خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۳۰ مې – ۱۲ جون ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۳۰ مې – ۱۲ جون ۲۰۱۹م)

 (ګڼه: ۴مه او ۵مه)

پېژندنه

قاصد د ستراتېژيکو څېړنو مرکز هره اوونۍ په افغانستان کې د جګړو او امنيتي پېښو له کبله ښکېلو لورو او ملکي خلکو ته اوښتې مرګ‌ژوبله په دقيق ډول څاري او دغه اوونيز راپور ترې چمتو کوي.

په تېره اوونۍ کې د جګړې له کبله اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې د افغان حکومت د وياندويانو، د طالبانو د سرچينو، په سيمه کې عيني شاهدانو او نورو بېلابېلو ادارو د باوري راپورونو او معلوماتو له مخې راټولې شوې دي. د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د دولت وسله‌ والو مخالفينو ته ډېره مرګ‌ژوبله په مخامخ جګړو کې اوښتې ده او افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته بيا په چاودنو  او مخامخ جګړو کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راپور د ۲۰۱۹ کال د مې له ۳۰مې د تر جون ۱۲مې پورې (د ۱۳۹۸ کال د جوزا له ۹مې تر ۲۲مې پورې) دوو اوونیو کې د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې رانغاړي. دلته افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېرې او جزئیات په جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله

په تېرو دوو اوونیو کې افغان ځواکونو ته د مخامخ جګړو او چاودنو له کبله مرګ‌ژوبله اوښتې ده. په کابل ښار کې د مارشال محمد قسیم فهیم پوځي پوهنتون د ننوتلو دروازې ته څېرمه د یوې چاودنې له کبله د ملي ارذو ۶ پوځیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د مې په ۳۰مه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۴ تنه سرتېري د طالبانو د برید له امله وژل شوي دي. د مې په ۳۱مه د بادغېس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په نښته کې ۱۰ تنه د خاصې قطعې پولیس وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. د جون په لومړۍ نېټه د فراه ولایت په لاش جوین سیمه کې پر امنیتي پوستو د برید له امله ۵ سرحدي پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۲مه په غزني ولایت کې د یو ځای پر ځای شوي ماین له امله ۵ تنه پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د کوچني اختر په شپو کې د جون په ۵مه ۶مه او ۷مه په لوګر، بغلان، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۱۹ تنه افغان پولیس وژل شوی دي. د جون په ۶مه په غور ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو په نښته کې د افغان ځواکونو ۱ لوړپوړی قومندان وژل شوی دی. د جون په ۷مه د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ په پشته نور کلي کې د طالبانو په برید کې ۱۴ تنه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي. د جون په ۸ مه د دایکنډي په پاتو ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه برید په پایله کې ۲ تنه پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. د جون په ۹مه د فراه ولایت مرکز په حیدرقلي سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو  د برید له امله ۷ تنه پولیس وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۰مه په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۱ افغان سرتېری وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۲مه د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې یو دولتي پیلوت په وسله‌وال برید کې وژل شوی دی. د جون په ۱۲مه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی دی. د جون په ۱۱مه د زابل ولایت په دای چوپان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په نښته کې ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي. (جدول-۱).

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۷ ۱۶ ۲۳
پولیس ۷۵ ۴۵ ۱۲۰
مجموعه ۸۲ ۶۱ ۱۴۳

 

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌ژوبله

په تېرو دوو اوونیو کې د دولت وسله‌والو مخالفیونو ته د مخامخ جګړو چاودنو او شپنیو عملیاتو له کبله مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د مې په ۳۰مه د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو په نښته کې ۶۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د مې په ۳۰مه په هلمند ولایت کې د هوايي بریدونو له امله ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د مې په ۳۱ مه د پکتیا ولایت په احمد خېل ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په نښته کې د طالبانو ۳ سرګروپان وژل شوي او ۱۲ تنه وسله‌وال ټپیان شوي دي. د مې په ۳۱مه د بادغېس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په نښته کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي  دي.  د جون په لومړۍ نېټه د فراه ولایت په لاش جوین سیمه کې د سرحدي پولیسو او طالبانو د نښتې له امله ۳ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. دجون په لومړۍ نېټه په غزني ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو  عملیاتو له امله ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د جون په ۶ مه د هلمند ولایت په نهرسراج، نوزاد او مارجې ولسوالۍ کې ۲۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نته ټپیان شوي دي. د جون په ۶مه په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د جون په ۷مه د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په آپپران کلي کې د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي. د جون په ۹مه د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په هارون خېلو سیمه کې د ځانکړو ځواکونو په عملیاتو کې ۴ تنه او د خواجه عمري ولسوالۍ په اقاصي سیمه کې د هوايي برید له امله ۲ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د جون په ۹مه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ اړوند مرکېخلو سیمه کې د بې‌پيلوټه په هوايي برید کې د دوو وسله‌والو قومندانانو په ګډون ۹ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. همدا راز د جون په ۱۰مه د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې ۴ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي. په همدې ورځ د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې هم د یو شمېر عملیاتو له امله ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د جون په ۱۰مه په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۰مه د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځانکړو عملیاتو له کبله ۴۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د جون په ۱۱مه د زابل ولایت په دای چوپان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو په نښته کې ۵۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. (جدول-۲). د جون په ۱۲مه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پرمهال ۱۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۲ مه د تخار ولایت په نمک اب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو ۱ تن نظامي مسوول وژل شوی دی. د جون په ۱۲مه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې په ځانګړو عملیاتو کې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. دجون په ۱۲مه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د عملیاتو له امله ۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

 

 

جدول ۲: د دولت د وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۳۳۴ ۸۱ ۴۱۵
داعش
مجموعه ۳۳۴ ۸۱ ۴۱۵

 

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

ملکي وګړو ته هم په تېرو دوو اوونیو کې د چاودنو، چاپو او مخامخ جګړو له کبله مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د مې په ۳۰مه په کابل ولایت کې د مارشال محمد فهیم قسیم پوځي پوهنتون د ننوتلو  دروازې ته څېرمه د چاودنې له کبله ۱ ملکي وګړی وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي. د مې په ۳۱مه په کابل ولایت کې نهمې امنیتي حوزې ته څېرمه د وزیر کلا په سیمه کې د موټر بم چاودنې له کبله د بهرنیو ځواکونو ترڅنګ ۴ ملکي وګړي هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي. د جون په ۲مه د میدان وردګو ولایت د دایمیردادو ولسوالۍ په کوډۍ کلي کې د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې یو تن ملکي وګړی په ډېر ناوړه شکل سره وژل شوی او ۲ تنه ټپیان شوي دي. د جون په ۲مه د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د یوې چاودنې له امله ۱ تن وژل شوی او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۲مه په غزني ولایت کې د یو ځای پر ځای شوي ماین له امله ۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د جون په ۳مه د کابل ولایت په دارالامان سیمه کې د اداري اصلاحاتو کمیسیون د کارکوونکو پر کاسټر ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله ۵ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي. جون په ۴مه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له کبله ۲ تنه وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي. د جون په ۵مه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د یوه ځای پرځای شوي ماین له کبله ۴ تنه وژل شوي دي. د جون په ۵مه ۶مه او ۷مه په لوګر، بغلان، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د جون په ۹مه د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ د قیاق درې په سیمه کې وسله والو طالبانو یو محصل وژلي دی. د جون په ۱۰مه د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یو شمېر عملیاتو له امله ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د جون په ۱۱مه د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي چې څلور پکې ماشومان دي. (جدول-۳). د جون په ۱۲مه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو له امله ۱ تن ملکي وګړی ټپي شوی دی.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۳۹ ۵۷ ۹۶
مجموعه ۳۹ ۵۷ ۹۶

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

په تېرو دوو اوونیو کې بهرنیو ځواکونو ته نسبتا درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د مې په ۳۱مه د کابل ولایت نهمې امنیتي حوزې ته څېرمه د یوه موټر بم چاودنې له کبله ۴ بهرني پوځیان ټپیان شوي دي.

 

پایله

د تېرو دوو اوونیو راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د جوزا له ۹مې تر ۲۲مې (د مې میاشتې له ۳۰مې د جون تر ۱۲مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۶۵۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې تر ټولو ډېره پکې بیا هم د دولت وسله والو مخالفینو ته اوښتې ده. (جدول-۴). دا چې په دوو اوونیو کې دومره مرګ ژوبله د تېر په پرتله کمه ده، لامل یې د کوچني اختر په دریو ورځو کې د امنیتي پېښو کموالی دی. له دې سره سره، په دې موده کې بیا هم ملکي وګړو ته په وسله‌والو نښتو، چاپو او چاودنو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده؛ نو ځکه باید ښکېل لوري د ملکي خلکو ژوند ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ ژوبله

نوم

 

وژل شوي نوم

 

ټپــــــــیان
افغان ځواکونه ۸۲ افغان ځواکونه ۶۱
د دولت وسله‌وال مخالفین ۳۳۴ د دولت وسله‌وال مخالفین ۸۱
ملکي وګړي ۳۹ ملکي وګړي ۵۷
بهرني ځواکونه بهرني ځواکونه ۴
مجموعه ۴۵۵ مجموعه ۲۰۳
ټول وژل شوي او ټپیان     ۶۵۸

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *