خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲ – ۸ اګست ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲ – ۸ اګست ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۱۳مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

 

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال د اګسټ له ۲مې تر ۸مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري له ۱۱مې تر ۱۷مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي.

راپور ښيي، چې په دې اوونۍ کې ښکېلو لورو او ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د وړاندې اوونۍ په پرتله یو څه راکمه شوې ده؛ خو بیا هم په دې اوونۍ کې په پراخه کچه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې اوونۍ کې تر ټولو خونړۍ پېښه د اګست په ۷مه په کابل ښار کې وشوه، چې د ۴ پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ تنه پکې ووژل شول او د ۵۳ پوځیانو په ګډون ۱۴۵ نور پکې ټپیان شول.

په دې اوونۍ کې بیا د تېرو اوونیو خلاف، د هېواد په ډېرو سیمو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله په ګڼ مېشته او بیروباري سیمو کې په مقناطیسي بمونو او نورو چاودنو کې اوښتې ده او د هوایي بریدونو او شپنیو چاپو له کبله ملکیانو ته د اوښتونکې مرګ ژوبلې کچه راټیټه شوې ده.

دلته په ترتیب سره افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو او ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اګست ۲مه:

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې ۷ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د جوزجان ولایت د منګجېک ولسوالۍ په یوه بازار کې د افغان ځواکونو یوه پوسته وسله‌والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوستلې، چې په پایله کې یې ۴ پولیس افسران او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي. دوه د ملي اردو سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د جوزجان-سرپل پر لویه لاره د جوزجان ولایت اړوند فیض آباد سیمه کې د طالبانو په کمین کې یو پولیس وژل شوی دی.

د ډایکندي ولایت په مرکز کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی، چې په پایله کې يې ۱۰ پولیس وژل شوي دي. همدا راز د دغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې ۱۵ پولیس په یوه برید کې ټپیان شوي دي.

د اګست ۳مه:

د کندهار ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې موټرسایکل سپرو وسله‌والو یو پولیس افسر په ډزو وژلی دی.

د هرات ولایت په زنده‌جان ولسوالۍ کې، ولسوال او ورسره ۳ پولیس د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین کې وژل شوي او ۵ پولیس ټپیان شوي دی.

د غور ولایت په مرکز کې طالبانو یوه امنیتي پوسته له افغان ځواکونو نیولې، چې په پایله کې یې ۷ افغان پوځیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې طالبانو پر یوه پوځي مرکز برید وکړ، چې په پایله کې یې یو د ملي  اردو سرتېری وژل شوی دی.

د کندز ولایت په مرکز کندز ښار کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو د برید په پایله کې ۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۴مه:

د تخار ولایت په چاه‌آب ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې ۳ افغان پوځیان وژل شوي

او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په تور کوتل سیمه کې د افغان ځواکونو په لیکو کې د طالبانو دوو نفوذي کسانو ۷ پولیس وژلي دي.

د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په برید کې ۴ پولیس او ۲ کومانډو پوځیان وژل شوي او ۵ پولیس پکې ټپیان شوي دي.

د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ په کرکین‌خوله‌ سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي  څواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۲ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د جوزجان ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو په يوه امنیتي پوسته برید کړی، چې له امله یې ۱۱ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۵مه:

د بلخ ولایت د دولت‌آباد ولسوالۍ او مزارشریف پر لاره یوه پولیسه افسره د طالبانو په برید کې وژل شوې ده.

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په قلعه‌ی زال سیمه کې د طالبانو په برید کې یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوی دی.

د بغلان ولایت په مرکز پلخمری کې د سړک پرغاړې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو پولیس وژل شوی او ۳ نور ټبیان شوي دي.

د اګست ۶مه:

د اروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي دي.

د خوست ولایت په مرکز کې، لومړۍ حوزې ته څېرمه په یوه شخصي موټر د مقناطیسي بم چاودنه شوې، چې له کبله یې یو سرحدي پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې په بایسکل کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو او د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت پر یوه اړوند موټر یې چاودنه کړې، چې له کبله یې ۵ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۷مه:

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په الله‌یار سیمه کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو کومانډو سرتېری وژل شوی او دوه پوځیان او درې سیمه‌ییز پولیس ټپیان شوي دي.

د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د ننوتلو له دروازې سره د موټربم چاودنه شوې، چې له کبله یې ۴ د ملي امنیت سرتېري وژل شوي  او ۵۳ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د شین جومات او توپخانې په کلي کې برید کړی، چې  په پایله کې یې ۳ پولیس ټپیان شوي دي.

د کابل ښار په اتمه او پنځلسمه ناحیه او بګرامي ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د “اسلامي دولت” یا داعش نومې ډلې د وسله‌والو پرضد چاڼیز عملیات کړي، چې پر مهال یې ۳ د ملي امنیت سرتېري وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت د میرزکه ولسوالۍ په کارکین سیمه کې په یوه ملکي موټر کې سپاره د ملي اردو ۷ تنه سپاره سرتېري د طالب جنګیالیو له لوري وژل شوي دي.

د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې له کبله ۷ پولیس وژل شوي دي.

د اګست ۸مه:

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې یو پولیس او ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د کندز ولایت د مرکز چرمګري سیمه کې یو افغان پوځي چې په ملکي جامو کې و، د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې ۲ پولیس وژل شوي دي.

په خوست ښار کې د یوې چاودنې له کبله دوه پولیس ټپیان شوي دي.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان

ملي اردو

۳۲ ۷۲ ۱۰۴
پولیس ۸۵ ۵۴

۱۳۹

مجموعه ۱۱۷ ۱۲۶

۲۴۳

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د اګست ۲مه:

د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو په وسله‌واله نښته کې ۹ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت په خاک‌سفید ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ په سکو او اډه کلیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې له امله ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د طالبانو په ګدون ۲۵ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د هرات ولایت په شینډند ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د خپلمنځي جګړې له کبله ۲۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا ولایت په دوهمې حصې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او د دولت وسله‌والو مخالفینو د نښتې له کبله ۱ وسله‌وال طالب وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۳مه:

د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ، سرخ‌مرغاب، کوچکین او د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په جګروم او مجاهد سیمو کې د افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت د پل علم ولسوالۍ په الوزي سیمه کې ۱۲ وسله‌وال طالبان د هوايي برید په پایله کې وژل شوي دي.

د هلمند ولایت د نهر‌سراج ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اګست ۴مه:

د فاریاب ولایت د چارواکو د ادعا له مخې، د بېلچراغ ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو د برید پر مهال ۲۰ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د چهار‌بولک ولسوالۍ په ثوریان سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د نښتې له کبله ۱۰ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

دریو وسله‌والو غوښتل چې د غزني و لایت د ګیلان ولسوالۍ قوماندان ووژني؛ خو خپل هدف ته ونه رسېدل او د قوماندان د ساتونکو لخوا ووژل شول.

د اګست ۵مه:

د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په برکات سیمه کې افغان ځواکونو له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر په نښه کړ، چې په پایله کې یې یو د دولت وسله‌وال مخالف وژل شوی.

د پکتیا ولایت د احمد خېل ولسوالۍ په کرکین خوله‌ سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان څواکونو د وسله‌والې نښتې له امله ۴ طالب جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۷مه:

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په الله‌یار سیمه کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۹ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په شین جومات او توپخانې کلیو کې برید کړی، چې پابله کې یې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

افغان سپيشل فورس ځواکونو د کابل ښار په اتمه او پنځلسمه حوزه او په بګرامي ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات کړي، چې په پایله کې یې ۲ داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

د اګست ۸مه:

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو د برید پر مهال ۸ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

جدول ۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان

طالبان

۱۷۳ ۷۲ ۲۴۵
داعش ۲ ۰

۲

مجموعه ۱۷۵ ۷۲

۲۴۷

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اګست ۲مه:

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ په مارکو بازار کې، جامع جومات ته څېرمه د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

همدا راز، د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان سیمه کې په یوه ریکشا پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله یو کس ټپي شوی دی.

د اګست ۳مه:

د کندهار ولایت د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې، چې د دوه ماشومانو او دوه ښځو په ګډون ۸ ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

د اګست ۴مه:

د بدخشان ولایت د شهداء ولسوالۍ په ګیزاب سیمه کې طالبانو د حکومت ته د جاسوسۍ په تور یو کس وژلی دی.

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په شورچه کلي کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې دوه ملکي وګړي، چې سره وروڼه وو، وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د کابل ښار د تایمني په پنځم سړک سیمه کې د خورشید تلویزیون د کارکوونکو په موټر پسې د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۳ تنه د خورشید تلویزیون کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د اګست ۵مه:

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې په یوه بازار کې د طالبانو له لوري توغول شوي راکټ د لګېدو له کبله ۴ تنه (درې ماشومان او یوه ښځه) وژل شوي او یو کس پکې ټپي شوی دی.

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې افغان ځواکونو پر یوه ملکي موټر ډزې کړې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او د ښځو په ګډون ۴ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت د مرکز په قلعه‌ی نو سیمه کې د یوه افغان پوځي کوژدنه د وسله‌والو کسانو په برید کې وژل شوې ده.

د هرات ښار په حاجي عباس  سیمه کې په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۶مه:

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په موقاني کلي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون ۴ نور ملکیان وژل شوي دي.

د خوست ولایت په مرکز کې، لومړۍ حوزې ته څېرمه په یوه شخصي موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي بم چاودنه شوې، چې له کبله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هرات ولایت په ۱۲مه ناحیه کې د یوه موټر سایکل بم د چاودنې له کبله ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اګست ۷مه:

په کابل ښار کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په پول پوده کلي کې د طالبانو په برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په خواجه پسته سیمه کې د سپېشل فورس ځواکونو د یوه غړي ورور د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ په تخان آباد سیمه کې د سیمه‌ییزو ملېشو د دوو قوماندانانو ترمنځ وسله‌واله نښته کې ۴ ملکيان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې د ننوتلو دروازې سره د موټربم چاودنه شوې، چې له کبله یې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په مرکز کې د یوه ماین د چاودنې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۸ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د اګست ۸مه:

په خوست ښار کې پر یوه ملکي سراچه ډوله موټر د ماین چاودنې له کبله ۷ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم

وژل شوي ټپيان

ټول وژل شوي او ټپيان

ملکي وګړي

۵۹ ۱۴۶ ۲۰۵
مجموعه ۵۹ ۱۴۶

۲۰۵

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د دغې اوونۍ راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د زمري له ۱۱مې تر ۱۷مې (د اګست له ۲مې تر ۸مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۶۹۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۳۵۱ پکې وژل شوي او ۳۴۴ نور ټپيان شوي دي. په دې اوونۍ کې بیا هم د تېرې اوونۍ په څېر د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مرګ ژوبله لوړه وه؛ خو بیا هم د تېرې اوونۍ په پرتله د یو څه کموالي ښودنه کوي.

په تېره اوونۍ کې ۱۲۱ افغان سرتېري وژل شوي وو، خو په دې اوونې کې دا کچه په لږ کموالي سره ۱۱۷ تنه وه. د وسله‌والو طالبانو د وژل شوو جنګیالیو شمېره بیا تېره اوونۍ ۲۳۶ تنه وه، چې په دې اوونۍ کې د کموالي ښودنه کوي او ۱۷۵ تنه یې وژل شوي دي. همدا راز په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۱۳۳ تنه و؛ خو په دې اوونۍ کې نژدې نیمایي ته راټیټ شوی او د ټول هېواد په کچه ۵۹ تنه وژل شوي دي.

په دې اوونۍ کې ملکي خلکو ته ډېره مرګ ژوبله په ګڼ مېشته سیمو کې د شوو چاودنو او مقناطیسي ماینونو له کبله وه، چې تر ټولو ستره پېښه یې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې څېرمه وشوه او په پراخه کچه ملکیان پکې مړه او ژوبل شول. په بل اړخ کې بیا له نېکه مرغه، په دې اوونۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو له کبله ملکي خلکو ته د اوښتونکې مرګ ژوبلې کچه خورا کمه شوې ده.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز، په داسې حال کې چې افغانان د سولې روانو خبرو اترو ته خورا هیله‌من شوي، په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې د بندېدلو لپاره د جګړې له دواړو لورو په کلکه غواړي، چې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه راټیټه او په ځانګړې توګه د ملکي خلکو ژوند ته پوره پام وکړي او په ګڼ مېشته او ملکي سیمو کې له بریدونو ډډه وکړي.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپیـــــــــــان

افغان ځواکونه

۱۱۷ افغان ځواکونه ۱۲۶

د دولت وسله‌وال مخالفین

۱۷۵ د دولت وسله‌وال مخالفین ۷۲

ملکي وګړي

۵۹ ملکي وګړي

۱۴۶

مجموعه

۳۵۱ مجموعه

۳۴۴

ټول وژل شوي او ټپیان            ۶۹۵                

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *