خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۶ جولای – ۱ اګسټ ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۶ جولای – ۱ اګسټ ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۱۲مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال د جولای له ۲۶مې د اګسټ تر لومړۍ (د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري له ۴مې تر ۱۰مې)  نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي.

راپور ښيي، چې په دې اوونۍ کې ښکېلو لورو ته د اوښتې مرګ‌ژوبله کچه د وړاندې اوونۍ په پرتله یو ځل بیا لوړه شوې ده او دا اوونۍ هم د ښکېلو لورو او ملکي وګړو لپاره خورا خونړۍ اوونۍ وه. په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې وشوه، چې لږ تر لږه ۲۲ د ملي اردو سرتېري پکې ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول. د ملکي وګړو لپاره بیا تر ټولو خونړۍ پېښه په فراه ولایت کې پر یوه مسافر وړونکي بس د چاودنې پېښه وه، چې لږ تر لږه ۳۴ تنه پکې ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول. په دې اوونۍ کې بیا هم د ملکي خلکو ډېره مرګ‌ژوبله د هوايي بریدونو او چاودنو له کبله وه.

دلته په ترتیب سره افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو او بهرنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جولای ۲۶مه:

د غزني ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‌والو د وسله‌والې نښتې پرمهال د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ۳ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې پرمهال ۴ پولیس وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې له امله يې ۳ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت د شهداء ولسوالۍ په غارسېپان سیمه کې یو پولیس د وسله‌والو طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.

د جولای ۲۷مه:

د غزني ولایت په آب‌بند ولسوالۍ کې، د ولسوالۍ پر ودانۍ د یوه موټربم برید په پایله کې ۵ پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دایکنډي ولایت د کجران ولسوالۍ پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له امله یې ۱۰ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۸ د ملي اردو پوځیان ټپيان شوي دي.

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله‌والو طالبانو د برید په پایله کې ۷ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د اروزګان ولایت په مرکز ترینګوټ ښار کې د ملي اردو او پولیسو په خپلمنځي شخړه کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او درې پولیس ټپیان شوي دی.

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو سپېشل فورس پوځي وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دی.

د جولای ۲۸مه:

د غزني ولایت په آب‌بند ولسوالۍ کې، د تېرې ورځې په څېر یوه بل موټربم برید کې ۴ پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د سرپل ولایت په مرکز کې پر امنیتي پوستو د  طالبانو د بريدونو په پایله کې ۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د اتو کومانډو ځواکونو په ګډون ۲۲ د ملي اردو پوځیان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د کندز ولایت په قلعه‌ی زال ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو په وسله‌واله نښته کې ۲ افغان پوځیان وژل شوي او ۳ سیمه‌ییز پولیس ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې طالبانو د افغان ځواکونو یوه پوسته نیولې، چې په پایله کې یې ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

په کابل ښار کې د راروانو ټاکنو لپاره د ولسمشر غني مرستیال کاندید امرالله صالح پر دفتر د برید په پایله کې ۴ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۲۹مه:

د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د جولای ۳۰مه:

د کاپیسا ولایت مرکز ته نږدې وسله‌والو طالبانو د نو آباد پر پوسته برید کړی، چې له کبله یې ۲ پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د هرات ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د نښتې پرمهال ۵ د ملي اردو پوځیان او ۵ پولیس وژل شوي او ۷ د ملي اردو پوځیان او یو پولیس ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په ډنډغوري سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې له کبله ۳ افغان پوځیان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د پروان ولایت د سیاه‌ګرد ولسوالۍ په قمچاق دره کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د نښتې پرمهال یو پولیس وژل شوی او  ۲ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ په کورک سیمه کې وسله‌والو طالبانو پر یوه پوسته برید کړی، چې له کبله یې ۳ پولیس وژل شوي دي.

د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي دي.

د فراه ولایت په مرکز کې د ملي امنیت دوه غړي د نامعلومو وسله‌والو په برید کې وژل شوي دي.

د جولای ۳۱مه:

د فاریاب ولایت په ګریزوان او پشتونکوټ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۳ پولیس وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې پرمهال ۳ پولیس وژل شوي دي.

د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د څو ځای پر ځای شوو ماینونو په پایله کې ۶ افغان پوځیان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د زابل ولایت په نوبهار او شملزی ولسوالیو کې د طالبانو په بریدونو کې ۳ د ملي اردو پوځیان او یو پولیس وژل شوي دي.

د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې ۲ د ملي اردو پوځیان او ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۳ سیمه‌ییز پولیس ټپیان شوي دي.

د کندهار ښار ۹مې امنیتي حوزې ته څېرمه د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله دوه پولیس ټپیان شوي دي.

د اګسټ لومړۍ:

د کابل ښار د پولیسو ۱۵مې حوزې ته څېرمه د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۲ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دی.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۴۵ ۳۰

۷۵

پولیس

۷۶ ۸۵ ۱۶۱
مجموعه ۱۲۱ ۱۱۵

۲۳۶

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د جولای۲۶مه:

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او  افغان ځواکونو د وسله‌والې د نښتې پرمهال ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي  او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې افغان ځواکونو  پر وسله‌والو طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې له کبله یې ۶۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۲۷مه:

د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې پرمهال ۴۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د جولای ۲۸مه:

د خوست ولایت په اسماعیل خېل مندوزي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې پرمهال ۶ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت په ترنک او جلدک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې له کبله ۲ وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي.

د جولای ۲۹مه:

د غزني ولایت په ګیرو او خوګیاڼیو ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو پر وسله‌والو طالبانو هوايي بریدونه  کړي چې له کبله یې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي.

د جولای ۳۰مه:

د پروان ولایت د سیاه‌ګرد ولسوالۍ په قمچاق دره کې د صفر یک قطعې په خاصو عملیاتو کې ۱۷ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ په کورک سیمه کې وسله‌والو طالبانو پر یوه پوسته برید کړی، چې له کبله یې ۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د جولای ۳۱مه:

د فاریاب ولایت په ګریزوان او پشتونکوټ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۳۵ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په خاصو عملیاتو کې ۱۳ طالب جنګیالي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت د آب‌بند ولسوالۍ په سدوزايي سیمه کې افغان ځواکونو پر وسله‌والو طالبانو هوايي برید کړی، چې له امله یې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي. همدا راز د ملي اردو ځواکونو د دغه ولایت د ده‌یک ولسوالۍ په تاسنګ پوسته برید کړی، چې له امله یې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د وسله‌وال برید له کبله ۵ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او همدا راز  په خوګيانیو ولسوالۍ کې ۴ وسله‌وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د اګسټ لومړۍ:

د کندز ولایت په قیماقچي سیمه کې هوايي ځواکونو د واده پر مراسمو برید وکړ، چې د ملکي وګړو ترڅنګ پکې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

جدول ۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۲۳۶ ۱۴۱

۳۷۷

مجموعه

۲۳۶ ۱۴۱

۳۷۷

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جولای ۲۷مه:

د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ملي اردو او پولیسو په خپلمنځي وسله‌واله شخړه کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

په خوست ښار کې د یوه موټرسایکل بم برید په پایله کې د یوې مېرمنې په ګډون ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د یوه هوایي برید په پایله کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جولای ۲۸مه:

د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند شهید څلور لارې ته څېرمه د زرغون بهیر (روند سبز) پر دفتر د دولت د وسله‌والو مخالفینو د موټر بم او ډله‌يیز برید په پایله کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپيان شوي دي.

د غزني ولایت د درېمې امنیتي حوزې اړوند د کابل – کندهار پر لویه لاره یو ماین په ګلدان کې ځای پر ځای شوی و، چې له کبله یې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور یې ټپيان شوي دي.

د کندز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پر مهال ۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جولای ۳۰مه:

د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي برید په پایله کې د دوو ماشومانو په ګډون ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي چاودېدونکو موادو  د چاودنې له کبله ۳ ملکي وګړي وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۲۳ نور یې ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه برید پر مهال یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د جولای ۳۱مه:.

د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د ګندمک په نوم یوه لېسه هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندهار او هرات پر لویه لاره د فراه ولایت په آب خرما سیمه کې، پر یوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۳۴ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

په فاریاب ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ لګېدلو له کبله‌ د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.

د اګسټ لومړۍ:

د هرات ولایت په شینډند ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په خپلمنځۍ جګړه کې د یوه ماشوم او درېیو ښځو په شمول ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په قیماقچي سیمه کې د واده پر مراسمو له هوایي برید وروسته د وسله‌والو طالبانو په ډزو کې ۲ ملکي وکړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د بادغېس ولایت د جوند ولسوالۍ په الله‌یار سیمه کې د واده پر مراسمو د هوایي برید په پایله کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي

ټپيان

ټول وژل شوي او ټپيان

ملکي وګړي

۱۳۳

۱۲۲

۲۵۵

مجموعه ۱۳۳ ۱۲۲

۲۵۵

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د جولای ۲۹مه:

د ناټو د غوڅ ماموریت ځواکونو د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره منلې، چې په کندهار ولایت کې د یوه افغان سرتېري په ډزو کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د دغې اوونۍ راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د زمري له ۴مې تر ۱۰مې (د جولای له ۲۶مې د اګسټ تر لومړۍ) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۸۷۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۴۹۲ پکې وژل شوي او ۳۷۸ نور ټپيان شوي دي. د یادولو وړ ده، چې په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو، وسله‌والو طالبانو او ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه یو ځل بیا د تېرې اوونۍ په پرتله پام‌وړ لوړه شوې ده.

په تېره اوونۍ کې ۶۶ افغان سرتېري وژل شوي وو، خو په دې اوونې کې بیا دوه چنده شوي او ۱۲۱ تنه وژل شوي دي. د وسله‌والو طالبانو د وژل شوو شمېره هم د تېرې اوونۍ په پرتله دوه چنده شوې ده. تېره اوونۍ ۱۱۴ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي وو، چې په دې اوونۍ کې دا کچه ۲۳۶ تنو ته رسېدلې ده. همدا راز په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۶۱ تنه و؛ خو په دې اوونۍ کې تر دوه چنده زیات (۱۳۳ تنه) وژل شوي دي.

په دې اوونۍ کې ملکي خلکو ته بیا هم د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو او د وسله‌والو طالبانو له لوري په ځای پر ځای شوو ماینونو او شوو چاودنو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یوناما د راپور له مخې، چې تېره اوونۍ خپور شو، د روان کال په شپږو میاشتو کې ۳۸۱۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د تېر کال په پرتله د ۲۷ سلنه لوړوالي ښودنه کوي. یوناما دا شمېره ټکان ورکوونکې بللې او د جګړې له ښکېلو لورو یې د ملکي خلکو د ژوند ساتنې غوښتنه کړې ده.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز دغه خونړي وضعیت ته په کتلو سره، د جګړې له ښکېلو لورو د سولې له خبرو اترو سره هم‌مهاله د تاوتریخوالي د کمولو او په ځانګړې توګه د ملکي خلکو ژوند ته د پاملرنې جدي غوښتنه کوي.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپیـــــــــــان
افغان ځواکونه ۱۲۱ افغان ځواکونه

۱۱۵

د دولت وسله‌وال مخالفین

۲۳۶ د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۴۱
ملکي وګړي ۱۳۳ ملکي وګړي

۱۲۲

بهرني‌ ځواکونه

۲ بهرني‌ ځواکونه ۰
مجموعه ۴۹۲ مجموعه

۳۷۸

ټول وژل شوي او ټپیان            ۸۷۰                

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *