خانه / اوونيز راپور / د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۳۰ اګست – ۵ سپټمبر ۲۰۱۹م)

د جګړې د مرګ‌ژوبلې اوونیز راپور (۳۰ اګست – ۵ سپټمبر ۲۰۱۹م)

ګڼه: ۱۷مه

یادونه: دغه راپور په PDF بڼه د ډانلوډولو لپاره دلته کلېک وکړئ.

سریزه

دغه راپور د ۲۰۱۹م کال د اګست له ۳۰مې د سپتمبر تر ۵مې (د ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي له ۸مې تر ۱۴مې) نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې شمېرې رانغاړي.

په ټولیز ډول، په تېره اوونۍ کې ۱۲۷۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۶۲۴ پکې وژل شوي او ۶۴۸ نور ټپيان شوي دي.

د تېرې اوونۍ راپور ښيي، چې دا اوونۍ د تېرو څو میاشتو په پرتله خورا زیاته خونړۍ وه. په دې اوونۍ کې په کابل کې دوې درنې موټربم چاودنې وشوې، چې له کبله یې د بهرنیانو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم پراخه مرګ‌ژوبله واوښته. په کابل کې پر ګرین وېلېج کمپ د موټربم برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۶ ملکیان ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپیان شول. له بله پلوه په کندز او بغلان ولایتونو کې د وسله والو طالبانو په ډله‌ییزو بریدونو کې او همدا راز په بلخ ولایت کې د وسله والو نښتو له کبله افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوښته. یوازې په کندز ښار کې لږ تر لږه ۲۱ افغان سرتېري ووژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شول. همدا راز په دې اوونۍ په جلال آباد ښار کې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري د داعش ډلې پرضد د عملیاتو تر نوم لاندې د څلورو وروڼو وژل کېدو هم د افغانانو غوسه وپاروله او له تېرو څو میاشتو راهیسې د دغسې وژنو پرضد په لومړي ځل پراخ غبرګونونه ولیدل شول.

دلته په ترتیب سره افغان ځواکونو، د دولت وسله‌والو مخالفینو، ملکي خلکو او بهرنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې او جزئیات په جلا جلا عنوانونو کې لولئ.

 

افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اګست ۳۰مه:

د تخار ولایت په چاه‌آب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۳ افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

طالبانو د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ پر عمبرکوه پوځي مرکز برید وکړ او د دغه مرکز د نیولو ترڅنګ یې پکې ۸ پولیس هم وژلي او ۴ نور یې ټپيان کړي دي.

طالب جنګیالیو د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې هم پر یوه پوځي مرکز برید کړی او نیولی یې دی، چې په پایله کې یې ۱۲ تنه افغان پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

 لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په مېس عینک سیمه کې د پولیسو د ګزمې پر یوه موټر د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۴ پولیس وژل شوي دي.

د بادغېس ولایت د قلعه‌ی نو ولسوالۍ (د ولایت مرکز) په لامان کلي کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته د طالبانو د برید په پایله کې دوه پولیس او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د اګست ۳۱مه:

پر کندز ښار له څو خواوو د طالبانو د ډله‌ییز برید او د همدې ورځې په پای کې پر امنیه قوماندانۍ د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۲۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې درې پولیس په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوي دي.

د زابل ولایت په اټغر ولسوالۍ کې پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی او دوه د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.

د وسله‌والو طالبانو یوې ډلې د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په کېشم سیمه کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی، چې له کبله یې ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

د سپتمبر لومړۍ:

د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې، د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان د کورنۍ د غړو تر څنګ د نوموړي دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

د بدخشان ولایت د فیض آباد ښار په چمن مخابرات سیمه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د دولت پلوو ملېشو یو قوماندان وژل شوی دی.

د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو له وسله‌والې نښتې وروسته د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې دوه دولت‌پلوي سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو د وسله‌والې نښتې له کبله دوه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت پر مرکز پلخمري ښار له دوو خواوو د طالبانو د ډله‌ییزو بریدونو او څو ورځنیو وسله‌والو نښتو په پایله کې ۲۵ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت پر ګرزیوان ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په برید کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سپتمبر ۲مه:

د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په خونیان سیمه کې افغان ځواکونه د طالبانو پر کمین وربرابر شول، چې په پایله کې یې ۶ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کندز ښار په سه درک سیمه کې د یوې چاودنې له کبله ۶ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او درې سیمه‌ییز پولیس ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په ترکمنانو کلي کې د سیمه‌ییزو پولیسو درې پوستې او د ملي پولیسو یوه پوسته نیولې، چې په پایله کې یې ۵ سیمه‌ییز پولیس او ۵ ملي پولیس وژل شوي او د دشت ارچي د ولسوال او ملي امنیت د مدیر په ګډون ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د سپتمبر ۳مه:

د بلخ ولایت د زاري ولسوالۍ پر مرکز د وسله‌والو طالبانو د برید په پایله کې ۴۰ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت د احمد آباد ولسوالۍ په ګراج سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د احمد آباد ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان او یو ساتونکی یې وژل شوي او دوه نور پولیس تپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د هرات ولایت په شیندنډ ولسوالۍ کې پر یوه پوسته برید وکړ، چې په پایله کې یې ۲ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د بغلان ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په بېش‌کپه سیمه کې وسله‌والو طالبانو پر سیمه‌ییزو پولیسو برید کړی، چې په پایله کې یې د سیمه‌ییزو پولیسو د قوماندان په ګډون ۱۱ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د بادغېس ولایت په مرکز قعله نو کې وسله‌والو طالبانو پر یوه پوسته برید کړی، چې په پایله کې یې ۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سپتمبر ۴مه:

وسله‌والو طالبانو د بادغېس ولایت په قادس ولسوالۍ کې پر یوه پوسته برید وکړ، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې یو پولیس وژل شوی دی.

د کندهار ښار نهمې امنیتي حوزې ته څېرمه، یو پولیسو د دوو نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شو.

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د پولیسو پر پوسته برید کړی، چې په پایله کې ۹ افغان سرتېري وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د بغلان ولایت د بغلان مرکزي ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې پر افغان ځواکونو برید کړی، چې په پایله کې یې درې پولیس وژل شوي دي.

د کندز ولایت په خان‌أباد ولسوالۍ کې یو سیمه‌ییز پولیس پوستې ته د تګ پر مهال، د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې پر امنیه قوماندانۍ وسله‌وال برید وکړ، چې په پایله کې یې ۴ افغان پوځیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د سپتمبر ۵مه:

وسله‌والو طالبانو د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ پر مرکز برید کړی، چې له کبله یې ۴ افغان پوځیان او دوه محلي پولیس وژل شوي او ۸ نور پولیس ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له لوري یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی دی.

د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳ افغان پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

جدول ۱: افغان ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپیان
ملي اردو ۴۴ ۳۱ ۷۵
پولیس ۱۶۶ ۱۷۹ ۳۴۵
مجموعه ۲۱۰ ۲۱۰ ۴۲۰

 

د دولت د وسله‌والو مخالفينو مرګ‌‌ژوبله

د اګست ۳۰مه:

د تخار ولایت په چاه‌أب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۲۸ وسله‌ول طالبان وژل شوي دي.

د اګست ۳۱مه:

پر کندز ښار له څو خواوو د طالبانو د ډله‌ییز برید په پایله کې ۳۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د زابل ولایت په اټغر او دایچوپان ولسوالیو بریدونه کړي او د افغان ځواکونو د ځوابي بریدونو په پایله کې ۳۱ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په شېرغه سیمه کې، د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲مه:

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ یو طالب وسله‌وال وژل شوی دی.

د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په برید کې، د طالبانو د قوماندان په شمول ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په موسی‌زیو سیمه کې د افغان ځواکونو په برید کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټبیان شوي دي.

د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ د افغان ځواکونو په برید کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د خاصې قطعې په شپنیو عملیاتو کې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د سپټمبر ۳مه:

په بغلان ولایت کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو په وسله‌والو نښتو کې ۵۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۷ داعش وسله‌وال وژل شوی دي.

د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې ته څېرمه په ګرین ویلېج کمپ، د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۵ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو له لوري ووژل شول.

د سپټمبر ۴مه:

د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځمکنيو او هوايي بریدونو کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. همدا راز د یاد شوي ولایت د ګرشک ولسوالۍ په میر‌‌منداب سیمه کې د هوايي برید له کبله ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کوڼر ولایت د اسعدآباد پر لویه لاره د افغان ځواکونو له لوري څلور وسله‌وال طالبان د ماین خښولو پرمهال ووژل شول.

د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ د افغان ځواکونو په برید کې ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

 وسله‌والو طالبانو د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ پر مرکز برید کړی او وروسته د افغان  ځواکونو په غبرګوني بریدونو کې ۱۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۵مه:

د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو د وسله‌والې نښتې په پایله کې ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

جدول : د دولت وسله‌‌والو مخالفينو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
طالبان ۲۸۵ ۱۰۵ ۳۹۰
داعش ۷ ـ ۷
مجموعه ۲۹۲ ۱۰۵ ۳۹۷

 

ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اګست ۳۰مه:

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د فرقې مخې ته په ریکشا کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله د یوې ښځې په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د کابل ښار د تایمنیو پروژو په دوهم سړک چادونه شوې، چې له امله یې د دریو ښځو او یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د اګست ۳۱مه:

پر کندز ښار له څو خواوو د طالبانو د ډله‌ییز برید او په همدې ورځ پر امنیه قوماندانۍ د یوه ځانمرګي برید په پایله کې شپږ ملکي وګړي وژل شوی  او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په ګزریوان ولسوالۍ کې پر دریو کورونو د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سپټمبر لومړۍ:

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمسه خېلو کلي کې د وسله‌والو طالبانو له لوري په یوه کور د هاوان مرمۍ توغول شوې ده، چې په پایله کې یې د یوه کور د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت د فیض آباد ښار په چمن مخابرات سیمه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ د قوماندان د کورنۍ د غړو پر موټر د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۶ کسه وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اړوند د سړک ترغاړې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له کبله د یوې ښځې به ګډون ۸ ملکي وګړي وژل شوي چې ټول د سراچه ډوله موټر سپرلي وه.

د غور ولایت په فېروزکوه ښار کې د څو ځای پر ځای شوو ماینونو د چاودنو له کبله ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو د وسله‌والې نښتې پر مهال ۳ ماشومان وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت پر مرکز پلخمري ښار له دوو خواوو د طالبانو د ډله‌ییزو بریدونو او څو ورځنیو وسله‌والو نښتو په پایله ک ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۶ ملکیان ټپیان شوي دي.

د سپټمبر ۲مه

د بدخشان ولایت پخوانی ښاروال او ورسره ساتونکی یې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې ته څېرمه په ګرین ویلېج کمپ، د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

په کندز ښار کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۱۱ ملکیان ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د سیداآباد ولسوالۍ د تنګي درې په امیر کلا سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

د سپټمبر ۳مه:

په بغلان ولایت کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو په وسله‌والو نښتو کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سپټمبر ۵مه:

د جلال‌آباد ښار څلورمې امنیتي حوزې ته څېرمه د ۰۲ قطعې په خاصو عملیاتو کې د یوه کور څلور غړي چې سره وروڼه وو، وژل شوي دي.

د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند په لومړی مکرویانو سیمه کې د یوې چاودنې له کبله ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

په غور ولایت کې د بشري حقونو سرپرست، عبدالصمد امیری د وسله‌والو طالبانو له لوري کابل ته په لاره لومړی نیول شوی او وروسته یې مړی د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

د لوګر ولایت په پادخواب سیمه کې، څلورمې پلي لوا ته څېرمه د کابل لوګر پر عمومي سړک موټر بم برید شوی، چې په پایله کې يې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال ۶ تنه ملکیان وژل شوي دي.

جدول ۳: ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
ملکي وګړي ۱۱۱ ۳۰۸ ۴۱۹
مجموعه ۱۱۱ ۳۰۸ ۴۱۹

 

بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

د اګست ۳۱مه:

د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره منلې، چې یو بهرنی سرتېری یې د اګست په ۲۹مه په افغانستان کې وژل شوی دی. د دغه سرتېري د هویت او د وژل کېدو د ځای په اړه په ویناپاڼه کې جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د سپټمبر ۲مه

د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې ته څېرمه د بهرنیانو ګرین ویلېج کمپ ته څېرمه د وسله‌والو طالبانو په موټربم برید کې ۸ بهرنیان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. وژل شوي او ټپیان د دغه کمپ ساتونکي او نور وګړي دي. د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په وژل شوو او ټپيانو کې رومانیایي وګړي هم شامل دي.

د سپټمبر ۵مه:

د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند په لومړی مکرویانو سیمه کې د یوې موټربم چاودنې له کبله ۲ بهرني سرتېري وژل شوي دي. د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي، چې یو امریکایي او یو رومانیایي سرتېری په دغه برید کې وژل شوي دي.

جدول ۴: د بهرنیانو مرګ ژوبله

نوم وژل شوي ټپيان ټول وژل شوي او ټپيان
بهرني ځواکونه ۱۱ ۲۵ ۳۶
مجموعه ۱۱ ۲۵ ۳۶

 

پایله او د اوونۍ تحلیل

د تېرې اوونۍ راپور ښیي، چې د روان لمريز ۱۳۹۸ کال د وږي له ۸مې تر ۱۴مې (د اګست له ۳۰مې د سپټمبر تر ۵مې) نېټې پورې د ټول هېواد په کچه ۱۲۷۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۶۲۴ پکې وژل شوي او ۶۴۸ نور ټپيان شوي دي.

په دې اوونۍ کې د ټولو لورو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې لوړوالی ولیدل شو. په تېره اوونۍ کې ۱۰۴ افغان سرتېري وژل شوي وو، خو په دې اوونۍ کې دا مرګ‌ژوبله د تېرې اوونۍ په پرتله دوه چنده لوړه شوې ده او ټول ۲۱۰ افغان پوځیان وژل شوي دي. په تېره اوونۍ کې ۲۳۲ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي وو، خو په دې اوونۍ کې بیا دا کچه هم د پام‌وړ زیاتوالي ښودنه کوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۹۲ تنه وسله‌وال جنګیالي وژل شوي دي. په تېره اوونۍ کې بیا د ملکي وګړو د وژل شوو شمېر ۲۹ تنه و؛ خو په دې اوونۍ کې بیا دا شمېره نژدې څلور چنده لوړه شوې او ټول ۱۰۴ تنه ملکیان وژل شوي دي. ملکي وګړي بیا هم د درنو چاودنو، شپنیو او هوايي عملیاتو، او مخامخ جګړو له کبله وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دا اوونۍ د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو لپاره خورا خونړۍ وه او په ټولیز ډول د تېرو څو میاشتو په پرتله د جګړې د ښکېلو لورو د مرګإژوبلې د لوړوالي ښودنه کوي. په دې اوونۍ کې ګڼ شمېر خورا خونړۍ امنیتي پېښې ثبت شوې دي، چې څو درنې چاودنې او د هېواد په شمالي ولایتونو کې پر ښاري سیمو د طالبانو ډله‌ییز بریدونه یې مهمې پېښې وې.

له بلې خوا په دې اوونۍ کې د بهرنیانو مرګ ژوبله هم خورا لوړه وه. ۱۱ تنه بهرنیان په دریو امنیتي پېښو کې وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي، چې د ۴ هغو وژل کېدل یې د ناټو غوڅ ماموریت ځواکونو او رومانیا هېواد له لوري د اعلامیو په خپرولو سره منل شوي او پاتې نور بیا باوري امنیتي سرچینو تایید کړي دي. د بهرنیو وګړو ډېره مرګ ژوبله په ګرین وېلېج کمپ د موټربم چاودنې له کبله اوښتې، چې د سرچینو له مخې ۸ تنه بهرنیان پکې وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. دا څلورم برید دی، چې پر ګرین وېلېج کمپ کیږي خو وروستی برید یې ډېر خونړی وو.

په دې اوونۍ کې په جلال آباد ښار کې هم د افغانستان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د ۰۲ قطعې له لوري پر یوه کور د چاپې پر مهال د څلورو ځوانانو وژلو هم خورا زیات غبرګونونه وپارول، چې له کبله یې د ملي امنیت رئیس هم له دندې ګوښه شو. دغه کسان د داعش ډلې د جنګیالیو تر نوم لاندې وژل شوي؛ خو په تېرو څو میاشتو کې په پراخه کچه دا نیوکې موجودې دي، چې په شپنیو عملیاتو کې نیول کېدونکي بې وسلې او بېګناه افغانان ولې له محاکمې پرته په خپلو کورونو کې وژل کېږي. دا ډول پېښې هره اوونۍ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کېږي؛ خو دا لومړی ځل دی چې د خلکو له توند غبرګون سره مخ کېږي او له کبله یې حکومت هم اقدام ته اړ کېږي.

په ټوله کې د هېواد په کچه د تاوتریخوالي او امنیتي پېښو زیاتوالی داسې مهال دی، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه نهایي شوې او افغان حکومت ترې ناراضه دی. د دې ترڅنګ، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکل شوې موده هم رانژدې شوې ده. دا هغه دوه لاملونه دي، چې ګومان کېږي د جګړې دواړې خواوې یې له کبله د فشارونو واردولو هڅې کوي؛ خو له بده مرغه په دې منځ کې د ملکي وګړو ژوند ته پام نه کېږي او د ملکي وګړو مرګ ژوبله پکې خورا لوړه شوې ده.

قاصد د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په هېواد کې د جګړي خونړي وضعیت ته په کتلو، د جګړې له دواړو لورو غواړي چې د جګړې په ډګر کې تاوتریخوالی کم کړي او په ځانګړې توګه د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.

جدول ۵: د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو مجموعي مرګ‌ژوبله

نوم

 

وژل شـــــوي نوم

 

ټپيــــــــــان
افغان ځواکونه ۲۱۰ افغان ځواکونه ۲۱۰
د دولت وسله‌وال مخالفین ۲۹۲ د دولت وسله‌وال مخالفین ۱۰۵
ملکي وګړي ۱۱۱ ملکي وګړي ۳۰۸
بهرني‌ ځواکونه ۱۱ بهرني‌ ځواکونه ۲۵
مجموعه ۶۲۴ مجموعه ۶۴۸
ټول وژل شوي او ټپیان               ۱۲۷۲                      

پای

همچنین ببینید

گزارش هفته‌وار تلفات جنگ در افغانستان ( ۵–۱۱ جون ۲۰۲۰م)

شماره: ۵۷ یادآوری: نسخۀ PDF این گزارش را از اینجا دانلود نمایید. مقدمه در این گزارش …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *