خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۹ – ۲۲ اګست ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۹ – ۲۲ اګست ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۱۴مه – ۱۵مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال د اګست له ۹مې تر ۲۲مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري له ۱۸مې تر ۳۱مې)  نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي.

د راپور د موندنو له مخې، په دغو دوو اوونیو کې د ښکېلو لورو د مرګ ژوبلې کچه کمه وه؛ خو ملکي وګړو ته بیا درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغې مرګ ژوبلې تر ټولو خونړۍ او زړه بوږنوونکې پېښه په کابل کې وشوه، کله چې د داعش ډلې د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري د ودونو په یوه تالار کې د واده مراسمو ته راټول شوي خلک په نښته شول. په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۰ تنه ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپيان شول، چې ټول ملکي وګړي وو.

په ټولیز ډول، په تېرو دوو اوونیو کې ۷۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۳۵۰ پکې وژل شوي او ۳۷۰ نور ټپيان شوي دي. خو دا چې دا مرګ ژوبله په دوو اوونیو کې اوښتې، د وړاندې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي، چې لامل یې هم د اختر په شپو کې د طالبانو له لوري د نااعلان شوي اوربند پلي کېدل دي.

دلته په ترتیب سره افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو او بهرنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اګست ۹مه:

د تخار ولایت په چاه‌آب ولسوالۍ کې د دوو غیر مسؤولو وسله‌والو ډلو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۳ تنه غیرمسؤول وسله‌وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي کې، د غیر مسؤولو وسله‌والو ډلو د وسله‌والې نښتې له امله ۴ تنه غیر مسؤول وسله‌وال وژل شوي دي.

د اګست ۱۰مه:

د کابل – کندهار پر لویه لاره د افغان ځواکونو د یوه کاروان هاموې ټانګ پر یوه ماین وربرابر شوی، چې له کبله یې ۴ د ملي اردو پوځیان وژل شوي دي.

د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په سیوري سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او پولیسو ترمنځ د وسله‌والې نښتې له کبله ۲ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو د ملي اردو سرتېری او یو سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۱۱مه:

د اروزګان ولایت د چهار چینو ولسوالۍ امنیه قوماندان، په یوه مخامخ جګړه کې ټپي شوی او د ملي اردو ۵ سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۱۴مه:

د بغلان ولایت په ګذرګاه‌نور ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۵ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو یو محلي پولیس وژلی دی.

د اګست ۱۵مه:

د غور ولایت د فېروز‌کوه ښار په قوتس سیمه کې د وسله‌والو طالبانو پر برید کې ۲ دولت پلوي وسله‌وال وژل شوي دي.

د اګست ۱۶مه:

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۴ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په عزیز آباد کلي کې د افغان ځواکونو او طالبانو په یوه وسله‌والو نښته کې یو کومانډو سرتېری وژل شوی دی.

د اګست ۱۷مه:

د فاریاب ولایت په ینګي کلي کې پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې ۵ ملي او سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د فاریاب ولایت د شرین تګاب ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په یوه ډله‌ییز برید کې یو پولیس وژل شوی او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د اګست ۱۸مه:

د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یوه پولیس افسره د طالبانو له لوري تر نیول کېدو وروسته وژل شوې ده.

د اګست ۱۹ مه:

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک کلي کې د ملي اردو پر یوه هاموې ټانګ د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

د بادغېس ولایت د قادس ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله‌والو طالبانو په برید کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

د اګست ۲۰مه:

د غور ولایت د فېروزکوه ولسوالۍ په تنګې بیدان سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې په پایله کې د یو سیمه‌ییز پولیس په ګډون ۳ پولیس وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان د خپل ساتونکي لخوا وژل شوی دی.

د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال درې پولیس او یو د ملي امنیت کارکوونکی وژل شوی دی.

د بغلان ولایت په تاله و برفک ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د اګست ۲۱مه:

د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په قره قلي سیمه کې، د پوځي عملیاتو پر مهال یو کمانډو سرتېری وژل شوی او یو ټپي شوی دی.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۱۴ ۱۲ ۲۶
پولیس ۴۱ ۳۸ ۷۹
مجموعه ۵۵ ۵۰ ۱۰۵

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د اګست ۱۱مه:

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۷ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې ۴ وسله‌وال طالبان په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.

په جلال‌آباد ښار کې د یوه هوايي برید په پایله کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اګست ۱۲مه:

د لوګر ولایت په پاد‌خواب‌ ولسوالۍ کې یو طالب وسله‌وال وژل شوی دی. همداز د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې هم ۶ وسله‌وال طالبان په یوه برید کې وژل شوي دي.

د اګست ۱۶مه:

د لوګر ولایت په پادخواب ولسوالۍ کې د سپېشل فورس ځواکونو په عملیاتو کې یو طالب وسله‌وال وژل شوی دی.

د غزني ولایت په ګیلان او ګیرو ولسوالیو کې ۹ وسله‌وال طالبان په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۱۷مه:

د اروزګان ولایت په چهار چینو ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په ګرمسېر او د سنګین ولسوالۍ په ګرم‌آب سیمه کې د وسله‌والو بریدنو په پایله کې ۲ وسله‌وال طالبان په ګرمسېر ولسوالۍ او ۵ نور په سنګین ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په دولت آباد او شیرین تګاب ولسواليو کې د طالب وسله‌والو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۸ وسله‌‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په ینګي کلي کې پر یوه پوسته د طالبانو د برید پر مهال د افغان ځواکونو ترڅنګ ۱۲ تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي دي.

د اګست ۱۸مه:

په کندز ولایت کې د هوايی برید له امله ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د فراه ولایت په بالا‌بلوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو په پایله کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۱۹مه:

د افغان ځواکونو په هوايی برید کې د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هرات ولایت په شیندند ولسوالۍ کې یو طالب وسله‌وال وژل شوی دی.

د بادغېس ولایت د قادس ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله‌والو طالبانو د برید پر مهال دوه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د اګست ۲۰مه:

د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې په پایه کې ۷ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت د فېروزکوه ولسوالۍ په تنګې بیدان سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۳۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۲۱مه:

د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ په کورک سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی دی.

جدول : د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۱۴۵ ۴۴ ۱۸۹
مجموعه ۱۴۵ ۴۴ ۱۸۹

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اګست ۹مه:

د تخار ولایت په چاه‌آب ولسوالۍ کې د دوه وسله‌والو ډلو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې ۴ تنه په ډزو وژل شوي؛ خو د پېښې انګیزه تراوسه معلومه نه ده.

د اګست ۱۰مه:

افغان امنیتي ځواکونو د اختر په شپه د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې پر یوه کور چاپه وهلې، چې له کبله یې ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اګست ۱۱مه:

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په ګلا‌ل‌کوه کلي کې د ملي امنیت د صفر یک قطعې په عملیاتو کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اګست ۱۳مه:

د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د کندهار پوهنتون استاد او د کورنۍ ۴ غړي یې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۱۵مه:

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په جالوخېلو سیمه کې په یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدلو له کبله د دوه ماشومانو او یوې ښځې په ګدون ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۱۶مه:

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په سنډاور کلي کې د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د ښځو په ګډون ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په چهل دختران کلي کې یو حکومتي کارکوونکی د طالبانو له لوري تر نیول کېدو وروسته وژل شوی دی.

د اګست ۱۷مه:

د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسلوالو په برید کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د کابل ښار د پولیسو شپږمې حوزې اړوند، د شهر دبی د ودونو په تالار کې د داعش ډلې د یوه ځانمرګي بریدګر د برید له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان شوي دي.

په جلال‌آباد ښار کې یوه کور ته څېرمه د یوه بم د چاودنې له کبله ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په ملایان سیمه کې د طالبانو له لوري د یوه توغول شوي هاوان له کبله یو ماشوم وژل شوی او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د اګست ۱۸مه:

د بلخ ولایت د دولت‌آباد ولسوالۍ په حیرتان کلي کې د سړک پرغاړه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په جلال‌اباد ښار کې د څو پرلپسې چاودنو له کبله ۶۶ وګړي تپیان شوي دي.

د کندز ولایت د قلعه‌ی زال ولسوالۍ په مرکزي سیمه آق تېپه کلي کې د افغان ځواکونو په توغندویي برید کې د یوه کور ۳ غړي ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اګست ۲۰مه:

په بغلان ولایت کې  د ثبت احوالو نفوسو ادراې معاون، د وسله‌والو طالبانو له لوري لومړی تښتول شوی او وروسته یې وژلی دی.

د غور ولایت په فېروز‌کوه ښار کې د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د یوه ماشوم په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د وسله‌والو کسانو په برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د اګست ۲۲مه:

د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو، د ملي اردو له لوري د ډي سي توپ د مرمۍ د لګېدو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۱۴۸ ۲۷۶ ۴۲۴
مجموعه ۱۴۸ ۲۷۶ ۴۲۴

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اګست ۲۱مه:

د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره منلې، چې په فاریاب ولایت کې دوه امریکایي سرتېري وژل شوي دي.

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د تېرو دوو اوونیو راپور ښيي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د زمري له ۱۸مې تر ۳۱مې (د اګست له ۹مې تر ۲۲مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۷۲۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۳۵۰ پکې وژل شوي او ۳۷۰ نور ټپيان شوي دي.

په ټولیز ډول، په دې موده کې د جګړې د ښکېلو لورو مرګ ژوبله کمه وه، چې لامل یې د اختر په شپو کې د طالبانو له لوري د نااعلان شوي اوربند پلي کېدل وو. که څه هم د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر همدغه دلیل کمه وه؛ خو په کابل کې د واده پر مراسمو د داعش ډلې د یوه خونړي برید له کبله دا کچه خورا لوړه شوه.

په وړمه اوونۍ کې ۱۱۷ تنه افغان سرتېري وژل شوي وو، خو په تېرو دوو اوونیو کې بیا د هماغې یوې اوونۍ نیمایي افغان پوځیان (۵۵ تنه) وژل شوي دي. د وسله‌والو طالبانو د وژل شوو شمېره هم د وړاندې اوونۍ په پرتله کمه وه. په وړمه اوونۍ کې ۱۷۵ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي وو، خو په تېرو اوونیو کې بیا دا کچه ۱۴۵ تنو ته راښکته شوې ده. همدا راز په وړمه اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۵۹ تنه و؛ خو په تېرو دواړو اوونیو کې بیا ۱۴۸ تنه ملکیان وژل شوي او د زیاتوالي ښودنه کوي. همدا راز په دې موده کې د ټپیانو شمېر هم خورا لوړ دی او ۲۷۶ تنه ټپیان شوي دي.

لکه چې مخکې یادونه وشوه، د دغه راپور په موده (دوو اوونیو) کې د ملکي خلکو ترټولو ډېره مرګ ژوبله په کابل کې د خونړي برید له کبله وه؛ خو بیا هم د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو او هوايي بریدونو کې او همدا راز د وسله‌والو طالباننو په له لوري په شوو چاودنو کې هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په کابل کې د داعش ډلې خونړی برید داسې مهال وشو، چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې اترې نهم بړاو ته د داخلېدو په حال کې وې او له طالبانو سره د سولې د یوه احتمالي تړون له لاسلیک کېدو وروسته یې په هېواد کې د داعش ډلې د خونړي فعالیت په اړه یو ځل بیا اندېښنې راپورته کړې.

له بله پلوه د اګست په ۲۱مه په فاریاب ولایت کې دوه امریکايي پوځیان هم ووژل شول، چې ښايي له طالبانو سره د امریکا د سولې پر خبرو به هم اغېزه ولري او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به، چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته خورا بیړنی دی، دا پېښه په خپله ګټه وکاروي. په روان کال کې ټول ۱۶ امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړي خونړي وضعیت ته په کتلو او په کابل کې د تېرې اوونۍ د چاودنې په څېرو خونړیو پېښو د مخنیوي لپاره له افغان حکومت او طالبانو غواړي، چې د سولې او بین الافغاني تفاهم پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي، ترڅو په هېواد کې د نورو ډلو د فعالیت بستر له منځه ولاړ شي. همدا راز یو ځل بیا پر ښکېلو لورو غږ کوو، چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپیـــــــــــان
افغان ځواکونه ۵۵ افغان ځواکونه ۵۰
د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۴۵ د دولت وسله‌وال مخالفین ۴۴
ملکي وګړي ۱۴۸ ملکي وګړي ۲۷۶
بهرني‌ ځواکونه ۲ بهرني‌ ځواکونه ۰
مجموعه ۳۵۰ مجموعه ۳۷۰
ټول وژل شوي او ټپیان            ۷۲۰                

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *