خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۰–۲۶ جون ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۰–۲۶ جون ۲۰۱۹م)

 ګڼه: ۷مه

 

پېژندنه

قاصد د ستراتېژيکو څېړنو مرکز هره اوونۍ په افغانستان کې د جګړو او امنيتي پېښو له کبله ښکېلو لورو او ملکي خلکو ته اوښتې مرګ‌ژوبله په دقيق ډول څاري او دغه اوونيز راپور ترې چمتو کوي. په دغو راپورونو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې د افغان حکومت د سرچینو، د طالبانو د سرچينو، په سيمه کې عيني شاهدانو، معتبرو رسنیو او نورو بېلابېلو ادارو د باوري راپورونو او معلوماتو له مخې راټولېږي.

 

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹ مېلادي کال د جون له ۲۰مې تر ۲۶مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د جوزا له ۳۰مې د سرطان تر ۵مې) پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي.

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د افغان ځواکونو او ملکي خلکو په تلفاتو کې د تېرو اوونیو په پرتله پام‌وړ کموالی راغلی؛ خو د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته بیا ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دلته په ترتیب سره افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

په تېره اوونۍ کې افغان ځواکونو ته د وسله‌والو طالبانو په بریدونو او چاودنو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده:

د جون ۲۰مه:

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د نازیانو ولسوالۍ د پاڅونوالو مشر په هایلکس ډوله موټر د نښلول شوي مقناطیسي ماین د چاودنې له امله دوه تنه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د جون ۲۲مه:

د غزني ښار په بزازۍ سیمه کې د دولت وسله‌والو مخالفینو په یوه غلچکي برید کې د امنیه قوماندانۍ د ټولي یو پولیس وژلی دی.

د جون ۲۳مه:

په کندوز ولایت کې د پولیسو په پوځي اډه کې یو تن د ټولي مشر د خپل همکار له لوري د لفظي شخړې پر مهال وژل شوی دی. د لوګر ولایت په خوشې ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو د نښتې پر مهال ۳ تنه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي. د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ اړوند سیمو کې د وسله‌والو طالبانو د برید له امله ۴ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د جون ۲۴مه:

د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ د یوه ماین د چاودني له کبله یو تن د ریزرف د قطعې قوماندان وژل شوی او یو پولیس سرتېری ټپي شوی دی.

د جون ۲۶مه:

د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ۵ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. وسله‌والو طالبانو د فراه ولایت د ښار پر یوه پوسته برید کړی، چې له امله یې ۵ تنه پولیس وژل شوي دي. د غزني ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د سرک پر غاړه د یوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله د خوګياڼیو ولسوالۍ امنیه قوماندان او یو ساتونکی یې وژل شوي او ۳ ساتونکي یې ټپيان دي. د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ پر مرکز د وسله‌والو طالبانو د برید له امله ۸ تنه پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۵ ۵
پولیس ۲۴ ۲۳ ۴۷
مجموعه ۲۹ ۲۳ ۵۲

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

په تېره اوونۍ کې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو او افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده:

د جون ۲۰مه:

د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د خاصو عملیاتو له امله ۸۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جون ۲۱مه:

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له امله د طالبانو نوی ګمارل شوی ولسوال او یو بل وسله‌وال وژل شوي دی.

د جون ۲۲مه:

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په ناوه او شپیګلي سیمو کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله‌والو طالبانو د برید پر مهال ۱۴ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي. د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې ۲ تنه ماین جوړوونکي وسله‌وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د جون ۲۳مه:

د غزني ولایت په روضه سیمه کې یو وسله‌وال د سلطان محمود غزنوي په آرامځای کې د ماین ځای پر ځای کولو پر مهال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی. په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو له امله ۲ وسله‌وال وژل شوي او په هلمند ولایت کې د یو قوماندان په ګډون ۱۸ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د هرات ولایت د شینډند ولسوالۍ په عزیز آباد سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې یو طالب وسله‌وال وژل شوی دی. د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د ملي امنیت د خاصو عملیاتو په پایله کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د استخباراتو د مسئوول په ګډون ۷ تنه وسله‌وال وژل شوي دي. د زابل ولایت په مرکز او نورو لرې پرتو ولسوالیو لکه دایچوپان، میزانې، او سیوري کې د ملي اردو د چاڼیزو عملیاتو پرمهال ۵۷ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور یې ټپیان شوي دي. د لوګر ولایت په خوشې ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو د نښتې له امله ۷ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جون ۲۴مه:

د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو له امله ۱۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. په همدې ورځ د کندهار ولایت د شاولیکوټ په وچ باغتو سیمه کې د هوایي برید له امله ۸ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. همدا راز د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۷ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جون ۲۵مه:

د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په کڅه او مهاجر بازار سیمو کې د یو لړ عملیاتو له امله ۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جون ۲۶مه:

د فاریاب ولایت په پلڅراغ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو له امله ۱۹ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د لغمان ولایت په مهترلام ښار کې ۲ تنه وسله‌وال د برید کولو په حال کې د افغان ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوي دي.

جدول: د دولت د وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۲۲۰ ۶۱ ۲۸۱
داعش ۷ ۷
مجموعه ۲۲۷ ۶۱ ۲۸۸

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د افغان ځواکونو او د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ په تېره اوونۍ کې ملکي وګړو هم مرګ‌ژوبله لرله، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:

د جون ۲۰مه:

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د نازیانو ولسوالۍ د پاڅونوالو مشر پر هایلکس ډوله موټر د نښلول شوي مقناطیسي ماین د چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د جون ۲۲مه:

په غور ولایت کې ناپېژندل شوو وسله‌والو دوه تنه ملکي وګړي وژلي دي. د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې یو دیني عالم د یوه وسله‌وال بریدګر له‌خوا وژل شوی دی. په همدې ورځ د یاد شوي ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په ګولایي سیمه کې هم ناپېژندو وسله‌والو یو دیني عالم وژلی دی. د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د چاپې له امله ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جون ۲۳مه:

د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې له امله د مزارشریف او شبرغان پر لویه لاره ۲ ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د جون ۲۴مه:

افغان ځواکونو د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په عالم خېلو سیمه کې د ملکیانو پر موټر ډزې کړې، چې له امله يې ۶ تنه ملکیان وژل شوي دي.

د جون ۲۵مه:

د بادغېس ولایت د مرغاب ولسوالۍ په مرکز کې د ملي اردو عسکرو له لوري د هاوان په ډزو کې ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۲۰ ۲۱ ۴۱
مجموعه ۲۰ ۲۱ ۴۱

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جون ۲۶مه:

د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاټر د ماموریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۲ تنه امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي. ناټو تر اوسه نه دي ویلي، چې دا دوه امریکايي عسکر د افغانستان په کوم ولایت او څه ډول وژل شوي دي. خو طالبانو پدې اړه رسنیو ته ویلي، چې امریکایي عسکر د میدان وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې په یوه کمین کې وژل شوي دي.

  

پایله

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د جوزا له ۳۰مې د سرطان تر ۵مې (د جون میاشتې له ۲۰مې تر ۲۶مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۳۸۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د یادولو وړ ده، چې په تېره اوونۍ کې د افغان ځواکونو او ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې پام‌وړ کموالی راغلی؛ خو د دولت وسله‌والو مخالفینو ته بیا د افغان ځواکونو په تهاجمي عملیاتو او د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. (جدول-۴).

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپیـــــــــــان
افغان ځواکونه ۲۹ افغان ځواکونه ۲۳
د دولت وسله‌وال مخالفین ۲۲۷ د دولت وسله‌وال مخالفین ۶۱
ملکي وګړي ۲۰ ملکي وګړي ۲۱
بهرني ځواکونه ۲ بهرني ځواکونه
مجموعه ۲۷۸ مجموعه ۱۰۵
ټول وژل شوي او ټپیان     ۳۸۳

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *