افغانان له تېرو څو میاشتو راهیسې له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دي. پر افغانستان اقتصادي بندیزونه، پراخه بېکاري او د لومړنیو توکو د بیو لوړوالی ان د دې لامل شوی، چې ملیونونه افغانان ان د لوږې له ګواښ سره مخ شي او همدا لامل دی، چې د بېلابېلو نړیوالو ادارو له لوري په پرله پسې توګه په هېواد کې د بشري ناورين خبرداري ورکول کېږي. د دغه وضعیت اساسي لامل د پخواني حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له راتګ سره پر افغانستان پراخ اقتصادي بندیزونه او ورسره هم مهاله د نړیوالو مرستو بندېدل دي. د افغانستان اقتصاد په تېرو شلو کلونو کې پر نړیوالو مرستو ولاړ و او د لسګونه ملیارده ډالرو له راتګ سره سره په هېواد کې د پراخ اداري فساد له کبله زیربنایي کارونه ونه شول. همدا لامل و، چې د نړیوالو مرستو له بندېدو سره افغانستان په ناڅاپي توګه سخت اقتصادي بحران تجربه کړ.
نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا که څه هم ظاهرا په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین په مخنیوي کې د مرستو او همکاریو خبرې کوي، خو عملا د افغانستان د شتمنیو کنګل کول د دغې داعیې خلاف اقدام بلل کېږي، کوم چې د اوسني اقتصادي بحران اساسي لامل دی. د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو په بې مخینې توګه د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت راټیټ کړ او هم یې د افغانستان بانکي نظام له ستونزو او ننګونو سره مخ کړ، چې په ځانګړې توګه د ډالر د بیې لوړېدو د افغانستان په بازارونو کې د توکو بیې لوړې کړې او عام افغانان یې له پراخو ستونزو او ننګونو سره مخ کړل. د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا دا چلند اساسا پر طالبانو د فشارونو واردولو په موخه دی، حال دا چې د نړیوالو څېړنیزو ارګانونو څېړنې ښيي چې د نړیوالې ټولنې دغه چلند د طالبانو پر پرېکړو او چلند هېڅ اغېزې نه دي لرلې، بلکې زیان یې عامو افغانانو ته رسېدلی دی. د بحران نړیوالې ډلې په خپل یوه وروستي راپور کې له همدې امله پر امریکا غږ کړی، چې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ خوشې کړي.
بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ادارو په تېرو څو میاشتو کې په پرله پسې توګه په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی، خو د دغه بشري ناورین د مخنیوي لپاره یې تګلارې خورا مبهمې دي. تراوسه یو شمېر مرستې افغانستان ته رسېدلې او پر عامو خلکو توزیع شوې دي، خو د دغو مرستو د موثریت په اړه پراخې پوښتنې شته دي، ځکه هېڅ ډول روښانه میکانیزم یې نشته.
د افغانستان اسلامي امارت په خپل وروستي اقدام کې د “افغانستان اقتصاد” تر نوم لاندې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړ، چې پکې یې پر نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او هم د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي. د افغانستان د اسلامي امارت رئیس الوزراء د روان اقتصادي بحران اساسي لامل د دغو شتمنو کنګل کول وبلل. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازې دیبورا لاینز په دغه کنفرانس کې وویل، چې بشردوستانه مرستې د افغانستان د اقتصاد رغولو بنسټیزه لاره نه ده، بلکې د یوه لومړني اقدام په توګه د افغانستان کنګل شتمنۍ باید خوشې شي او د افغانستان اقتصاد په بنسټیزه توګه احیاء شي.
د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو دریځونه ښيي، چې اوسمهال د افغانستان اقتصاد د نړیوال سیاست قرباني شوی او که دا وضعیت دوام کوي، په سیاسي ډګر کې پر بدلون له اغېزو پرته به یې د دغه هېواد اقتصاد نور هم د خرابۍ په لور ځي.
له دې کبله اوسمهال له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا څخه د افغانانو غوښتنه دا ده، چې د طالبانو له حکومت سره د ستونزو له کبله نباید ټول افغان ملت ته جزا ورکړل شي، بلکې له دغه حکومت سره د یوه واقعیت په توګه تعامل ته داخل شي او پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لرې کړای شي. اوسمهال نړیواله ټولنه هم د اسلامي امارت هېڅ بدیل نه شي وړاندیز کولی، بلکې یوازې یې فشار پر دې دی، چې اسلامي امارت په خپلو تګلارو کې بدلون راولي، کوم څه چې اقتصادي بندیزونو هېڅ ډول اغېزې نه دي پرې لرلې. په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت ته پکار ده، چې له نړیوالې ټولنې سره د تفاهم لاره خپله کړي او په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي. اوسمهال اړتیا ده چې د هېواد د اقتصادي نظام له بشپړ سقوط څخه د مخنیوي لپاره د نړیوالو یو شمېر مثبتو غوښتنو ته لبیک وویل شي، کوم چې په داخلي کچه هم د افغانانو غوښتنې بلل کېږي.
پای