لیکنه: قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز
په افغانستان کې د ټولشموله نظام جوړېدل له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې یوه هغه غوښتنه ده، چې د حکومت په توګه یې د طالبانو په رسمیت پېژندل ورپورې تړلي دي. طالبان بیا د نړیوالو د دغې غوښتنې په مقابل کې تل استدلال کوي چې نظام یې عملا ټولشموله دی او د هېواد د ټولو قومونو او سیمو خلک په نظام کې شامل دي. د ټولشموله حکومت د ډول او جوړښت په اړه ځینې منل شوي نړیوال تعریفونه شته دي، خو د افغانستان په قضیه کې بیا له دغې اصطلاح څخه بېلابېل برداشتونه شته دي او دا یو هغه لامل هم دی چې د طالبانو متقابل استدلال ته یې زمینه برابره کړې ده.
په نړیوالو سیاسي ادبیاتو کې د ټولشموله حکومت معنا دا ده، چې د یوې ټولنې ټول وګړي په نظام کې خپل ځان وګوري او د ښځواو لږکیو په شمول د ټولنې ټولو وګړو ته خدمات وړاندې کړي، د هغوی حقونه خوندي کړي او د هغوی استازي په حکومت کې ښکېل وي. په ورته وخت کې حتی په پرمختللو دیموکراتیکو نظامونو کې هم د ټولنې ټول سیاسي جریانونه تل په حکومت جوړونه کې مستقیما ښکېل نه وي، بلکې پاتې سیاسي ډلې د اپوزیسیون تر نامه لاندې د هېوادونو په سیاسیتونو کې رول لوبوي. له دې کبله لږ تر لږه ټولو پرګنو ته د سیاسي فعالیت زمینه برابره وي. خو هغه لوري چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنې کوي، تراوسه یې د خپلې خوښې یوه ټولشموله حکومت د ډول او جوړښت په اړه کوم روښانه تصویر نه دی وړاندې کړی او دا څرګنده نه ده چې له ټولشموله حکومت څخه د دوی برداشت څه دی. ځینې شنونکي استدلال کوي چې د ټولشموله نظام له غوښتنې سره هر هېواد هڅه کوي چې په نظام کې هغوی ته وفادار سیاسیون شامل شي. ځینې په دې اند دي، چې دا غوښتنه په نظام کې د تېرې دورې د سیاسیونو د راشاملېدو په موخه ده. همدا راز نور بیا د ټولشموله حکومت معنا دا بولي چې واک د تېرو څو کلونو په څېر د بېلابېلو ګوندونو ترمنځ ووېشل شي.
د تېر کال د اګست میاشتې له تحولاتو وړاندې نړیوالې ټولنې په پرله پسې توګه ټینګار کاوه، چې د زور له لارې رامنځته شوی نظام به په رسمیت ونه پېژني او اساسا د نظام پر ټولشمولیت ټینګار کېده او اساسي تصور هم دا و چې طالبان به هم د شته سیاسي لوبغاړو ترڅنګ نظام ته ورګډېږي؛ خو کله چې طالبان د زور او ځواک له لارې د ټول افغانستان پر خاوره واکمن شول د یوه ټولشموله حکومت توقعات هم ورسره کمزوري شول او له همدې کبله نړیوالو د راتلونکي نظام پر ټولشمولیت خپل ټینګار نور هم زیات کړ، بلکې طالبانو ته یې د رسمیت پېژندنې لپاره د یوه شرط په توګه وړاندې کړ. خو بیا هم د نړیوالې ټولنې اوسني چلند ته په کتلو سره دا شونتیا قوي شوې چې د طالبانو نظام به ورو ورو د نارسمي (de facto) نظام په توګه په رسمیت ومنل شي، کوم څه چې عملا هم تر یوه بریده جریان هم لري. مګر په دې اړه لا هم روښانه تصویر نشته چې ایا طالبان به د رسمي (de jure) حکومت په توګه د نړیوالو له لوري په رسمیت وپېژندل شي کنه. ښکاري چې دا چاره تر ډېره له همدې سره تړلې چې طالبان به د نړیوالو د غوښتنو په مقابل کې څومره مثبت ګامونه اوچت کړي، چې یوه مهمه غوښتنه یې د ټوله شموله حکومت رامنځته کېدل دي. ظاهرا داسې ښکاري چې طالبان د نړیوالې ټولنې د دې غوښتنې منلو ته چمتو نه دي، ځکه له یوې خوا له خپلو افرادو پرته پر نورو سیاسیونو د خپل نظام د بقا لپاره باور نه شي کولی او له بلې خوا دا فکر پرې حاکم دی، چې امریکا او ناټو ته یې ماتې ورکړې او اوس د دوی حق دی چې په یوازې سر پر هېواد واکمن اوسي.
عام افغانان پر دې خوښ نه دي، چې حکومتي واک دې یو ځل بیا د تېرو کلونو په څېر سره ووېشل شي او یو اېتلافي حکومت دې رامنځته شي. همدا راز د تېرې شل کلنې دورې د سیاسي واکمنانو په اړه هم خورا منفي ذهنیت حاکم دی، ځکه د تېرې شل کلنې دورې پر ډېرو چارواکو د فساد قوي تورونه شته دي او د ملت د شتمنیو د لوټ تالان ګوته ورته نیول کېږي. عامه تصور دا دی، چې د هېواد په ټولو پرګنو کې له پخوانیو سیاسیونو پرته نور پاک او مخلص شخصیتونه شته دي او هغوی ته باید د تصمیم نیونې په کچه په حکومت کې رول ورکړل شي. خو دا عامه ذهنیت بیا داسې مهال دی، چې د ټول شموله نظام په اړه د ګڼ شمېر هېوادونو غوښتنې په دې معنا ګڼل کېږي، چې ګویا د تېرې دورې سیاسي څېرو ته دې په نظام کې ځای ورکړل شي. د طالبانو یوه سرپرست وزیر څه موده وړاندې افشا کړه، چې دوی ته د ځینو پخوانیو سیاسیونو نوملړ ورکړل شوی، ترڅو د نظام برخه وګرځي. دې چارې په تېرو حکومتونو کې هم د نظام پر جوړښت اغېزې کړې وې او بېلابېلو هېوادونو له افغان حکومت سره خپلې ښې او بدې اړیکې په نظام کې د خپلو وفادارو سیاسیونو په شمولیت یا نه شمولیت سره سنجولې.
د ټول شموله نظام په اړه د طالبانو تصور تراوسه دا دی، چې د ټیټې کچې حکومتي مامورین به د هېواد له ټولو پرګنو څخه وي. له همدې کبله طالب چارواکو تل دا استدلال کړی، چې د دوی د حکومت اکثریت مطلق مامورین د تېر حکومت پاتې کارکوونکي دي او همدا راز په حکومت کې د ټولو قومونو وګړي حضور لري. له دې کبله لږ تر لږه تراوسه دا شونتیا کمه ده چې طالبان دې په اسانۍ سره د تېرې دورې سیاسیون بیا واک ته راولي. همدا لامل دی چې د راتلونکي نظام د نوعیت او سیاسي رهبرۍ په ټاکنه کې د ټولو وګړو د رول په اړه بشپړ ابهام موجود دی او لا هم څوک نه پوهېږي چې د هېواد راتلونکی نظام به څه ډول وي.
که په ټولیز ډول د ټول شموله نظام قضیې ته وګورو، سره له دې چې د افغانستان ډیموګرافیک جوړښت داسې دی، چې په دغه هېواد کې تک حزبي نظام نه شي پایېدلی او له بلې خوا د اوږدو جګړو له کبله د بېلابېلو هېوادونو لاسوهنې د دې لامل کېږي، چې ځینې مشخصې کړۍ د نظام پر ضد تقویه او حتی مسلح شي؛ خو اوسمهال داسې برېښي چې طالبان به په اسانۍ سره د دوی له افرادو پرته نورو سیاسي اړخونو ته په لوړپوړو څوکیو کې د پاتې کېدو فرصت ورنه کړي او له همدې کبله هم سخته برېښي چې نور هېوادونه د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. ښکاري چې طالبان اوسمهال د زور او ځواک کارولو او د وسله والو سیاسي مخالفینو د ځپلو تګلاره مخته وړي. په اوسني وخت کې له هېواده وتلو ناراضي افغانانو د پخلاینې کوم منظم پلان هم تر لاس لاندې نشته او دوی چمتو نه دي چې نورو احزابو او سیاسیونو ته په واک کې اساسي ونډه ورکړي. له دې کبله له عامو افغانانو سره دا اندېښنې شته دي چې اوسنی وضعیت به له شته اقتصادي او سیاسي ستونزو سره سره دوام کوي او په لنډمهال کې د کوم بنسټیز بدلون تمه نه شي کېدای، چې له کبله یې د سیاسي او امنیتي ګډوډیو او ستونزو د زیاتوالي احتمال هم شته دی.
پای