خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۳ – ۲۹ اګست ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۲۳ – ۲۹ اګست ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۱۶مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال د اګست له ۲۳مې تر ۲۹مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي له لومړۍ تر ۷مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي.

د راپور د موندنو له مخې، په ټولیز ډول په دې اوونۍ کې د ښکېلو لورو مرګ‌ژوبله د تېرو دوو اوونیو په پرتله زیاته وه؛ خو د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې بیا کموالی راغلی دی. په دې اوونۍ کې یوه خونړۍ پېښه د اګست په ۲۸مه د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې وشوه، چې لږ تر لږه ۱۴ تنه سیمه‌ییز پولیس پکې ووژل شول. په یوه بله پېښه کې، چې په زابل ولایت کې د اګست په ۲۴مه وشوه، لږترلږه ۱۶ تنه پولیس وژل شوي دي. له بله پلوه، په دې اوونۍ کې د غیرمسؤولو وسله‌والو ډلو د نښتو له کبله هم، د غیرمسؤولو وسله‌والو ترڅنګ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ټولیز ډول، په تېره اوونۍ کې ۵۷۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۳۶۷ پکې وژل شوي او ۲۰۷ نور ټپيان شوي دي.

دلته په ترتیب سره افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو، حکومتي کارکوونکو او بهرنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اګست ۲۳مه:

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په غازي آباد سیمه کې، د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۳ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د بلخ ولایت پر زاری ولسوالۍ برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۲ پولیس وژل شوي دي.

د کابل ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د دوه غیر مسؤولو وسله‌والو ډلو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ۵ وسله‌وال کسان وژل شوي دي.

د هرات ولایت په فرسي ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو برید کړی، چې له کبله یې د محلي پولیسو د قوماندان په شمول ۵ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۲۴مه:

وسله‌والو طالبانو د زابل ولایت پر مرکز قلات د “سپینې غبرګې” په نوم سیمه کې، د پولیسو پر یوه پوځي مرکز برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱۶ پولیس وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د پولیسو پر موټر، د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۴ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په شولګره، بلخ، چمتال او نهرشاهي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د مخامخ جګړو له کبله ۳ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۲۵مه:

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی، چې په پایله کې يې یو پولیس وژل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت اړوند سیمه کې، د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی، چې په پایله کې ۶ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې، پر یوه پوسته برید کړی، چې له امله یې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د اګست ۲۶مه:

د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په کوکلداش سیمه کې، د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۱۰ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. په وژل شوو کسانو کې د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان بازمحمد هم دی، چې د خپل زوی له لوري وژل شوی دی.

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو پولیس افسر وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.

د اګست ۲۷مه:

د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د ولسوالۍ پر امنیتي مدیریت برید کړی، چې په پایله کې یې دوه پولیس وژل شوي او ۹ نور ټبیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د سرپل ولایت د مرکز په یوه پوسته برید کړی، چې له کبله یې دوه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د نوموړې ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی، چې په پایله کې یې دوه پوځي سرتېري ټپیان شوي دي.

د بادغېس ولایت د قادس ولسوالۍ په خوله آسیاب سیمه کې، وسله‌والو طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې یې ۸ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۲۸مه:

د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په موسوم سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱۴ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري دوې د پولیسو افسرانې وژل شوې دي.

د جوزجان ولایت په کوکلداش ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۴ پولیس وژل شوي دي.

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک پرغاړه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ښار اوومې امنیتي حوزې ته څېرمه یو پولیس د نا معلومو وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۱۲ ۵ ۱۷
پولیس ۹۲ ۴۳ ۱۳۵
مجموعه ۱۰۴ ۴۸ ۱۵۲

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د اګست ۲۳مه:

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په غازي آباد سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۵ د دولت وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت په پشت‌رود ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیانو کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۴۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندز ولایت په خان آباد سیمه کې ۳ وسله‌وال طالبان د یوه افغان پوځي له لوري وژل شوي دي.

د اګست ۲۴مه:

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په تودنګ سیمه کې د وسله‌والو طالبانو پر موټر هوایي برید شوی، چې له امله یې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر ولایت په برکي‌برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په خاصو عملیاتو کې یو وسله‌وال طالب وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت په شولګره، بلخ، چمتال او نهر شاهي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د مخامخ جګړې له کبله ۳۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۲۵مه:

د زابل ولایت د مرکز قلات په سید جان کلي کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د یاد شوي ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو په نښتو کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اروزګان ولایت په مهراباد لنګر، نچین او یو شمېر نورو سیمو کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو له کبله ۲۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په مانو کلي کې د هوايي برید له امله ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. همدا راز د نوموړي ولایت د شورابک ولسوالۍ په چوله سیمه کې د هوایي برید له امله ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اګست ۲۶مه:

په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې، ۳۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د اګست ۲۷مه:

د ننګرهار ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ‍۶ داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په ګریزوان او قیصار ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۷ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت په شینډند ولسوالۍ کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې دوه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بادغېس ولایت د قادس ولسوالۍ په خوله سیمه کې د وسله‌‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۲۸مه:

د جوزجان ولایت په کوکلداش ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

جدول ۲: د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۲۲۶ ۹۵ ۳۲۱
داعش ۶ ـ ۶
مجموعه ۲۳۲ ۹۵ ۳۲۷

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اګست ۲۳مه:

د کابل ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د دوو غیر مسؤولو وسله‌والو ډلو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې ۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت په اسماعیل مندوزي سیمه کې د کمپاین په قواوو برید شوی، چې په پایله کې یې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي. او همدا راز د دغه ولایت په مرکز حمام چوک سیمه کې د یوه برید په پایله ۶ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د اګست ۲۴مه:

د لوګر ولایت په مرکز پل علم اړوند سیمه کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې یو کس وژل شوی او د دوو ماشومانو او دو ښځو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

د غور ولایت په مرکز فېروز‌کوه کې د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۲ موټرسایکل سپاره ملکي وګړي وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د اګست ۲۵مه:

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په رخه سیمه کې، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون ۵ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۲۷مه:

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار اړوند شپرمې امنیتي حوزې ته څېرمه د ننګرهار پوهنتون د استادانو په موټر د نښلول شوي ماین د چاودنې له کبله د ادبیاتو پوهنځي رییس وژل شوی، د نوموړي زوی او دوه نور استادان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ د سبزیو په مارکېټ کې چاودنه شوې، چې په پایله کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت د مېزانې ولسوالۍ په ټېکر کلي کې په یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله دوه ماشومان وژل شوي او د دوه ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د پکتیا ولایت په احمد آباد سیمه کې یو ملکي وګړی د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.

د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو یو قومي مشر وژلی دی.

د اګست ۲۸مه:

د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په چهار دره سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د کنړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري د توغول شوي راکټ له کبله ۳ ماشومان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په سنډاور سیمه کې د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د حاجي سپاهي په نوم یو قومي مشر او یو بل ملکي وګړی وژل شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۲۹ ۶۴ ۹۳
مجموعه ۲۹ ۶۴ ۹۳

 

د حکومتي کارکوونکو مرګ‌ژوبله

 د اګست ۲۵مه:

د بغلان ولایت د ولایتي شورا غړی او ورسره څلور ملګري یې د یاد ولایت په چشمه شېر سیمه کې طالبانو له لوري تښتول شوي او وروسته یې د شورا غړی او یو بل کس وژلی دی.

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اګست ۲۳مه:

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره منلې، چې د پروان ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو پر يوه کتار د موټربم برید شوی؛ خو وایي چې مرګ ژوبله نه لري. طالبانو ادعا کړې، چې په دغه ځانمرګي برید کې یې ۷ امریکایي پوځیان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د تېرې اوونۍ راپور ښیي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د وږي له لومړۍ تر ۷مې (د اګست له ۲۳مې تر ۲۹مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۵۷۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۳۶۷ پکې وژل شوي او ۲۰۷ نور ټپيان شوي دي.

په ټولیز ډول، په دې موده کې د جګړې د ښکېلو لورو مرګ ژوبله د تېرو دوو اوونیو د راپور په پرتله یو ځل بیا لوړه شوې ده؛ خو د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې بیا پام‌وړ کموالی ولیدل شو.

په تېرو دوو اوونیو کې ۵۵ تنه افغان سرتېري وژل شوي وو، خو په دې اوونۍ کې دا مرګ‌ژوبله د تېرو اوونیو په پرتله دوه چنده لوړه شوې ده او ۱۰۴ افغان پوځیان وژل شوي دي. په تېرو دوو اوونیو کې ۱۴۵ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي وو، خو په دې اوونۍ کې بیا دا کچه هم د پام‌وړ زیاتوالي ښودنه کوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۳۲ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. خو په تېرو دوو اوونیو کې بیا د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۱۴۸ تنه و، چې په دې اوونۍ کې دا شمېره راټیټه شوې او ټول ۲۹ تنه ملکیان وژل شوي دي. ملکي وګړي بیا هم په شپنیو عملیاتو، چاودنو او وسله‌والو نښتو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په ټوله کې د تېرو څو میاشتو د مرګ ژوبلې راپورونه ښيي، چې د طالبانو او افغان حکومت له لوري د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې او له کبله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي. د جګړې په ډګر کې دا بدلون تر ډېره په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو اترو سره هم تړل شوی. افغان حکومت بیا د سولې په خبرو اترو کې د خپل پیکه رول له کبله پر طالبانو د فشار واردولو په موخه خپل عملیات او بریدونه زیات کړي دي، کوم څه چې د سولې لپاره د باور فضا د رامنځته کولو په لاره کې لا ډېر خنډونه جوړوي.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړي خونړي وضعیت ته په کتلو د جګړې له دواړو لورو غواړي، چې د سولې او بین الافغاني تفاهم لپاره د زمینې برابرېدو او د باور فضا رامنځته کېدو په موخه د جګړې په ډګر کې تاوتریخوالی کم کړي او په ځانګړې توګه د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.

جدول ۴: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپیـــــــــــان
افغان ځواکونه ۱۰۴ افغان ځواکونه ۴۸
د دولت وسله‌وال مخالفین ۲۳۲ د دولت وسله‌وال مخالفین ۹۵
ملکي وګړي ۲۹ ملکي وګړي ۶۴
حکومتي کارکوونکي ۲ حکومتي کارکوونکي
بهرني‌ ځواکونه بهرني‌ ځواکونه
مجموعه ۳۶۷ مجموعه ۲۰۷
ټول وژل شوي او ټپیان            ۵۷۴       

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *