خانه / اوونيز راپور / په دایمیرداد ولسوالۍ کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله/څېړنیز راپور

په دایمیرداد ولسوالۍ کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله/څېړنیز راپور

یادونه: د دغه راپور پي ډي اېف بڼه له دغه لینک څخه ډانلوډ کړئ.

پېژندنه

د میدان وردګو ولایت د دایمیردادو ولسوالۍ په څلورو کلیو کې د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ملکي خلک وژل شوي او ټپيان شوي دي.

دغه عملیات د ۱۳۹۸ کال د ثور په ۲۴مه (د ۲۰۱۹م کال د مې په ۱۴مه) شپه، چې د روژې له ۹مې نېټې سره برابره ده، د شپې له ۹ بجو د همدغې شپې تر وروستیو پورې وشول.

په دغو عملیاتو کې، چې په داداخېلو، محمد یارخېلو، شاه قدم او قولزنګي په نوم کلیو کې وشول، د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ د دغو کلیو خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي او کورونه ویجاړ کړل شوي دي.

که څه هم د میدان وردګو ولایت او نورو امنیتي ارګانونو د دغو عملیاتو په اړه سپیناوی نه دی کړی؛ خو د قاصد ستراتېژیکو څېړنو مرکز ځانګړي څېړنیز راپور موندلې ده، چې په دې پېښه کې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته کوم زیان نه دی اوښتی او قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي.

 

د پېښې تفصیلي جریان د ځایي خلکو په روایت

د پېښې په سیمه کې عیني شاهدانو او د سیمې اوسېدونکو قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز ته د دغو عملیاتو او له کبله یې د اوښتې مرګ ژوبلې جریان په لاندې ډول ویلی دی:

دغه شپني عملیات د ثور میاشتې په ۲۴مه (د سې شنبې شپه) د افغان ځواکونو له لوري د وسله‌والو طالبانو د نیولو په موخه د داداخېلو په نوم کلي کې وشول، چې ترڅنګ یې دغه کلي ته نژدې درې نور کلي لکه محمد یارخېل، شاه قدم او قولزنګی هم ورسره محاصره شول. عملیات د ماسخوتن په ۹ بجو پیل شول. افغان ځواکونو د داداخېلو کلي پاسنۍ برخه کې هغه پخوانی دولتي کلنیک په نښه کړ، چې اوسمهال پکې یوه دیني مدرسه جوړه شوې وه او د سیمې ماشومانو پکې د حفظ ترڅنګ ابتدایي دیني زده‌کړې کولې.

د عملیاتو له پیل او د چورلکو له غږونو سره په مدرسه کې یو شمېر ماشومان له مدرسې وتلي او په نږدې کوم ګوښه ځای کې یې د ځان پټولو هڅه کړې؛ خو له بده مرغه پر دغو ماشومانو برید شوی او ۶ تنه پکې ځای پر ځای وژل شوي دي. یو بل کس بیا په محمد یارخېلو کلي کې په خپل کور کې دننه وژل شوی دی. د دې ترڅنګ په شاه قدم کلي کې یو بزګر د خپل کور د دروازې له پرانیستلو سره په نښه شوی او د خپل کور په دروازه کې وژل شوی دی. په همدې کلي کې دوه تنه نور چې یو یې د کلي پاده‌وان دی او بل هم له ایران څخه تازه راستون شوی کاریګر دی، لا درکه شوي او دوې اوونۍ وروسته یې مړي د سیمې د اوبو په یوه ویاله کې موندل شوي دي. دوه تنه کلیوال هم افغان ځواکونو له ځان سره وړي، چې وروسته بیا خوشي شوي دي. همدا راز وسله‌والو ځواکونو په محمد یارخېلو او شاه قدم کليو کې له دوو کورونو ښځې او ماشومان ایستلي او هغه کورونه یې په بمونو الوځولي او په بشپړ ډول یې ویجاړ کړي دي.

د خواني په نوم د داداخېلو کلي یوه اوسېدونکي قاصد ته وویل: «موږ د ماسخوتن له لمانځه څخه د کور په لور روان وو، چې د چورلکو غږونه او پروازونه راپیدا شول. وروسته شپږ چورلکې په سیمه کې ښکته شوې او د محمد یارخېلو د کلي پاسنۍ برخه کې دیني مدرسه یې محاصره کړه. په پایله کې یې ۶ تنه د قرآن کریم حافظان ووژل، چې دوه پکې د حامد او روح الله په نومونو زموږ د کلي اوسېدونکي وو. نه دوی نظامیان نه وو او نه هم دوی د جګړې توان درلود؛ ځکه چې د دوی عمرونه تر پنځلس کلونو پورې رسېدل او دوی په دې مدرسه کې د قرآن کریم حفظ کاوه.»

د محمد یارخېلو د کلي یوه بل اوسېدونکي قاصد ته وویل: «زه خپله په دې شپه په خپل کلي کې نه وم؛ خو له بده مرغه زموږ یو کلیوال هم په دې پېښه کې وژل شوی دی». نوموړي د خپل کلیوال له خولې د دغه کس د وژل کېدو پېښه داسې بیان کړه: «زموږ د کلیوال (ظاهر) کور ته عسکر دننه شوي.. هغه ویل چې کله زموږ کور ته عسکر راغلل، نو ما د کور تر کړکۍ سر ورپورته کړ غوښتل مې ویې وینم، چې ناڅاپه ډزې وشوې او زما پښه ولګېده. وړاندې مې ماشومان ویده پراته وو، یوه مرمۍ مې په زوی ولګېده او ځای پر ځای یې ساه ورکړه».

د سیمې له خلکو سره د مرکو ترڅنګ مو د دغې پېښې په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو غبرګون هم څارلی دی او د سیمې زیات شمېر خلکو په ټولنیزو رسنیو کې هم د وژل شوو ماشومانو تصویرونه خپاره کړي دي.

 

د پېښې مرګ ژوبله

د سیمې د عیني شاهدانو په وینا، په دغو عملیاتو کې هېڅ کوم وسله‌وال کس او یا داسې څوک چې له وسله‌والو طالبانو سره تړاو ولري، نه وژل شوی او نه هم نیول شوی دی. ټول وژل شوي ۱۰ کسه ملکي وګړي دي.

په دغو وژل شوو کسانو کې ۷ تنه یې ماشومان وو، چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۵ کلونو په منځ کې وو. وژل شوي کسان دوه کسه د داداخېلو کلي، درې کسه د شاه قدم کلي، یو کس د محمد یارخېلو کلي، یو یې د کوه ګکي کلي، دوه کسه د چهاردېوال کلي او یو بل کس هم د قطب خېلو کلي اوسېدونکی و.

 

د پېښې په اړه د حکومتي ارګانونو بیان

د میدان وردګو ولایتي ادارې، چې معمولا د امنیتي پېښو جزئیات خپروي، د دغو شپنیو عملیاتو په اړه کوم بیان نه دی خپور کړی او نه یې هم د دغو ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو سپیناوی کړی دی؛ خو د دغه ولایت چارواکو د پېښې پر سبا رسنیو ته ویلي وو، چې د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د القاعده شبکې شپږ غړي د شپنیو عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. قاصد د دغه ولایت له مسؤولینو سره د اړیکې هڅه وکړه، ترڅو یې د دغې مرګ ژوبلې په تړاو نظر واخلي؛ خو د ولایت د نظر پر اخیستلو بریالي نه شوو.

 

پایله

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز د میدان وردګو ولایت د دایمیردادو ولسوالۍ په څلورو کلیو (داداخېلو، محمد یارخېلو، قولزنګي او شاه قدم) کې د ثور میاشتې (۱۳۹۸ ل) په ۲۴مه شپه د شپنیو عملیاتو (چاپې) په پېښه کې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه له ځایي خلکو سره د مرکو له لارې موندلې، چې په دې پېښه کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. په دې پېښه کې هېڅ وسله‌وال جنګیالي ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې. دغه راز دوه کورونه، چې د ګڼ شمېر ماشومانو په ګډون د دوو کورنیو یوازېنۍ سرپناه وه، په بشپړ ډول ویجاړ کړل شوي دي.

دا چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په تېره بیا د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو اترو له پیل وروسته په ټول هېواد کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو او چاپو کې د ملکي خلکو مرګ‌ژوبله په بې‌درېغه ډول زیاته شوې ده، د میدان وردګو ولایت په ځانګړې توګه د دایمیردادو  ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم په دا ډول عملیاتو کې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

د دغه راپور موندنو ته په کتلو سره، په شپنیو عملیاتو او چاپو کې د ملکي خلکو له ژوند سره په خورا بې‌رحمانه ډول بې‌پامي کېږي. د دغه څېړنیز راپور د وړاندیز په توګه، د افغان حکومت له امنیتي ارګانونو په کلکه غوښتنه کېږي، چې د ملکي خلکو پر کورنو چاپې او بمبارۍ بندې کړي او د حکومت او ولس ترمنځ د واټن لا زیاتولو ته لاره هواره نه کړي.

پای

 

د مرکه شوو لېست:

  1. خواني – د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د داداخېلو د کلي اوسېدونکی، قومي مشر.
  2. ظاهر – د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د محمدیار خېلو د کلي اوسېدونکی، د پېښې قرباني.
  3. محمد شریف – د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکی او د سیمې د یوه ښوونځي ښوونکی.
  4. احسان الله – د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د داداخېلو د کلي اوسېدونکی.
  5. محمودي – د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکی او د معارف وزارت کارکوونکی.
  6. محمد هاشم – د پېښې د سیمې اوسېدونکی او په سیمه کې د یوه ښوونځي ښوونکی.

 

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *