تمه لري.

د کابینې تشکیل او د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ ناندرۍ

له څو میاشتني ځنډ وروسته تېره میاشت (د اکتوبر په ۲۱مه) د نوې کابینې لپاره نوماند وزیران د ولسمشر له لوري ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو لپاره وروپېژندل شول. د نومبر په ۲۱مه نېټه لسو نوماند وزیرانو ته د ولسي جرګې له لوري د باور رایه هم ورکړل شوه، خو د پاتې لپاره یې د باور رایې ورکولو پروسه د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د شخړو رامنځته کېدو له کبله د نومبر میاشتې تر پایه وځنډېده.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د جېنېوا کنفرانس په دویمه ورځ د خبرو پر مهال پارلمان پر پراخ اداري فساد تورن کړ او ویې ویل، چې د پارلمان د ځینو غړو فساد ډېر پراخ دی او افغانستان له بده مرغه تراوسه نه دی توانېدلی د پارلمان غړي د محاکمې مېز ته کېنوي.د ده په وینا، د عدالت د تامین لپاره باید د پارلمان د غړو مصوونیت پای ته ورسول شي. نوموړي زیاته کړه، چې د پارلمان غړي وزیران د خپلو غوښتنو د منلو لپاره پر ګوښه کولو ګواښي. د دې ترڅنګ، د ولسمشر لومړي مرستیال د ولسي جرګې ځینې غړي د مجرمینو پر ملاتړ هم تورن کړي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال دغو څرګندونو د ولسي جرګې غبرګون وپاراوه او نوماند وزیرانو ته یې د باور رایې ورکولو بهیر ودراوه. د ولسي جرګې غړو د ښاغلي صالح څرګندونې غیرمسؤولانه وبللې او په علني غونډه کې یې پرېکړه وکړه چې له نوموړي څخه په عدلي او قضایي مراجعو کې شکایت وکړي. د دوی په وینا، د ولسمشر لومړی مرستیال باید د خپلو تورونو لپاره اسناد وړاندې کړي. د ولسي جرګې مشر په علني غونډه کې وویل، چې د لومړي مرستیال له لوري د اسنادو وړاندې کولو تر وخته به نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکولو بهیر وځنډوي. دغه راز د ولسي جرګې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتل شوي وو، چې ښاغلی صالح استعفا ته اړباسي.

له دغو ناندریو سره سره، د ولسي جرګې غړو د نومبر په وروستیو ورځو کې بېرته نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکولو بهیر پیل کړ، چې په دویمه ډله وزیرانو کې د اطلاعاتو او کلتور او ښځو چارو وزیرانو یې د ولسي جرګې د باور رایه هم ترلاسه نه شو کړای او ښایي یو شمېر نور وزیران هم د ولسي جرګې د باور رایې په ترلاسه کولو کې پاتې راشي. دا چې د دغو وزارتونو برخلیک به څه ډول کېږي، د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له کبله ستونزمنه ښکاري چې په لنډ وخت کې پر نویو نوماند وزیرانو هوکړه وکړي. که څه هم ولسمشر غني ژمنه کړې چې دا ځل به د ملي یووالي حکومت د کابینې خلاف چې ځینې کسان پکې کلونه کلونه د سرپرست وزیرانو په توګه وساتل شول، د سرپرستۍ فرهنګ پای ته رسوي.

 

د مصالحې عالي شورا د تشکیل جنجال

د ۲۰۱۹م کال د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له کبله راټوکېدلی سیاسي کشمکش او جنجالونه له څو میاشتو وروسته د دوو مخکښو ټاکنیزو ډلو ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک سره پای ته ورسېدل. دغه هوکړه د روان ۲۰۲۰م کال د مې په ۱۷مه نېټه، د یو شمېر سیاسي مشرانو او چارواکو په حضور کې د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼې کې لاسلیک شوه؛ خو لا هم د دغې شورا رسمي تشکیلات او غړي نه دي اعلان شوي.

په اګست میاشت کې ولسمشر غني د یوه فرمان له لارې د دغې شورا لپاره شاوخوا پنځوس غړي اعلان کړل، خو ډاکتر عبدالله د ولسمشر له فرمان سره مخالف وکړ او ټینګار یې کاوه چې د دې شورا د غړو ټاکل د سیاسي هوکړې له مخې د ده واک دی. په دغه فرمان کې د اکثریت مطرح سیاسیونو نومونه راغلي وو، چې ځینو یې د فرمان له خپرېدو وروسته په شورا کې خپل غړیتوب هم رد کړ.

د نومبر میاشتې په وروستیو کې د بین الافغاني مذاکراتو پر طرزالعمل د مذاکراتي ټیمونو د توافق په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ له مخالفت وروسته یو ځل بیا د مصالحې د عالي شورا د تشکیل غوښتنې زیاتې شوې. په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ پر افغان دولت غږ وکړ، چې د ملي مصالحې تر نامه لاندې اعلان شوی بنسټ باید په سملاسي توګه په عمل کې هم رامنځته او فعال شي.‌

دغه غوښتنې له دې کبله دي، چې د شوې سیاسي هوکړې له مخې ډاکتر عبدالله ته د سولې د بهیر د ټولو پرېکړو صلاحیت ورکړل شوی؛ خو په تېرو څو میاشتو کې څرګنده شوه چې ډاکتر عبدالله لا هم د سولې په بهیر کې ډېر مهم رول نه لري او په ځانګړې توګه لا هم مهمې پرېکړې د ولسمشر اشرف غني له لوري کېږي.

له همدې کبله د نومبر په ۲۹مه پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله، جهادي مشر عبدلرب رسول سیاف له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې وکتل او د سولې د مذاکراتو ترڅنګ یې د دغې شورا د جوړښت د ډول او لومړۍ غونډې په اړه بحث وکړ. داسې تحلیلونه هم شته، چې ښایي په دې غونډه کې، د شورا د غړیتوب لپاره د ښاغلي کرزي او استاد سیاف پر قانع کولو هم بحث شوی وي.

د سولې بهیر

د بین الافغاني مذاکراتو د بن‌بست دوام

د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم او طالب استازو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات د سپټمبر پر ۱۲مه نېټه په دوحه کې پیل شول؛ خو د دوو نیمو میاشتو په تېرېدو سره (د نومبر میاشتې تر پایه) دواړه اړخونه د مذاکراتو لپاره پر یوه طرزالعمل سره سلا نه شول. د نومبر میاشتې په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګویا دواړه ټیمونه د مذاکراتو لپاره پر یوه طرزالعمل سره سلا شوي؛ خو د ولسمشر اشرف غني د مخالفت له کبله دا پروسه ځنډېدلې ده. [دا چې پر طرزالعمل توافق د ډسمبر په لومړیو کې وشو، دغه توافق او جزئیات یې د ډسمبر میاشتې په راپور کې لولئ].

د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم یوه غړي حفیظ منصور لومړی ځل له رسنیو سره په خبرو کې افشا کړه، چې دواړې مذاکراتي ډلې د خبرو اترو د اصولو په اړه توافق ته رسېدلې، خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ مخالفت کوي، چې د ده په وینا د ولسمشر مخالفت د دغه بهیر د پرمختګ مانع نه شي کېدای. تر دې یوه ورځ وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو، چې په خبرو اترو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او طالبان د ملي منافعو خلاف غوښتنې کوي. دا راپورونه وروسته له هغه خپاره شول، چې د افغان دولت د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزي او د ټیم غړي عبدالسلام رحیمي له دوحې څخه کابل ته سفر وکړ، ترڅو د دغه توافق په اړه د ولسمشر توافق ترلاسه کړي، خو ولسمشر یې مخالفت وکړ.

د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو د قطر دفتر ویاند د نومبر په ۲۸مه په یوه ټویټ کې وویل: «د بين الافغاني مذاکراتو د ټيمونو تر منځ د بين الافغاني مذاکراتو طرزالعمل د ۲۰۲۰ کال د نومبر مياشتې په ۱۵مه نېټه په ۲۱ مادو کې تکمیل او نهايي شوی او د نومبر په ۱۷مه نېټه د کوربه هېواد د استازي پر وړاندې لوستل شوی او د دواړو مذاکراتي ټیمونو له تاييد وروسته يوه نسخه کوربه هېواد ته هم ورکړل شوې.»

د طالبانو له لوري د دغې اعلامیې له خپرولو سملاسي وروسته د افغان حکومت مذاکراتي ټیم هم یوه اعلامیه خپره کړه او پر طرزالعمل یې بشپړ توافق رد کړ. په دغه اعلامیه کې راغلي: «دواړه مذاکره کوونکي پلاوي د مذاکراتو د مجالسو د طرزالعمل د مقدمې په استثنا، یوازې پر ۲۱ مادو په اصولو کې توافق ته رسېدلي؛ خو څنګه چی د دغه طرزالعمل د مقدمې متن د پلاویو لا نور وضاحت او بحث ته اړتیا لري ځکه نو د نومبر میاشتې د ۱۷مې نیټې په مشترکه جلسه کې چې کوربه هم پکې حضور درلود، پرېکړه وشوه چې طرز العمل به عمومي جلسې ته وړاندې او یوازې د دواړو هیئتونو له تصویب څخه وروسته به نهايي شمېرل کېږي.» خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې د دغې اعلامیې په غبرګون کې وویل: «د بين الافغاني مذاکراتو ټول طرزالعمل د مقدمې په شمول د دواړو مذاکراتي خواوو په توافق په هغه تاريخونو چې موږ په مخکېني ټويټ کې ياد کړي، نهايي او تکمیل شوی دی».

ویل کېږي، په تازه توافق کې د خبرو اترو د مذهبي بنسټ په اړه دواړو لورو هوکړه کړې چې هغه اختلافات به، چې شرعي تفسیر ته يې اړتيا وي، د دواړو لوریو علماء په ګډه حلوي. خو د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ په اړه د امریکا-طالبانو د تړون ترڅنګ، درې نور ټکي د افغانستان د خلکو غوښتنه، د دواړو لورو تعهد، او د ملګرو ملتونو بیا بیا غوښتنې د مذاکراتو د بنسټ په توګه یاد شوي دي.

له یوې خوا، له دغه وضعیت څخه داسې ښکاري، چې د افغان حکومت په مذاکراتي ټیم کې اختلافات شته دي او د ټیم غړي په خپل منځ کې په یوه خوله نه دي. له بلې خوا د حکومت د مذاکراتي ټیم د صلاحیت قضیه ده، چې د بین الافغاني خبرو اترو له پیل وړاندې یې په اړه اندېښنې موجودې وې. دا چې د حکومت مذاکراتي ټیم د نومبر په ۱۵مه له طالبانو سره پر طرزالعمل توافق ته رسېدلی و او د ولسمشرۍ ماڼۍ د مخالفت له کبله یې نه شو اعلانولی، د دې ښکارندویي کوي چې دغه ټیم په ټیټه کچه کې هم د پرېکړو صلاحیت نه لري او اړ دی چې له هر تصمیم وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ توافق ترلاسه کړي؛ ځکه د مذاکراتو د طرزالعمل قضیه د بین الافغاني مذاکراتو اساسي بحث نه دی او نه هم د هېواد پر راتلونکي کوم جوت اغېز لرلی شي. د مذاکره کوونکي ټیم د صلاحیت قضیه به له یې خوا د بین الافغاني مذاکراتو پروسه له اوږدېدو او نورو خنډونو سره مخ کړي او له بلې خوا ښایي د نورو سیاسي اطرافو غبرګون هم ورو ورو راوپاروي. د طرزالعمل د نهایي کېدو په تړاو د افغان حکومت د مذاکره کوونکي ټیم غړي حفیظ منصور څرګندونې هم د ورته سیناریو ښکارندویي کوي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې او پر افغان سوله یې اغېز

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان پر وضعیت او په ځانګړې توګه د سولې پر بهیر او په دوحه کې پر روانو بین الافغاني مذاکراتو نېغ په نېغه اغېزې لرلی شي. له لویه سره د دوحې مذاکرات د امریکا-طالبانو ترمنځ د تړون او هغه تړون کې هوکړه شوو ګامونو د عملي کولو لپاره د امریکا د فشارونو په پایله کې پیل شوې دي. حتی داسې تحلیلونه هم وو، چې د دوحې مذاکراتو کې د ځنډ یو لامل هم د امریکا ولسمشریزې ټاکنې دي، ترڅو معلومه شي چې کوم نوماند د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ګټي.

که څه هم د امریکا ولسمشریزې ټاکنې جو بایډن وګټلې او که په ټاکنو کې د درغلیو په اړه د ډونالډ ټرمپ د ادعاوو او ځان بریالي ګڼلو له کبله د ټاکنو پایلې جنجالي نه شي، جو بایډن به د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۲۰مه رسما د امریکا د ولسمشر په توګه کار پیلوي. خو له یوې خوا ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ویلي وو، چې د روان کال تر پایه به خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي او ښایي تر جنوري وړاندې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر خورا راکم کړي. له بلې خوا جو بایډن هم ښایي له طالبانو سره د سولې د هوکړې پر بنسټ عمل وکړي، ځکه نوموړی هم په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای رسولو پلوی دی.

له دې سره سره، دا چې تر اوسه جو بایډن د افغان سولې او په ټوله کې په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې په تړاو خپل روښانه دریځ نه دی اعلان کړی، ټول لوري د افغانستان په تړاو د امریکا د نوي حکومت د سیاست په اړه اندېښمن دي. طالبانو د جو بایډن له واک ته رسېدو سره وویل، چې د دوحې تړون یې له کوم شخص سره نه، بلکې د امریکا له حکومت سره لاسلیک کړی او هیله لري، چې د امریکا نوی ولسمشر ورته ژمن پاتې شي. دوی د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د هغه هېواد داخلي قضیه وبلله او په وینا یې چې د اشخاصو بدلون باید دا تړون اغېزمن نه کړي.

په امریکا کې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم د نومبر په ۲۱مه نېټه دوحې ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو د رهبر له سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل. په دغه ملاقات کې له تور لېست څخه د طالب چارواکو د نومونو ایستلو، د پاتې بندیانو پر خوشي کولو او د بین الافغاني مذاکراتو د بن بست پر ماتولو خبرې وشوې. د مایک پومپیو دغه سفر ښيي، چې د امریکا اوسنی حکومت، که څه هم کمه موده یې پاتې ده، د افغان سولې په تړاو او په ځانګړې توګه له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو په چاره کې جدي دی.

 

امنیتي وضعیت

په نومبر میاشت کې بیا هم په ټول هېواد کې جګړه روانه وه؛ خو د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه د تېرو میاشتو په پرتله نوې اندېښنې راوټوکېدې. د دې میاشتې په لومړیو کې پر کابل پوهنتون خونړي برید او د دغه برید مرموزوالي په پراخه کچه اندېښنې راوپارولې. پر کابل پوهنتون له برید وروسته د افغانستان د ملي امنیت له لوري د هېواد کابو ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبرداری ورکړل شو، چې ښایي د وسله‌والو مخالفینو له خوا بریدونه پرې وشي او له همدې کبله ټول تحصیلي او تعلیمي مرکزونه د کرونا ویروس د دویمې څپې د خپرېدو ترڅنګ د امنیتي ګواښونو له کبله تر حوت میاشتې پورې رخصت شول. د کابل پوهنتون برید ته ورته د نومبر میاشتې په وروستیو کې په بامیانو کې هم خونړی برید وشو، چې طالبانو پکې لاس لرل رد کړل. همدا راز له ولسي جرګې څخه د امنیتي ارګانونو د وزیرانو د باور رایې اخیستلو په ورځ، پر کابل ښار لسګونه توغندیز بریدونه وشول، چې بیا هم طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره لاس لرل پکې رد کړل او دا بریدونه یې وغندل. دغو بریدونو په پراخه کچه د امنیتي وضعیت پېچلتیا ښکارندویي کوله او پراخې اندېښنې یې راوپارولې؛ ځکه په اکتوبر میاشت کې هم د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د کوثر دانش په نوم یوه روزنیز مرکز خونړی برید وشو، چې لږترلږه ۲۵ زده کوونکي پکې ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور پکې ټپیان شول. د هغه برید مسؤولیت داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غاړه واخیست؛ که څه هم د هغې اعلامیې رښتیاوالی نه دی تصدیق شوی.

له دې سره سره، دا چې په تېره میاشت کې د تاوتریخوالي ګڼو پېښو د افغانانو او نړیوالو پراخ غبرګونونه له ځان سره لرل، د نومبر میاشتې په اوږدو کې طالبانو د تېرې میاشتې په څېر د ولایتونو په مرکزونو کې کوم ډله ییز برید ونه کړ. په تېره میاشت کې په هلمند کې د طالبانو پراخو بریدونو په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول. که څه هم، په یو شمېر ولایتونو کې بیا هم د طالبانو په بریدونو کې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، چې له ډلې یې د غزني او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو بریدونه د یادولو وړ دي. همدا راز د نومبر میاشتې په ۱۳مه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورغله او په نومبر میاشت کې د بدخشان تر مایمۍ ولسوالۍ وروسته دا دویمه ولسوالي وه چې سقوط شوه.

سترې امنیتي پېښې

په نومبر میاشت کې کابل، کندهار، غزني، بدخشان او بامیان ولایتونه د نورو ولایتونو په پرتله د خونړیو پېښو شاهدان وو. د نومبر په لومړیو ورځو کې طالبانو د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ او پنجوایي ولسوالیو کې پراخ همغږي شوي بریدونه وکړل، چې په پایله کې لسګونه ملکیان، طالب جنګیالي او افغان پوځیان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

د نومبر په ۲مه نېټه داعش جنګیالیو پر کابل پوهنتون ډله‌ییز برید وکړ، چې د ځینو باوري سرچینو له قوله ۳۲ تنه محصلین او یو پولیس ووژل شول او ۴۷ نور ملکي وګړي ټپیان شول. که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه برید تلفات ۲۲ وژل شوي او ۲۷ ټپیان اعلان کړل. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید وغانده او د حکومت له لوري یې پړه پر طالبانو وراچول د دوی پرضد دسیسه وبلله او خپله حکومت یې د دغه برید تر شا پر لاس لرلو تورن کړ. له دغه برید وروسته د داعش ډلې له لوري د یوې جعلي وېډیو خپرېدو د دغه برید لا ډېر مرموزوالی روښانه کړ. په هغه وېډیو کې څو تنه د داعش ډلې د جنګیالیو په اسلوب په برید کې لاس لرل ردوي او دا برید د طالبانو کار بولي؛ خو نړیوالو څېړونکو دغه وېډیو مسخره او جعلي وبلله.

همدا راز په بدخشان کې د یوې ولسوالۍ سقوط، پر کابل ښار توغندیز بریدونه او په بامیانو کې چاودنې نورې خونړۍ پېښې وې. د نومبر پر ۱۹مه نېټه د بدخشان پر مایمۍ ولسوالۍ د طالبانو په ډله ییز برید کې د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان، امنیت آمر او جنایي آمر په ګډون لږ تر لږه ۲۸ تنه افغان سرتېري ووژل شول. دغه ولسوالۍ د برید په پایله کې سقوط شوه. د نومبر په ۲۱مه پر کابل ښار ۲۳ راکېټ وتوغول شول، چې په پایله کې یې ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شول. د نومبر په ۲۴مه نېټه د بامیانو ولایت په مرکز کې د چاودنو په پایله کې ۱۷ تنه ملکي وګړي او یو ترافیک پولیس ووژل شول او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان شول. بامیان د هېواد له باامنیه ولایتونو شمېرل کېږي او معمولا د طالبانو فعالیتونه پکې کم دي.

د نومبر په وروستیو ورځو کې په غزني کې د طالبانو خونړي برید لسګونه افغان پوځیان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. دغه موټربم برید نومبر په ۲۹مه په غزني ښار کې د ملي اردو پر کنډک وشو، چې په پایله کې یې ۳۰ تنه ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول.

د دې ترڅنګ، د افغان ځواکونو له لوري هم خونړي هوایي بریدونه وشول، چې د طالبانو ترڅنګ پکې ملکي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته. د بېلګې په توګه د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د بمبارۍ په پایله کې ۱۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول.

 

تلفات

په نومبر میاشت کې بیا هم د جګړې په ډګر کې د پراخ تاوتریخوالي په پایله کې سلګونه ملکي وګړي، افغان سرتېري او طالب جنګیالي ووژل شول. د جګړې د دواړو لورو ترڅنګ، ملکي وګړي او په تېره بیا ښځې او ماشومان د دغې جګړې اصلي قربانیان دي. تازه د ماشومانو د ژغورنې بنسټ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په تېرو ۱۴ کالو کې په افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول پنځه ماشومان وژل شوي یا ژوبل شوي دي. د دغه راپور د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې ټول ۲۶۰۲۵ ماشومان په افغانستان کې وژل شوي یا معلول شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هم تېره میاشت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې د روان کال په دریو ربعو کې ۲۱۱۷ تنه ملکي وګړي په جګړو کې وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان شوي.

د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز له لوري د جګړې د مرګ ژوبلې د راټولو شوو شمېرو له مخې، په نومبر میاشت کې د ښکېلو لورو او ملکیانو ۱۶۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۷۴۵ پکې وژل شوي او ۸۶۹ نور هم ټپیان شوي. د دغو راپورونو شمېرو ته په کتلو، بیا هم ډېره مرګ ژوبله طالبانو او ورپسې په ترتیب سره حکومتي ځواکونو او ملکي وګړو ته اوښتې. (جدول-۱).

په نومبر میاشت کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې ښيي، چې د تلفاتو کچه د تېرې (اکتوبر) میاشتې په پرتله راټیټه شوې ده. په اکتوبر میاشت کې د ښکېلو لورو او ملکیانو ۱۹۵۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې ۱۱۴۳ پکې وژل شوي او ۸۱۱ نور هم ټپیان شوي وو. د مرګ ژوبلې د کچې راټېټېدو یو مهم لامل هم په تېره میاشت کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو ملي او نړیوال غبرګونونه وو، چې له کبله یې د طالبانو په بریدونو کې تر یوه بریده کموالی راغی.

له دې سره سره، ملکي وګړي په نومبر میاشت کې بیا هم د جګړې عمده قربانیان وو، چې تر ډېره د داعش ډلې له لوري او نورو مرموزو بریدونو کې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده. قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې روان خونړنی وضعیت د بین الافغاني تفاهم د بریالي کېدو له لارې پای ته رسېدای شي او تر څو چې د دواړو لورو ترمنځ پر یوه ټولشموله اوربند توافق نه وي شوی، ورانکارو ډلو ته به په هېواد کې د خونړیو بریدونو او فعالیتونو زمینه برابره وي.

 

جدول-۱: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله (نومبر ۲۰۲۰م)

نوم وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۲۵۹ افغان ځواکونه ۱۹۴
د دولت وسله‌وال مخالفین ۲۸۸ د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۳۳
ملکي وګړي ۱۹۸ ملکي وګړي ۵۴۲
بهرني ځواکونه ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۷۴۵ مجموعه ۸۶۹
ټول وژل شوي او ټپیان         ۱۶۱۴

پای

 

همچنین ببینید

د افغانستان د وضعیت میاشتنی تحلیلي راپور (مارچ ۲۰۲۲م)

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.  مقدمه دا راپور …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *