خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۳– ۱۹ جون ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۳– ۱۹ جون ۲۰۱۹م)

 

ګڼه: ۶مه

 

پېژندنه

قاصد د ستراتېژيکو څېړنو مرکز هره اوونۍ په افغانستان کې د جګړو او امنيتي پېښو له کبله ښکېلو لورو او ملکي خلکو ته اوښتې مرګ‌ژوبله په دقيق ډول څاري او دغه اوونيز راپور ترې چمتو کوي.

په تېره اوونۍ کې د جګړې له کبله اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې د افغان حکومت د وياندويانو، د طالبانو د سرچينو، په سيمه کې عيني شاهدانو او نورو بېلابېلو ادارو د باوري راپورونو او معلوماتو له مخې راټولې شوې دي. د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته ډېره مرګ‌ژوبله په مخامخ جګړو کې اوښتې ده او افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته بيا په چاودنو  او مخامخ جګړو کې ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه راپور د ۲۰۱۹ کال د جون له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې (د ۱۳۹۸ کال د جوزا له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې) د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې رانغاړي. دلته افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېرې او جزئیات په جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله

په تېره اوونۍ کې افغان ځواکونو ته د مخامخ جګړو او هوايي بریدونو له کبله مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د جون په ۱۳مه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار شپږمې ناحیې اړوند خالص فامیلیو سیمه کې د چپرهار ولسوالۍ محلي پولیسو پر قومندان د ځانمرګي برید له امله ۴ محلي پولس وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۳مه په تخار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۴ تنه افغان سرتېري وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي. او همدا راز په زابل ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د برید په پایله کې د یوې امنيتي پوستې ۸ تنه پولیس وژل شوي او ۷ نور یې ټپیان شوي دي. د جون په ۱۳مه د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه ۶ تنه افغان سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. په همدې ورځ په هرات ولایت کې هم یو پولیس د طالبانو په غلچکي برید کې وژل شوی دی. د جون ۤپه ۱۳مه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب جنګیاليو د وسله‌والې نښتې له کبله ۳ تنه افغان پوځیان وژل شوي دي. د جون په ۱۸مه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د امنیه قوماندان د ساتونکو او وسله‌والو طالبانو د نښتې له کبله نوموړی قوماندان وژل شوی او ۳ تنه ساتونکي یې ټپیان شوي دي. (جدول-۱).

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان

ټول وژل شوي او ټپیان

پولیس

۲۷ ۲۷

۵۴

مجموعه

۲۷ ۲۷

۵۴

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

په تېره اوونۍ کې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته د مخامخ بریدونو او چاودنو له کبله مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د جون په ‍‍۱۳مه د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ ګناباد کلي کې د یوه برید له کبله ۲۰ تنه طالب وسلهوال وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۳مه د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۵ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۳مه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې له کبله ۱۹ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۶مه د غزني ولایت په انډرو ولسوالۍ کې د دریو هوایي بریدونو په پایله ۷ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. په همدې ورځ د هلمند ولایت په سنګین او نهر سراج ولسوالیو کې د هوايي بریدونو له کبله ۷ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي دي. د جون په ۱۶مه د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو په جریان کې ۸ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي  او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۶مه د کندهار ولایت په میانشین او شاولیکوټ ولسوالیو اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې له کبله ۱۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي  او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۷مه د فاریاب ولایت په ګرزوان سیمه کې ۷ تنه وسله‌وال طالبان د یوې وسله‌والې نښتې پرمهال وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۷مه په کندهار ولایت کې د پولیسو په عملیاتو کې ۶ تنه ‌وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د جون په ۱۷مه د کندهار ولایت په تناویچه او شاولیکوټ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو له کبله ۱۹ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۶مه د فراه ولایت په شیخ آباد سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې له کبله ۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۷مه د لوګر ولایت په مهمند سیمه کې د افغان ځواکونو د عملیاتو له کبله ۱۳ تنه وسله‌وال وژل شوي دي. د جون په ۱۸مه د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د جګړې له کبله ۱۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۸مه د کندوز ولایت په چهار دره ولسوالۍ کې ۳ تنه وسله‌وال د یوې وسله‌والې نښتې پرمهال وژل شوي او ۱ تن ټپي شوی دی. همدارنګه د فراه ولایت په پشت‌رود ولسوالۍ کې ۳ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي. د هرات په پشتون زرغون او اوبه ولسوالیو کې د وسله‌والې نښتې له کبله ۳ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۲ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. د جون په ۱۸مه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د امنیه قومندان د ساتونکو او وسله‌والو طالبانو د نښتې له کبله ۳ تنه وسله‌وال وژل شوي دي. د جون په ۱۹مه د بدخشان ولایت کې په شهدا، تکاب، کشم، یفتل، او بهارک ولسوالیو کې د ګروپي بریدونو پر مهال ۱۸ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۲۴ تنه ټپیان شوي. د غور ولایت په آهنګران، شترخان، او امروتک سیمو کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۹مه د اروزګان ولایت په کوټوال او نایچین ولسوالیو کې ۱۴ تنه وسله‌وال وژل شوي دي. د جون په ۱۹مه د کاپیسا ولایت په افغانیه دره او نجراب ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې له کبله ۳ تنه وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي. په همدې ورځ د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې هم ۱ تن وسله‌وال وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. (جدول-۲).

جدول ۲: د دولت د وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان

ټول وژل شوي او ټپيان

طالبان

۲۰۳ ۱۲۰

۳۲۳

مجموعه

۲۰۳ ۱۲۰

۳۲۳

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جون په ۱۳مه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار شپږمې ناحیې اړوند خالص فامیلیو سیمه کې د چپرهار ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو پر قومندان د ځانمرګي برید په پېښه کې ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۳مه په هرات ولایت کې د یوې وسله‌والې نښتې له کبله ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. په همدې ورځ د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د جون په ۱۴مه د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د سرک پر غاړه د ملي اردو د قرارګاه په دوه سوه مترۍ کې د هوايي برید له کبله ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. په همدې ورځ د زابل ولایت شاه‌جوی ولسوالۍ په موسی زو سیمه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید له کبله ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د جون په ۱۵مه د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د یوه نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله یو تن قومي مشر وژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي. د جون په ۱۶مه د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید له کبله ۶ تنه ملکي وګړي، چې څلور نارینه او او دوې ښځې پکې شاملې دي وژل شوي. د جون په ۱۷مه د فاریاب ولایت د مرکز خواجه سبز پوش سیمه کې ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي  او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي. (جدول-۳).

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان

ټول وژل شوي او ټپيان

ملکي وګړي

۳۰ ۲۶

۵۶

مجموعه

۳۰ ۲۶

۵۶

 

پایله

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د جوزا له ۲۳مې تر ۲۹مې (د جون میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۴۳۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. بیا هم تر ټولو ډېره پکې د دولت د وسله‌والو مخالفینو مرګ‌ژوبله ده. په دې اوونۍ کې بیا هم له بده مرغه د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې دواړو افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده او دا هغه ستونزه ده چې په تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو کې بار بار تکرار شوې او د مخنیوي لپاره یې په تېره بیا د ملي یووالي حکومت په دوره کې کوم پام وړ ګام نه دی اوچت شوی، ان تر دې چې افغان حکومت پرې تر چوپتیا غوره کړې ده. (جدول-۴).

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ ژوبله

نوم

 

وژل شوي نوم

 

ټپــــــــیان

افغان ځواکونه

۲۷ افغان ځواکونه ۲۷

د دولت وسله‌وال مخالفین

۲۰۳ د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۲۰

ملکي وګړي

۳۰ ملکي وګړي

۲۶

مجموعه ۲۶۰ مجموعه

۱۷۳

ټول وژل شوي او ټپیان   ۴۳۳

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *