خانه / اوونيز راپور / د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۳– ۱۹ مارچ ۲۰۲۰م)

د افغان جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۱۳– ۱۹ مارچ ۲۰۲۰م)

ګڼه: ۴۵

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ

سریزه

دغه راپور د ۲۰۲۰م کال د مارچ له ۱۳مې تر ۱۹مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب له ۲۳مې تر ۲۹مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي. دا اوونۍ د هېواد په کچه ټول ۱۶۷ تنه وژل شوي او ۱۵۷ نور هم ټپیان شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، دا اوونۍ په هېواد کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې ده. تېره اوونۍ په ټول هېواد کې ۲۶۸ تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، خو په دې اوونۍ کې ټول ۳۲۴ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې وه. د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په کندهار، کندز او غور ولایتونو کې وشوې، چېرته چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ امنیتي سرتېري ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې په غور، کندز او تخار ولایتونو کې وشوې چې لږ تر لږه ۷ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

په بل اړخ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي.

په دغه راپور کې د افغان ځواکونو، د دولت د وسله‌والو مخالفینو او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات لولئ. همدا راز د راپور په وروستۍ برخه کې د هېواد د ټولیز امنیتي وضعیت او مهمو امنیتي پېښو په اړه تحلیل لولئ.

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مارچ ۱۳مه:

د کندز ولایت په دشت آبدان سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې، یو پولیس وژل شوی دی.

د بادغېس ولایت د قادس ولسوالۍ په مرکز کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې دوه ملي پولیس، دوه سیمه‌ییز پولیس او یو سپېشل فورس سرتېری وژل شوي دي.

د مارچ ۱۴مه:

د کندهار ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې یوه سیمه‌ییز پولیس پر خپل قوماندان او خپلو نورو همکارانو ډزې وکړې، چې له کبله یې ۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک او حضرت قیشلاق سیمو کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په سلاح خانه سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د مارچ ۱۵مه:

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ پر مرکز او امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې وروسته نښته را منځته شوه له کبله یې ۲ امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ په قاضیانو سیمه کې د وسله‌والو طالبانو له لوري یو د ملي اردو سرتېری په ډزو وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ښار د اتمي امنیتي حوزې اړوند په شیدايي سیمه کې یوه ناپېژاند وسله‌وال، یو د ملي اردو سرتېری په ډزو وواژه.

د مارچ ۱۶مه:

د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۶ کومانډو سرتېري ۵ د ملي اردو سرتېري او ۲ پولیس وژل شوي او ۲۰ نور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

په فاریاب ولایت کې د امنیتي پېښې پر مهال یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی.

د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په جنت باغ سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ماین د چاودنې له کبله یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې موټرسایکل سپاره وسله‌وال د ملي امنیت یو سرتېری په ډزو وواژه او بل یې ټپي کړ.

د مارچ ۱۷مه:

د بادغېس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو د ملي اردو سرتېری او ۳ پولیس وژل شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د تنګي درې په دو راهي سیمه کې، د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې یو پولیس وژل شوی دی.

د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د امنیه قوماندانۍ د جنايي مدیریت د ځوانانو جرمونو ته د رسېدنې آمر د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د ناپېژاندو موټر سایکل سپرو په برید کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

 د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پولیسو پر ګزمې د ماین چادونه وشوه، چې له کبله یې يو امنیتي سرتېری وژل شوی دی.

د بلخ ولایت د مزار-جوزجان په لویه لاره وسله‌والو طالبانو پر افغان ځواکونو برید وکړ، چې له کبله یې ۵ د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.

د مارچ ۱۸مه:

د هرات ښار په شپږمه امنتیي حوزه کې یو پولیس د وسله‌والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

د کاپیسا ولایت په آله سای ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۲ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د مارچ ۱۹مه:

د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د وسله‌والو  طالبانو په برید کې ۳ پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په شورشرک سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه ټانک چاودنه وشوه چې له کبله یې ۴ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۳ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې یوه موټرسایکل سپاره وسله‌وال یو پولیس په ډزو وواژه.

وسله‌والو طالبانو د بلخ ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

جدول-۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۲۹ ۴۴

۷۳

پولیس

۴۵ ۴۸ ۹۳
مجموعه ۷۴ ۹۲

۱۶۶

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د مارچ ۱۳مه:

د بادغېس ولایت د قادس ولسوالۍ په مرکز کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ په کمپ بازار سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د مارچ ۱۴مه:

د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په سلاح خانه سیمه کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه او له کبله یې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د مارچ ۱۵مه:

وسله‌والو طالبانو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ پر مرکز او امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې وروسته نښته را منځته شوه له کبله یې ۴ وسله‌وال طالبان ووژل شول.

د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې، وروسته نښته رامنځته شوه او له کبله یې ۱۵ وسله‌وال طالبان ووژل شول.

د مارچ ۱۶مه:

د غور ولایت د کمنج ولسوالۍ اړوند په کوتل سلاح خانه سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

په فاریاب ولایت کې د یوې امنیتي پېښې پر مهال ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په جنت باغ سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د مارچ ۱۷مه:

د بادغېس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۱۸مه:

د هلمند ولایت په نهر سراج، نادعلي، او ګرمسېر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌والو نښتو کې ۱۳ وسله‌‌‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور وژل شوي دي.

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د مارچ ۱۹مه:

د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د خپل ماین د چاودنې له کبله ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

جدول-۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۸۲ ۳۴

۱۱۶

داعش

ـ ـ ـ
مجموعه ۸۲ ۳۴

۱۱۶

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د مارچ ۱۶مه:

په فاریاب ولایت کې د یوې امنیتي پېښې پر مهال یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په جنت باغ سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د یوه شپون زوی ووژل شو.

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ماین د چاودنې له کبله ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د مارچ ۱۷مه:

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پولیسو پر ګزمې د ماین چادونه وشوه چې له کبله یې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د بلخ ولایت په پلخ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

د بادغېس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د مارچ ۱۸مه:

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار د هرات – غور پر لویه لاره د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې پر یوه شخصي موټر د چسپکي ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وکړی وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌ولو طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د مارچ ۱۹مه:

د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې پر وسله‌والو طالبانو د خپل ماین چاودنه کې ۲ ملکي وګړي هم وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

جدول-۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۱۱ ۳۱

۴۲

مجموعه

۱۱ ۳۱

۴۲

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د راپور د شمېرو له مخې، د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د کب له ۲۳مې تر ۲۹مې (د ۲۰۲۰م د مارچ له ۱۳مې تر ۱۹مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۳۲۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۱۶۷ پکې وژل شوي او ۱۵۷ نور هم ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې مجموعي کچه لوړه شوې ده. د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله دا اوونۍ د تېرې اوونۍ په پرتله د زیاتوالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې ۳۴ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا کچه لوړه شوې ده او ټول ۷۴ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مرګ‌ژوبلې کچه هم د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه ټيته ده. په تېره اوونۍ کې ۵۸ تنه د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي وو؛ خو په دې اوونۍ کې دا شمېره ۸۲ تنه ده. د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا د تېرې اوونۍ په پرتله د کموالي ښودنه کوي. په تېره اوونۍ کې د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۴۳ تنه و، خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره ۱۱ تنو ته راټيټه شوې ده.

دا اوونۍ د ۱۳۹۸ لمریز کال وروستۍ اوونۍ وه او دغه کال هم داسې مهال پای ته ورسېد، چې لسګونه افغانان پکې هره ورځ د جګړې قرباني کېږي. که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافق تر لاسلیک کېدو وروسته په مجموعي توګه د ټول هېواد په کچه تاوتریخوالی کم شوی او له کبله یې د مرګ‌ژوبلې کچه هم راټیټه شوې ده؛ خو لا هم د دغې جګړې د بشپړ ختمېدو لپاره ګڼ خنډونه په مخ کې پراته دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په توافق کې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره د طالبانو او افغان حکومت د بندیانو تبادله د شرط په توګه منل شوې ده؛ خو په دې تړاو تراوسه کوم قاطع ګام نه دی پورته شوی. که څه هم ولسمشر اشرف غني د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو مشروط فرمان لاسلیک کړی؛ خو له یوې خوا طالبان له امریکا سره د توافق له مخې د بندیانو په تبادله کې شرطونه نه مني او له بلې خوا افغان حکومت کوم عملي ګام نه دی پورته کړی. له همدې کبله تازه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي، چې امریکا غواړي له طالبانو سره د شوي توافق له مخې بندیان ژر تر ژره خوشي شي.

د دې ترڅنګ د بین الافغاني خبرو اترو د نه پیلېدو نور لاملونه هم شته دي، چې تر ټولو مهم یې د ولسمشرۍ له ټاکنو راولاړ شوی کړکېچن سیاسي وضعیت او په هېواد کې د کرونا وایروس له کبله خپره شوې وېره ده. د امریکا د ځانګړي استازي له هڅو سره سره لا هم د اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د ټاکنو جنجال نه دی حل شوی او افغان سیاسیون د سولې د قضيې پر ځای تر ډېره پر ټاکنیز جنجال بوخت دي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړې د مرګ‌ژوبلې د څارونکي ارګان په توګه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د روانې وینې تویېدنې او خونړي وضعیت پای یوازې او یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او بین الافغاني تفاهم له لارې شونی دی. له همدې کبله پر افغان حکومت او ښکېلو نړیوالو لورو غږ کوو، چې د سولې هڅو ته پام واړوي او له دغې ملي مسئلې سره مسؤولانه چلند وکړي.

 جدول-۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله:

نوم

وژل شـــــوي نوم ټپیــــــــان
افغان ځواکونه ۷۴ افغان ځواکونه

۲۶

د دولت وسله‌وال مخالفین

۸۲ د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۹
ملکي وګړي ۱۱ ملکي وګړي

۸۴

بهرني ځواکونه

ـ بهرني ځواکونه ـ
مجموعه ۱۶۷ مجموعه

۱۵۷

ټول وژل شوي او ټپیان         ۳۲۴             

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *