خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۷ جون –۳ جولای ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۷ جون –۳ جولای ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۸مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلیک وکړئ.

پېژندنه

قاصد د ستراتېژيکو څېړنو مرکز په افغانستان کې د جګړو او امنيتي پېښو له کبله ښکېلو لورو او ملکي خلکو ته اوښتې مرګ‌ژوبله په دقيق ډول څاري او دغه اوونيز راپور ترې چمتو کوي. په دغو راپورونو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې د افغان حکومت د سرچینو، د طالبانو د سرچينو، په سيمه کې عيني شاهدانو او نورو بېلابېلو ادارو او باوري سرچینو د معلوماتو له مخې راټولېږي. د دغو راپورونو اساسي موخه د روانې جګړې درنو زیانونو ته د واکمنو چارواکو او مسؤولو لورو پام رااړول دي.

 

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹ مېلادي کال د جون له ۲۷مې د جولای تر ۳مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ  له ۶مې تر ۱۲مې) پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي.

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو په تلفاتو کې د تېرو اوونیو په پرتله کموالی راغلی؛ خو افغان ځواکونو ته بیا درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دلته په ترتیب سره افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو، او حکومتي کارکوونکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

په تېره اوونۍ کې افغان ځواکونو ته د وسله‌والو طالبانو په بریدونو، مخامخ جګړو او چاودنو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده:

د جون ۲۷مه:

د سرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو د وسله‌والې نښتې پرمهال د دغې ولسوالۍ د ملي امنیت آمر او ۲ سرتېري وژل شوي دي.

د جون ۲۸مه:

د دایکنډي ولایت د کجران ولسوالۍ په پدګګ سیمه کې د پولیسو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله ۸ پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د ‌وسله‌والو طالبانو د برید له امله ۴ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په کندوز ښار کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱ پولیس وژل شوی.

د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د طالبانو د برید له امله ۱ پولیس وژل شوی او ۱ ټپي شوی دی.

د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱ پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا ولایت د احمدآباد ولسوالۍ په مچغلو سیمه کې د وسله‌والو طالبانو د برید له امله ۲ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۲۹مه:

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په زیارت سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۱۰ پولیس وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو او د دولت د وسله‌والو مخالفینو د وسله‌والې نښتې له امله ۲۶ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د وسله‌‌‌والو طالبانو د برید له امله د یوه پولیس په ګډون ۵ محلي پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په تخته‌پول ولسوالۍ کې د  طالبانو په برید کې ۱۴ پولیس وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په جر‌‌‌ خشک سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د مخامخ جګړې له امله ۲ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په سېوان سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې ۳ افغان سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۳۰مه:.

د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د برید له امله ۱۱ پولیس وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

په پکتیا ولایت کې د وسله‌‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۲۱ پولیس وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په ګرېزوان ولسوالۍ کې‌ د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو د برید له امله ۱ محلي پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په قرغان تپه سیمه کې  ۸ سرحدي او ۵ محلي پولیس وژل شوي او ۸ سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت په تالقانو ښار کې د ماین د چاودنې له امله ۵ پولیس وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د برید له امله ۵ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د جولای لومړۍ:

د طالبانو له لوري د جوزجان ولایت د قوش‌تېپې ولسوالۍ د سقوط په پېښه کې ۵۰ پولیس سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.

د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د دفاع وزارت د لوجستیک ریاست دروازې سره د موټر بم چاودنې له امله ۳۹ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په نذیر آباد سیمه کې د یو لړ نظامي عملیاتو پر مهال ۱ پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په اندخوی بازار کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې له امله د دوه سیمه‌ییزو پولیسو په ګډون  ۴ پولیس وژل شوي دي.

د بادغېس  ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د برید پرمهال ۳ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه په آب کمري ولسوالۍ کې ۱ سیمه‌ییز پولیس ټپی شوی دی.

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۶ پولیس وژل شوي دي چې درې پولیس او درې د ملي اردو سرتېري وو.

د فاریاب ولایت په اندخوی بازار کې د وسله‌والو طالبانو د برید له امله ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په باچا سیمه کې ۲ محلي پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۲مه:

د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په چورچي سیمه کې د عامه نظم پولیسو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پر مهال ۲ د عامه نظم پولیس ټپیان شوي دي.

د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په چشمه سیمه کې د وسله‌والو طالبانو د برید پر مهال ۳ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت په تالقانو ښار کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱ د ملي امنیت سرتېری وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال د ماین د چاودنې له امله ۵ پولیس وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت په بغلان مرکزي سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر کاروان برید کړی، چې ۱ پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په کندوز ښار کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱ پولیس وژل شوی دی.

د جولای ۳مه:‌

د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د برید له امله ۱۵ افغان ځواکونه وژل شوي چې دوه پکې پولیس او دریارلس نور سیمه‌ییز پولیس دي.

د بادغېس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پولیسو د ګزمې پر مهال ۱ پولیس وژل شوی او ۱ ټپي شوی دی.

په کندوز ښار کې وسله‌والو طالبانو د تلاشۍ پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې ۱ پولیس وژل شوی دی.

د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۵ سرحدي پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د بغلان ولایت د پلخمري ښار په چشمۀ شېر سیمه کې د طالبانو د برید له امله ۶ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوالۍ له سقوط وروسته د دغې ولسوالۍ د ملي امنیت آمر او پنځه منسوبین د همدغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه کمين کې وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۴۵ ۱۴ ۵۹
پولیس ۲۴۸ ۱۹۸ ۴۴۶
مجموعه ۲۹۳ ۲۱۲ ۵۰۵

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

په تېره اوونۍ کې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو او افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده:

د جون ۲۷مه:

د پکتیا ولایت په وازې خوا، وړ ممی او مټاخان ولسوالیو کې د وسله‌والو نښتو پرمهال ۱۷ وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي.

د سرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پرمهال ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جون ۲۸مه:

د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ په پدګګ سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې له امله ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د غزني ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د ‌وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بریدونو له امله ۱۷ وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي.

د جون ۳۰مه:

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید له امله ۴۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي

په پکتیا ولایت کې د وسله‌‌والو طالبانو او امنيتي ځواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۳۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جولای لومړۍ

د جوزجان ولایت په قوش‌تیپه ولسوالۍ کې د وسله‌والې نښتې له امله ۳۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۲مه:

د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې ۱ کس  چې غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي، د پولیسو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په چورچي سیمه کې د عامه نظم پولیسو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پر مهال ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت په مرکز کې د طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۱ کس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۳مه:

د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکوتو د چاڼیزو عملیاتو پرمهال ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

جدول : د دولت د وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۹۵ ۲۵ ۲۲۰
داعش ـ ـ
مجموعه ۱۹۵ ۲۵ ۲۲۰

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د افغان ځواکونو او د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ په تېره اوونۍ کې ملکي وګړو هم مرګ‌ژوبله لرله، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:

د جون ۲۷مه:

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د سړک پر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۲ ملکي وګړي وژل شوي  او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د جون ۲۸مه:

د سمنگان ولایت په کارته مجاهد سیمه کې د جمعې د لمانځه پرمهال په جومات کې د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سرو خېل سیمه کې د پولیسو په برید کې ۲ ملکي وګړي وژل وژل شوي دي.

د جون ۲۹مه:

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په نیک پایقول سیمه کې د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۹ ماشومان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په نو آباد سیمه کې د پولیسو په برید کې ۱ ملکي وګړی وژل شوی او ۱ بل ټپي شوی دی.

د جولای لومړۍ:

د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د دفاع وزارت د لوجستیکي ریاست دروازې سره د موټر بم چاودنې له امله ۱ ملکي وګړی وژل شوی او ۹۳ نور ټپیان شوي دي.

په کندهار ښار کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۱ ملکي وګړی وژل شوی دی

د جولای ۲مه:

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په شهرنو سیمه کې د وسله‌والو طالبانو د راکټي برید له امله ۲ ماشومان وژل شوي دي.

د جولای۳مه:

د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د کرکټ پر لوبغالي د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۲ ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوې چاودنې له امله ۱ ملکي وګړی وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۳۲ ۱۰۷ ۱۳۹
مجموعه ۳۲ ۱۰۷ ۱۳۹

 

حکومتي کارکوونکو ته مرګ‌ژوبله

دجون ۳۰مه:

د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان او په ولسي جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اصولي ورور د همدغې ولسوالۍ د برحاله ولسوال د کورنۍ له غړو سره په یوه نښته کې وژل شوی او ۲ ساتونکي یې ټپيان شوي دي

د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د برید له امله د ټاکنو کمیسون ۸ تنه کارکونکي وژل شوي دي.

جدول ۴: حکومتي کارکوونکو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
حکومتي کارکوونکي ۹ ۲ ۱۱
مجموعه ۹ ۲ ۱۱

 

پایله

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د چنګاښ  له ۶مې تر ۱۲مې (د جون له ۲۷مې د جولای تر ۳مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۸۷۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د یادولو وړ ده، چې په تېره اوونۍ کې د وړاندې اوونیو خلاف د دولت د وسله‌والو مخالفینو او ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې کموالی راغلی؛ خو افغان ځواکونو ته بیا په دې اوونۍ کې درنه مرګ ژوبله اوښتې او دا اوونۍ د افغان ځواکونو لپاره د ۲۰۱۹ کال تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه. (جدول-۵).

جدول ۵: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپیـــــــــــان
افغان ځواکونه ۲۹۳ افغان ځواکونه ۲۱۲
د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۹۵ د دولت وسله‌وال مخالفین ۲۵
ملکي وګړي ۳۲ ملکي وګړي ۱۰۷
حکومتي کارکوونکي ۹ حکومتي کارکوونکي                 ۲
مجموعه ۵۲۹ مجموعه ۳۴۶
ټول وژل شوي او ټپیان             ۸۷۵

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *