خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۹ – ۲۵ جولای ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۹ – ۲۵ جولای ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۱۱مه

یادونه دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

 

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال د جولای له ۱۹مې تر ۲۵مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ له ۲۸مې د زمري تر ۳مې)  نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي.

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې په دې اوونۍ کې ښکېلو لورو ته د اوښتې مرګ‌ژوبله کچه د وړاندې اوونۍ په پرتله یو څه راټیټه شوې وه. په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې وشوه، چې لږ تر لږه ۳۷ تنه افغان سرتېري پکې ووژل شول او ۶ نور پکې ټپیان شول همدا راز په دې اوونۍ کې بیا هم د ملکي خلکو ډېره مرګ‌ژوبله د هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو او همدا راز د سړک غاړې ځای پر ځای شوو ماینونو د چاودنو له کبله وه.

دلته په ترتیب سره افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو او بهرنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جولای ۱۹مه:

د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو محلي پولیس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د کندز ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د طالب وسله‌والو په برید کې یو پولیس افسر وژل شوی دی.

د فاریاب ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د وسله‌والو طالبانو په برید کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی او یو پولیس ټپي شوی دی.

په کابل ښار کې د کابل پوهنتون په دروازه کې د موټربم چاودنې له کبله یو ترافیک پولیس وژل شوی دی.

د جولای ۲۰مه:

د کابل او کندهار پر لویه لاره د پولیسو یو رنجر موټر، چې د میدان ښار په لور روان و د وسله‌والو طالبانو په کمین برابر شوی، چې له کبله یې ۴ پولیس وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په قرغان ولسوالۍ کې د طالبانو په کمین کې یو پولیس وژل شوی او د ملي امنیت د یوه کارمند په ګډون پنځه افغان پوځیان ټپیان شوي دي.

د جولای ۲۱مه:

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سیمه‌‌ییزو پولیسو د یوه قوماندان په ګډون ۴ پولیس په ګردېز ښار کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی او شپږ پولیس یې ټپيان شوي دي.

د فراه ولایت په فرهمند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه کاروان د طالبانو په برید کې ۳ افغان پوځیان وژل شوي دي.

د جولای ۲۲مه:

د هرات ولایت په کوشان ولسوالۍ کې ۳ افغان پوځیان، چې په یوه ملکي موټر کې د اسلام قلعې بندر په لور روان وو، د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

د جولای ۲۳مه:

په فراه ولایت کې وسله‌والو طالبانو پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې ۴ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا ولایت په ښرنه کې په یوه موټر کې د ځاي پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د ملکي وګړو ترڅنګ ۳ پولیس هم وژل شوي دي. په وژل شوو کې د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ قوماندان هم شامل دی.

د جولای ۲۴مه:

په کندهار ښار کې د ناپېژاندو وسله‌والو موټرسایکل سپرو په برید کې یو پولیس افسر وژل شوی دی.

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز ډله‌ییز برید وکړ، چې په پایله کې یې یو سرتېری او یو د ملي امنیت کارکوونکی وژل شوي او ۴ نور پوځیان ژوبل شوي دي.

د جولای ۲۵مه:

د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې وسله‌والو دوه امنیتي مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې راوستلي، چې په پایله کې یې ۳۷ تنه افغان پوځیان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي. په وژل شوو کې ۲۴ یې د ملي اردو پوځیان دي او ۱۳ نور پولیس دي. ټپيان بیا ټول پولیس دي.

د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې یو پولیس افسر د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

 

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان

ملي اردو

۳۰ ۸ ۳۸
پولیس ۳۶ ۱۸

۵۴

مجموعه ۶۶ ۲۶

۹۲

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د جولای ۱۹مه:

د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو د استخباراتو د مسوول په ګډون ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جولای ۲۰مه:

د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په خواجه خېلو سیمه کې وسله‌والو طالبانو غوښتل، چې خپل چاودېدونکي توکي د چاودنې لپاره چمتو کړي؛ خو موخې ته تر رسېدو وړاندې چاودلي او له امله یې ۲۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

همدا راز د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان  ځواکونو  په عملیاتو کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی دی.

د پکتیا ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو غوښتل، چې د سړک تر غاړه ماین ځای پر ځای کړي؛ خو ماین پر دوی چاودنه کړې او ۳ وسله‌وال طالبان پکې وژل شوي دي.

د جولای ۲۱مه:

د فاریاب ولایت به پلڅراغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو له امله ۲۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د کهنه چمتال ولسوالۍ په آسیاب ګرګ سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې پرمهال ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور یې ټپیان شوي دي.

د جولای ۲۲مه:

د زابل ولایت په دای چوپان ولسوالۍ او د ارزګان ولایت په خاص ارزګان کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتو پرمهال ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۲۴مه:

د غزني ولایت په دوو ولسوالیو زنخان او اندړو کې افغان ځواکونو پر طالبانو بریدونه کړي، چې له امله یې ۳ وسله‌وال طالبان په زنخان او ۳ نور په اندړو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پر مهال ۳ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د جولای ۲۵مه:

د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې یو وسله‌وال بریدګر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

جدول : د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان

طالبان

۱۱۴ ۲۷

۱۴۱

مجموعه ۱۱۴ ۲۷

۱۴۱

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جولای ۱۹مه:

د کابل ښار د درېمې امنیتي حوزې اړوند د کابل پوهنتون جنوبي دروازې ته څېرمه په یوه موټر کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د سړک پر غاړې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د یوه ماشوم په ګډون ۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په کندهار ښار کې پر یوه پولیس افسر د ناپېژاندو موټرسایکل سپرو په برید کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندز ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د طالب وسله‌والو په برید کې ۲ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د بادغېس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید پر مهال ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. د برید پر مهال په سیمه کې کوم وسله‌وال کس هم نه و.

د جولای ۲۰مه:

د بادغېس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د دریو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۲۲مه:

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د کوچیانو پر کېږدۍ د امریکایي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د دریو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۸ ملکي وګړي  وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې یو څارنوال د نامعلومو وسله‌والو له لوري ترور شوی دی.

د جولای ۲۳مه:

د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی. د برید موخه د دولتیار ولسوال او نور چارواکي وو.

د بادغېس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د افغان پوځ د یوې چورلکې په راکټي برید کې یو ښوونکی وژل شوی او ۲ نور ملکیان ټپیان شوي دي.

د پکتیکا ولایت په ښرنه کې په یوه موټر کې د ځاي پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د یوه ماشوم په ګډون ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ ټپیان شوي دي.

د جولای ۲۵مه:

د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې د ملي بس څلور لارې ته څېرمه د کانونو او پطرولیم وزارت د کارکوونکو  پر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې د پنڅو ښځو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې د شپږو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان

ملکي وګړي

۶۱ ۱۰۱

۱۶۲

مجموعه ۶۱ ۱۰۱

۱۶۲

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جولای ۲۴مه:

د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند تره‌خېلو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې یو بهرنی سرتېری وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. وژل شوي او ټپيان د کورشیا هېواد وګړي وو، چې د ناټو ځواکونو تر چتر لاندې افغانستان ته لېږل شوي دي.

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د چنګاښ  له ۲۸مې د زمري تر ۳مې (د جولای له ۱۹مې تر ۲۵مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۳۹۸ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د یادولو وړ ده، چې په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو، وسله‌والو طالبانو او ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه د وړاندې اوونیو په پرتله پام‌وړ کمه شوې ده؛ خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه بیا هم لوړه وه.

په تېره اوونۍ کې ۹۴ افغان سرتېري وژل شوي وو، خو په دې اوونې کې بیا د پام وړ کموالي ښودنه کوي او دا کچه ۶۶ ته راټیټه شوې ده. د وسله‌والو طالبانو د وژل شوو شمېره بیا تېره اوونۍ ۲۲۸ تنه وه، چې په دې اوونۍ کې نیمایي ته راټیټه شوې او ۱۱۴ تنه وژل شوي دي. همدا راز په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۱۳۳ تنه و؛ خو په دې اوونۍ کې نژدې نیمایي ته راټیټ شوی او ۶۱ تنه وژل شوي دي. په دې اوونۍ کې د مرګ ژوبلې د عمومي کچې ټیټوالی هیله بښونکی دی؛ خو په ورته وخت کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو په بریدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ ده او په ټوله کې د تاوتریخوالي د کموالي ښودنه نه کوي.

ملکي خلکو ته بیا هم د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو له کبله درنه مرګ ژوبله اوښتې وه، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې ورته پېښې تکرارېږي. تېره اوونۍ هم د میدان وردګو ولایت ولسونو په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې دغلته د ملکي مرګ ژوبلې په اړه حکومت ته ګوتڅنډنه وکړه، چې که د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی ونه شي، دوی به له دولت سره پرېکون اعلان کړي؛ خو افغان حکومت یې په اړه کوم پام وړ ګام نه دی پورته کړی. همدا راز په دې اوونۍ کې بیا هم د وسله‌والو طالبانو له لوري په شوو چاودنو کې زیات شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د خورا اندېښنې وړ ده.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز د جګړې له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمولو او په ځانګړې توګه د ملکي خلکو ژوند ته د پاملرنې جدي غوښتنه کوي.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپیــــــــــان

افغان ځواکونه

۶۶ افغان ځواکونه ۲۶
د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۱۴ د دولت وسله‌وال مخالفین

۲۷

ملکي وګړي ۶۱ ملکي وګړي

۱۰۱

بهرني‌ ځواکونه

۱ بهرني‌ ځواکونه

۲

مجموعه

۲۴۲ مجموعه

۱۵۶

ټول وژل شوي او ټپیان                             ۳۹۸

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *