خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۳ – ۱۹ ډسمبر ۲۰۱۹م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۳ – ۱۹ ډسمبر ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۳۲مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال ډسمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د قوس له ۲۲مې تر ۲۸ مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. په دې اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه ۲۰۷ تنه وژل شوي او ۱۱۵ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله راټیټه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۴۴۳ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو؛ خو دا اوونۍ ټول ۳۲۲ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله د ټیټوالي ښودنه کوي؛ خو دا اوونۍ یو ځل بیا د دغو ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د نفوذي کسانو په خونړي برید کې درنه مرګ‌ژوبله واوښته. دغه پېښه د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې وشوه، چې پکې د سیمه‌ییزې اردو ۲۵ سرتېري ووژل شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله کمه شوې؛ خو ملکیانو ته بیا هم د دولت د وسله‌والو مخالفینو له لوري په ځای پر ځای شوو ماینونو کې درنه مرګ‌ژوبله واوښته. یوازې په دوو دا ډول پېښو کې په غزني او خوست ولایتونو کې ۲۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول.

همدا راز د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم په مجموعي ډول د تېرې اوونۍ په پرتله راټیټه شوې. په دې اوونۍ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې ټیټوالی هم د هوایي بریدونو د کموالي له کبله دی.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د ډسمبر ۱۳مه:

د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په لیونۍ بازار سیمه کې د وسله‌والو طالبانو نفوذي کسانو د سیمه‌ییزې اردو په یوه پوځي مرکز کې ۲۵ تنه سرتېري وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات ښار د دوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپېژاندو موټرسایکل سپرو ۳ پولیس په ډزو ووژل.

د ډسمبر ۱۴مه:

د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر یوه رنجر ډوله موټر د ماین چاودنه کې ۳ سرحدي پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوي دی.

د ډسمبر ۱۵مه:

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې افغان ځواکونو د یوه نامسؤول وسله‌وال نظام الدین قیصاري کور کلا بند کړ او د څو ساعته نښتې او هوایي برید له کبله قیصاري ته ۱۲ وفادار وسله‌وال وژل شوي او لږ تر لږه ۴ افغان پوځیان ټپیان شوي دي.

د کابل ـ غور پر لویه لاره د دولتیار ولسوالۍ په سمک سیمه کې، د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو په وسله‌واله نښته کې یو د ملي اردو سرتېری او دوه کومانډو پوځیان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ او هرات ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۳ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د هرات ښار په برامان سیمه کې په یوه کافي شاپ کې چاودنه وشوه، چې پکې د ملکي وګړو ترڅنګ ۳ پولیس سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۱۶مه:

د بادغېس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې د دغې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر او یو پولیس وژل شوي دي.

د هرات ولایت د اسلام قلعه او هرات ښار پر لویه لار د کمرګ پر دوو پولیسو برید وشو، چې یو پکې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په ودانۍ کې د یوې چاودنې له کبله یو د ولسوال ساتونکی وژل شوی دی.

د پروان ولایت به مرکز چاریکار ښار کې د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې ووژل شو.

د ډسمبر ۱۷مه:

د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې پر افغان پولیسو د ګزمې پرمهال د ماین چاودنه کې یو پولیس وژل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د بادغېس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دي.

د غزني ښار اړوند شهباز سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند الکوزي چوک سیمه کې په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوی ماین پر یوه رنجر موټر چاودنه وکړه، چې د ملکي وګړو ترڅنګ پکې یو ملي پولیس او ۵ ترافیک پولیس ټپیان شول.

د ډسمبر ۱۹مه:

د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې له کبله یې ۲ د ملي امنیت کارکوونکي وژل شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۲۸ ۱۱

۳۹

پولیس

۳۰ ۱۹ ۴۹
مجموعه ۵۸ ۳۰

۸۸

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د ډسمبر ۱۳مه:

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په شوراب بندر کې په یوه هوايي برید کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په لیونۍ بازار سیمه کې وسله‌والو طالبانو د ملي اردو پر یوه پوځي مرکز برید وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه او ۷ تنه وسله‌وال پکې ووژل شول.

د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ وسله‌وال وژل شوي دي.

د ډسمبر ۱۴مه:

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د افغان کومانډو ځواکونو په برید کې، یو د دولت وسله‌وال مخالف وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د بغلان ولایت په بورکه او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۸ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د ډسمبر ۱۵مه:

د کابل ـ غور پر لویه لار د دولتیار ولسوالۍ په سمک سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو په وسله‌واله نښته کې د افغان ځواکونو ترڅنګ ۲۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي  او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۱۶مه:

د کندز ولایت په چهاردره او امام صاحب ولسوالیو کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د اروزګان ولایت په شهید حساس ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د ملکي وګړو د خوشې کولو په موخه د وسله‌‌والو طالبانو پر یوه زندان برید وکړ، چې له کبله یې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اروزګان ولایت د ترینکوټ ښار په اړوندو سیمو کې د افغان کومانډو ځواکونو په برید کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت په برکي‌برک ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو په برید کې ۵ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د ډسمبر ۱۷مه:

د غزني ښار اړوند شهباز سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۱وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په شاه‌ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د ډسمبر ۱۸مه:

د فاریاب ولایت قیصار او دولت آباد ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت په پشت‌کوه ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د ډسمبر ۱۹مه:

د پکتیکا ولایت د محمد دوست کلي په خیر کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید او مخامخ نښته کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان

ټول وژل شوي او ټپيان

طالبان

۱۲۲ ۳۰ ۱۵۲
مجموعه ۱۲۲ ۳۰

۱۵۲

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د ډسمبر ۱۳مه:

د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې پر یوه کاسټر ډوله موټر د سړک ترغاړې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه، چې د یوه ماشوم او څلورو ښځو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۱۴مه:

په هرات ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو د دفتر یو کارمند د یوه ناپېژاند وسله‌وال له لوري په خپل دفتر کې په ډزو ووژل شو.

د ډسمبر ۱۵مه:

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ده‌هزار سیمه کې د راکټ د مرمۍ په چاودنه کې ۲ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو.

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ او هرات ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې د پولیسو ترڅنګ ۴ ملکي وګړي هم ټپیان شول.

د هرات ښار په برامان سیمه کې په یوه کافي شاپ کې چاودنه وشوه، چې پکې د پولیسو ترڅنګ ۲ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۱۶مه:

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ پر ودانۍ چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۴ حکومتي مامورین ټپیان دي.

د خوست ولایت د علیشرو ولسوالۍ په ابوخانه سیمه کې د سړک ترغاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د پنځو نارینه‌وو، درې ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ډسمبر ۱۷مه:

د کندز ښار په باغ امیر سیمه کې د یوه هاوان مرمۍ د لګېدنې له کبله ۶ ماشومان ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د افغان-ګاز فابریکې پر موټر د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو کاریگر وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د مزار شریف ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند په الکوزي چوک کې په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي ماین پر یوه رنجر موټر چاودنه وکړه، چې پکې د پولیسو ترڅنګ ۱۶ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۱۸مه:

د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ د مرکز اړوند سیمه کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا په توغندیز برید کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د ډسمبر ۱۹مه:

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په باغ داوود سیمه کې په یوه هایلکس ملکي موټر پورې نښلول شوي ماین چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲ نور ټپیان شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۲۷ ۵۵

۸۲

مجموعه

۲۷ ۵۵

۸۲

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د قوس له ۲۲مې تر ۲۸مې (د ۲۰۱۹م د ډسمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۳۲۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۲۰۷ پکې وژل شوي او ۱۱۵ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه د تېرې اوونۍ په پرتله راټیته شوې ده. د افغان حکومت په اړخ کې، تېره اوونۍ ۷۰ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا شمېره د ټیټوالي ښودنه کوي او ټول ۵۸ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم په دې اوونۍ کې راټیټه شوې ده. تېره اوونۍ ۱۳۹ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټول ۱۲۲ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي. همدا راز د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. تېره اوونۍ د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۳۱ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۲۷ تنو ته راټیټه شوې ده.

سره له دې چې دا اوونۍ د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله ټيټه وه؛ خو یو ځل بیا د افغان ځواکونو په لیکو کې د نفوذي کسانو په یوه خونړي برید کې د درنې مرګ‌ژوبلې شاهدان وو. په دغه برید کې چې د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د ډسمبر په ۱۳مه وشو، د سیمه‌ییزې اردو ۲۵ سرتېري ووژل شول. تر دې دوې ورځې وړاندې یوه ورته پېښه د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې هم وشوه او لږ تر لږه ۷ پولیس پکې ووژل. په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په لیکو کې د نفوذي کسانو بریدونه بې کچې زیات شوي. د ملي شورا غړو هم پر دغه وضعیت کلکه نیوکه کړې. دوی غوښتنه کړې، چې امنیتي چارواکي باید د دغو پېښو په اړه ځواب ووایي.

د افغان ځواکونو په لیکو کې د داخلي بریدونو کچه په تېرو څو کلونو کې د لوړېدو په حال کې ده او مرګ‌ژوبله یې هم کال په کال د لوړوالي ښودنه کوي. د ۲۰۱۶ کال د جنوري له لومړۍ نېټې د نوامبر تر ۱۲مې پورې ۵۶ داخلي بریدونه شوي وو، چې پکې ۱۵۱ تنه وژل شوي وو او ۷۹ نور ټپیان شوي وو. دا کچه په ۲۰۱۷ کال کې هم د مخکېني کال په څېر لوړه وه او یوازې د جنوري له لومړۍ نېټې د اګست تر ۱۵مې پورې ۵۴ داخلي بریدونه شوي وو. په ۲۰۱۸ کال کې هم په ورته بریدونو کې خونړۍ مرګ‌ژوبلې واوښتې. په دغه کال کې تر ټولو مهمه پېښه په کندهار کې وشوه او د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پکې ووژل شو. د دغه کال له پیله تر اګست میاشتې پورې ۵۶ دا ډول پېښې شوې وې. په روان ۲۰۱۹ کال کې هم دا کچه لوړه ده. د سیګار د راپور له مخې، د ۲۰۱۹ کال له جنوري تر اګست پورې ټولې ۴۹ دا ډول پېښې شوې، چې پکې ۱۶۷ افغان پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

له بله پلوه، په دې اوونۍ کې ملکي وګړو ته هم یو ځل بیا د ماینونو په چاودنو کې درنه مرګ‌ژوبله واوښته. په یوه پېښه کې، د ډسمبر په ۱۳مه د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول. په یوه بله ورته پېښه کې هم، د ډسمبر په ۱۶مه د خوست په علیشېر ولسوالۍ کې ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول. د دولت د وسله‌والو مخالفینو له لوري ځای پر ځای کېدونکي ماینونه هغه عامل دی، چې په روانه جګړه کې ملکیانو ته پراخه مرګ‌ژوبله اړوي او د بشري حقونو نړیوالو ادارو تل د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي، چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي؛ خو لا هم په جګړه کې د ملکیانو وژنه په بې‌رحمانه ډول روانه ده.

د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله کې په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوړي. په دې اوونۍ کې هم په ګڼ شمېر پېښو کې ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. د ملګرو ملتونو د ماشومانو څانګې (یونیسف) په دې تړاو په خپل غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې په اوسط ډول په ورځ کې ۹ ماشومان د جګړې قرباني کېږي.

دا خونړی وضعیت داسې مهال دی، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې خپل وروستي پړاو ته رسېدلې او داسې ویل کېږي، چې د دواړو لورو ترمنځ نااعلان شوی اوربند هم شوی. وروستي پړاو ته د دغو خبرو اترو رسېدلو د عامو افغانانو ترمنځ هیلې راټوکولې دي؛ ځکه اوسمهال د غوڅ اکثریت افغانانو غوښتنه سوله او له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونګي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او سولې له لارې شونی دی. له همدې کبله پر نړیوالو او کورنیو ښکېلو لورو غږ کوو، چې د جګړې پر ډګر د تمرکز پر ځای د سولې هڅو ته پام واړوي.

 جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۵۸ افغان ځواکونه

۳۰

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۲۲ د دولت وسله‌وال مخالفین ۳۰
ملکي وګړي ۲۷ ملکي وګړي

۵۵

مجموعه

۲۰۷ مجموعه ۱۱۵

ټول وژل شوي او ټپیان               ۳۲۲

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *